د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

سټارز اېنډ سټرايپس: طالبان هغو زندانونو ته نږدې کېږي چې ۵ زره غړي یې په کې دي


ارشیف،یو شمېر طالبان زندانیان
ارشیف،یو شمېر طالبان زندانیان
  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې مخ پر زیاتې شوې جګړې ته پام کړی او په خپله وروستۍ ګڼه کې يې لیکلي چې طالبانو په ټول افغانستان کې حملې زیاتې کړي او پر درېيو ښارونو یې د یکشنبې په ورځ پراخ بریدونه پیل کړل.

د مقالې په وینا، په داسې حال کې چې افغان ځواکونه د طالبانو له حملو سره لاس او ګرېوان دي، سلګونو کومانډو ځواکونه له اقتصادي پلوه مهم ولایت هرات کې وګومارل شول.

مقاله یادونه کوي چې په همدې حال کې د هلمند په لښکرګاه کې چارواکو د تازه دمو ځواکونوغوښتنه کړې ده.

ګارډین ورځپاڼې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله لیکلي چې طالبانو د کندهار پر هوايي ډګر لږترلږه درې راکټونه وویشتل.

د دې حملې په نتیجه کې افغان چارواکي اړشول چې ټول پروازونه په موقتي توګه ودروي، ځکه د هوايي ډګر ځغاستلیکه نیمایي تخریب شوه.

د ګارډین ورځپاڼې دې مقاله کې راغلي، طالبان پر یو شمېر ولایتي مرکزونو تمرکز کوي، په ځانګړي توګه د هېواد جنوب کې هیله لري چې د کندهار یا لښکرګاه له سقوط سره به شااوخوا پنځه ولایتونه ډېر ژر سقوط کړي.

په دې مقاله کې د افغان ولسمشر اشرف غني وروستیو څرګندونو ته هم اشاره شوې چې وايي، سوله غواړي، خو په وینا یې دوی غواړي ورته تسلیم شو.

  • سټارز اېنډ سټرايپس

سټارز اېنډ سټرايپس خپرونې هم د افغانستان جګړې ته پام کړی دی او د هغو زندانونو په اړه یې لیکلي چې طالبان غواړي بندیان ورڅخه راخوشې کړي.

په دې مقاله کې وړاندې راغلي چې طالبان پر ښارونو په حملو سره هغو زندانونو ته هم نیږدې کېږي چې په کې د دې ډلې شااوخوا پنځه زره غړي بندیان دي.

مقالې د افغان چارواکو هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې وايي، که دا بندیان خوشې شي، د جګړې ډګر به لاهم تود شي.

وروسته له هغه د زندانونو د امنیت ټینګولو هڅې لا زیاتې شوي چې د طالبانو د حملو په نتیجه کې ګڼ زندانیان د بادغیس مرکزي زندانه په تېښته بریالي شول.

په مقاله کې وروسته راغلي چې په کندهار کې هم د زندان د امنیت ټینګولو په هدف اقدامات شوي او افغان کومانډو او ځانګړي ځواکونه د دغه زندان د امنیت لپاره ګومارل شوي دي.

مقالې د طالبانو له قوله لیکلي چې زندانونه یې هدف نه دي ګرځولي ځکه دا کار به د بندیانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

خو مقاله اشاره کوي چې دوحه کې د سولې د خبرو پرمهال هم د طالب زندانیانو د راخوشې کولو غوښتنه یوه مهمه غوښتنه ده چې طالبانو تل مطرح کړې.

تېرکال افغان حکومت د سولې د خبرو تر پیل مخکې د طالبانو پنځه زره بندیان راخوشې کړل او دا یې سولې ته د ژمنتیا او ښه نیت اقدام وباله، خو دې کار د مقالې د لیکوال په باور یوازې طالبان نورهم قوي کړل او ډېری یې بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شول.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG