د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

د طالبانو مشر د دوی په زندانونو کې د بندیانو وژل کېدل تایید کړي


د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د دوی په زندانونو کې د بندیانو وژل کېدل تایید کړي دي.

د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې، ځورونې او آن د وژنو له اندېښنو، تورونو او راپورونو وروسته اوس د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده هم تایید کړې چې د دوی د حکومت په زندانونو کې یو شمېر بندیان وژل شوي دي.

د طالبانو ارګ له‌خوا په خپاره شوي غږیز پیغام کې، ملا هبت‌الله اخندزاده پرون کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د وینا پر مهال ویلي چې د افغانستان په یوه زندان کې یې د یو شمېر بندیانو د وژل کېدو خبر ترلاسه کړی دی.

نوموړي په دې وینا کې ویلي چې د دې پېښې څخه له خبرېدو وروسته يې د زندان له مسوول سره اړيکه نيولې او ترې پوښتنه يې کړې چې ايا دا وژنې د قضايي حکم له مخې شوي، که د محکمې له حکم پرته.

د کندهار مرکزي زندان
د کندهار مرکزي زندان

هبت‌الله په دوام کې زیاته کړه چې د زندان مسوول ورته په ځواب کې ویلي چې له دې پېښو نه خبر نه و او همکارانو يې زندانيان وژلي دي.

د طالبانو مشر زیاته کړه چې د زندان د دغه مسوول غفلت د توجیې وړ نه دی او هغه د تل لپاره د طالبانو له لیکو څخه ایستل شوی او په کور کېنول شوی.

اخندزاده یادونه کړې چې د طالبانو سیستم به د مسوولانو د دغه ډول غفلت له امله له منځه ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو کورنیو ازادي راډیو ته وویل چې نږدې خپلوان یې د طالبانو له‌خوا بندیان شوي او بیا وژل شوي دي.

یو له دوی څخه د نوم نه ښودلو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د دوی یو خپلوان چې نصرالله نومېده، په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په لومړي کال کې زنداني کړ او وروسته یې وواژه.

هغه وویل: "زمونږ یو خپلوان و چې زوی یې طالبانو د شپې له‌خوا ونیوه او د طالبانو په زندان کې و، هېڅ معلومات یې نه و، له ٧ میاشتو وروسته يې هډوکي په رخه کې وموندل شول."

د طالبانو په زندانونو کې له بندیانو سره ناوړه چلند، شکنجه او آن د دوی وژنو د بشري حقونو یو شمېر فعالان هم اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، یو زنداني باید په زندان کې له ټولو بشري حقونو برخمن شي.

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانې مشرې شهرزاد اکبر ازادی راډیو ته وویل چې دا کار د ټولنې د اصلاح کېدو نه، بلکې د عقدو د زیاتوالي او د حقایقو د پټولو لامل ګرځي او زیاته یې کړه چې دا د قضايي او عدلي نظام کمزورتیا ښيي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ټولنه کې قانون نه‌شته.

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر
د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر

مېرمن اکبر وویل: "د بندیانو شکنجه، ځورول او سپکاوی په هر جرم چې دوی نیول شوي او بندیان شوي وي، جواز نه لري. په ډېرو مواردو کې موږ ګورو چې طالبان له تور لګولو وروسته جزا ورکوي. په افغانستان کې د زندانونو وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی او له بده مرغه هغه راپورونه چې شکنجه د وژنې لامل کېږي مستند شوي دي."

د طالبانو مشر له‌خوا د بندیانو د وژلو اعتراف په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د روان کال په جنورۍ میاشت کې ویلي وو چې د دغه سازمان د بشري حقونو څانګې د ۲۰۲۳م کال په اوږدو کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پخوانیو چارواکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپلسري نیونو، پرته له قضا وژنو، شکنجې او ناوړه چلند یو شمېر موارد ثبت کړي دي.

یوناما د ۲۰۲۳م کال په جولای کې راپور ورکړ چې د پخواني جمهوري نظام سرتېرو او کارکوونکو پر وړاندې یې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونو له ۸۰۰ څخه زیاتې قضیې ثبت کړي چې ۲۱۸ یې له قضا پرته وژنې دي.

خو هغه مهال د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوناما دا راپورونه رد کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG