د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

ملګري ملتونه: د افغانستان په زندانونو کې لا هم بندیان شکنجه کېږي


د پلچرخي زندان. 07Nov2012
د پلچرخي زندان. 07Nov2012

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په یوه راپور کې لیکلي، د افغانستان په زندانونو کې لا هم بندیان شکنجه کېږي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په یوه تازه راپور کې د افغانستان په زندانونو او بند خونو کې د بندیانو د شکنجې او له دوی سره د بد چلند په اړه ويلي دي.

یوناما دا راپور نن د چهارشنبې په ورځ د شکنجې راپور تر نوم لاندې خپور کړ.

په راپور کې د یو شمېر زندانیانو له قوله لیکل شوي، دوی په زندانانو او بند خونو کې شکنجه او حقونو ته یې پام نه کېږي.

د افغانستان په قوانینو کې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر شکنجه منع ګرځول شوې.

دا راپور له ۶۵۶ زندانیانو سره چې په کې سړي، ښځې، هلکان او نجونې شاملې دي، د افغانستان د ۲۴ ولایتونو په ۶۳ زندانونو او بندخونو کې د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.

په دې راپور کې، له زندانیانو یره د امنیتي او دفاعي ځواکونو له‌خوا د سختې شکنجې کچه ۳۰،۳ سلنه ښودل شوې چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو په پرتله ډېر لږ کموالی ښيي.

په دې کلونو کې د افغانستان په زندانانو کې د شکنجې او له زندانیانو سره د بدچلند فیصدې ۳۱،۲ سلنه وه.

په راپور کې لیکل شوي، په هغو بند خونو کې چې د پولیسو تر ولکې لاندې دي، د شکنجې ګراف له ۳۱،۲ څخه ۲۷،۲ او د ملي امنیت په بندخونو کې له ۱۹،۴ څخه ۱۶ سلنې ته راټیټ شوی دی.

په راپور کې زیاته شوې، پولیسو او د ملي امنیت ځواکونو زندانیان په هیڅ یوه قضیه کې له پوښتنو ګروېږونو د مدافع وکیل او د نورو معایناتو په اړه له خپلو حقونو نه دي خبر کړي.

بل‌لورته نږدې نیمايي پوښتل شویو ویلي، د ملي امنیت مامورینو او پولیسو ترې غوښتي چې په یوه داسې سند لاس‌لیک وکړي یا هم ګوته ولګوي چې د محتوا په اړه یې هیڅ خبر نه دي.

په راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې دیبورا لاینز له قوله لیکل شوي، شکنجه په هیڅ ډول د منلو نه ده او هغه کسان چې دا کار کوي، باید مسوول وپېژندل شي.

ديبورا لاينز
ديبورا لاينز

خو د افغانستان حکومت بیا د دې راپور په غبرګون کې وايي، دوی په زندانانو کې له هر ډول شکنجې او له زندانیانو سره د بد چلند مخالف دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان‌ مینه‌پال وویل: "لویې څارندوالۍ او د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولانو ته ولسمشر امر کړی چې ټول زندانونه او بند خونې وخت په وخت وڅېړي. که چېرې د شکنجې او بد چلند قضیې پیدا کېږي، له هغوی سره په جدي ډول چلند کېږي."

دوا خان مينه پال
دوا خان مينه پال

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر حقونو سازمان په زندانونو کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.

د دې سازمان رییس لعل ګل لعل ازادي راډیو سره په خبرو کې د یوناما د خپور شوي راپور په اړه اندېښنه وښوده.

هغه زیاته کړه: "هغه راپور چې یوناما خپور کړی، مستند دی. موږ دا راپور تاییدوو. د زندانیانو په برخه کې یو شمېر ستونزې شته. موږ د عدلیي اوقضايي ارګانونو څخه غواړو چې دې ستونزو ته ژر رسېدنه وکړي."

ملګرو ملتونو په دې راپور کې وړاندیز کړی چې د شکنجې د مخنیوي لپاره دې یو خپلواک ملي میکانیزم جوړ او په زندانونو کې دې عملي شي.

XS
SM
MD
LG