د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

د بېلابېلو ولايتونو سېلاب‌ځپلي: تر اوسه راسره هيڅ ډول مرسته نه‌ده شوې


د سېلابونو يو انځور
د سېلابونو يو انځور

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سېلاب‌ځپلي شکایت کوي، چې مرستې ورسره نه‌دي شوي.

د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د ده بالا سیمې اوسېدونکی نوید احمد رسولي وايي، وروستیو سېلابونو درانه مالي زیانونه ور اړولي دي.

نوید احمد له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کوي، چې د طالبان حکومت د طبعي پېښو له کبله د رامنځته کېدونکو زیانونو د مخنیوي لپاره هېڅ ډول پلان او پروګرام نه‌لري.

"سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي، تر اوسه له خلکو سره مرستې نه‌دي شوي، بیا هم خلک په تمه دي چې اسلامي امارت له سېلاب‌ځپلو سره مرستې وکړي،
شفيع‌الله سېلاب‌ځپلی

هغه وايي: "زه خپله سېلاب‌ځپلی یم، د تېرې چهارشنبې په ورځ چې کوم سېلابونه راووتل زموږ کور یې هم ونړاوه، بله مهمه مسئله دا ده چې تمه کېږي په راتلونکې کې هم سېلابونه راووځي، باید حکومت په‌دې برخه کې جدي اقدامات وکړي، باید د رودونو او سیندونو لپاره استنادي دېوالونه جوړ کړي، ځکه چې د اوبو د مخنیوي لپاره هېڅ لاره نه‌شته، چې کله سېلابونه راووځي اوبه کوڅو ته ورځي چې زیات تاوانونه اړوي نو ځکه حکومت باید استنادي دېوالونه جوړ کړي."

په ورته وخت کې د غور ولایت اوسېدونکی شفیع‌الله ادعا کوي، چې د طالبانو حکومت او مرستندویه ادارو تر اوسه له سېلاب‌ځپلو سره هيڅ ډول مرستې نه‌دي کړي.

هغه په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي، تر اوسه له خلکو سره مرستې نه‌دي شوي، بیا هم خلک په تمه دي چې اسلامي امارت له سېلاب‌ځپلو سره مرستې وکړي، خلک له اسلامي امارت غواړي چې مرستې دې ورسره وشي ځکه د دوی اقتصادي وضعیت ښه نه‌دی او حد اقل د کار امکانات دې ورته برابر کړي."

د وروستيو سېلابونو له امله ډېری کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بې‌ځايه شوي دي.
د وروستيو سېلابونو له امله ډېری کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بې‌ځايه شوي دي.

تر دې وړاندې هم سېلاب‌ځپلو په بېلابېلو ولایتونو کې له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دوی د مرستو د نه کولو او د طالبانو د حکومت له لوري ورته د سرپنا د نه جوړولو په اړه شکایتونه کړي دي.

وموغوښتل چې د وروستیو سېلابونو د زیانونو او د خلکو د دې ادعاو په اړه چې ګواګې مرستې ورسره نه‌دي شوي، د طالبانو حکومت طبعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق نظر هم واخلو، خو هغه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پیژندنې ادارې د یک‌شنبې په ورځ د سپټمبر په لومړۍ نېټه په خپلې ايکس‌پاڼه کې په کابل، بدخشان، نورستان، ننګرهار، لغمان، میدان وردګ، لوګر، کونړ، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، زابل، کندهار او ارزګان ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی دی.

د دغې ادارې په خبره د بارانونو کچه به له (۱۵-۳۵) ملي مترو پورې وي.

دې ادارې دغه شان په بېلابېلو ولایتونو کې د شدید باد چې په بېلابېلو سیمو کې به یې چټکوالی په ساعت کې له (۵۰- ۸۰) کیلومټرو پورې وي هم خبر ورکړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان هم د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۱مه نېټه په خپله ايکس‌پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، د سېلابونو له کبله زر کورونه ویجاړ شوي دي.

د افغانستان ډېری ولایتونو په وروستیو څو میاشتو کې د اقلیمي بدلون د سختې څپې شاهدان وو، چې له کبله یې خلکو ته د مرګ‌ژوبلې سربېره ګڼ مالي زیانونه هم واوښتل.

د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ د تېرې اګسټ میاشتې په ۱۱مه نېټه وویل، چې د افغانستان خلک د اقلیمي بدلون له کبله ډېر زیانمن شوي او په‌دې برخه کې لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG