د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

د بشر حقونو څار نړیوال سازمان: طالبان لا هم خپلو زندانونو کې بندیان شکنجه کوي


د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د طالبانو له یوه زندانه خوشې شوي بندیان
د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د طالبانو له یوه زندانه خوشې شوي بندیان

د بشر حقونو څار نړیوال سازمان یوه چارواکې وايي، وسله‌وال طالبان لا هم په خپلو زندانونو او توقیف‌ځایونو کې بندیان شکنجه کوي.

په هیومن رایټس واچ سازمان کې د اسیا برخې مرستیال مشرې پاترېشیا ګاسمن (Patricia Gossman) ازادي راډیو ته وویل، طالبان لا هم ګڼ پټ زندانونه لري او خپل بندیان په بېلابېلو بڼو شکنجه کوي.

مېرمن ګاسمن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دغه ډول پټ زندانونه له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د روانې کشالې یوه برخه ده.

دا زیاتوي: "موږ د دغو زندانونو په اړه چې طالبان‌یې چلوي توضیحات ورکړي، موږ له پخوانیو بندیانو او د طالبانو له جګړه‌مارو سره مرکې کړي چې په دغو پټو زندانونو کې یې د شکنجې د ځینو مواردو په باب جزئیات ورکړي، په دوی کې هغه کسان هم شامل وو چې د اعتراف لپاره وهل ډبول شوي دي. په ځینو مواردو کې خلک د هغو کسانو د اعدامېدو شاهدان هم وو چې له دولت سره په تماس ټینګولو تورن وو. دغه ډول زندانونه له اوږدې مودې راهیسې د شخړې یوه برخه ده او د طالبانو د ناکامۍ یوه بېلګه ده چې د شکنجې موارد ردوي، خو په څرګنده دا کار ترسره کوي."

پاترېشیا ګاسمن
پاترېشیا ګاسمن

د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو لپاره د مدافع وکیل د ګمارنې نشتوالی، د اعتراف لپاره د بندیانو ډبول، بېرول او په ځینو مواردو کې وژل هغه څه دي چې نړیوالو سازمانونو یې په اړه اندېښنه ښوولې ده.

خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون یکشنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا موضوعات رد کړل.

ښاغلی مجاهد وايي: "موږ هېڅ ډول پټ زندانونه نه‌لرو او داسې کوم زندان نه‌لرو چې څوک په‌کې شکنجه شي. په زندانونو کې ټول کړه وړه د شریعت مطابق کېږي او یو څوک د محکمې له پرېکړې وروسته زندان ته لېږل کېږي."

د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت یا یوناما بیا تېره میاشت په یوه مفصل راپور کې د افغانستان په دولتي زندانونو او توقیف‌ځایونو کې هم د بندیانو وضعیت ښه نه‌و بللی.

هغه راپور له ۶۵۶ بندیانو سره د افغانستان د ۲۴ ولایتونو په ۶۳ زندانونو او د ازادۍ د سلب په مرکزونو کې د مرکو پر بنسټ چمتو شوی و.

په دې راپور کې، له بندیانو سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو له‌خوا د سختې شکنجې اندازه ۳۰،۳ سلنه ښودل شوې چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو پرتله ډېر لږ کموالی ښيي.

په دې کلونو کې د افغانستان په زندانونو کې د شکنجې او له بندیانو سره د بد چلند فیصدي ۳۱،۲ ښوول شوې وه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تېره میاشت ویلي، دوی د بندیانو د شکنجې د مخنیوي هڅې ګړندۍ کړې دي.

ارشیف، د هرات مرکزي زندان
ارشیف، د هرات مرکزي زندان

د کورنیو چارو وزارت وایي، له نږدې یوه کال راهیسې د زندانونو او توقیف‌­ځایونو اداره خپلواکه شوې ده، خو وزارت وایي دوی به بیا هم د بندیانو او توقیف شویو د شکنجې موضوع تعقیب کړي.

د افغانستان زندانونه وخت ناوخت د بندیانو د اعتصابونو یا هم شخړو شاهدان وي، وړمه شپه هم د کابل په پلچرخي زندان کې د بندیانو ترمنځ شخړه کې چې علت‌یې نه‌دی روښانه شوی، لږ تر لږه د یوه تن د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG