د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

د بشري حقونو سازمان: افغانستان کې لاهم اسیران او بندیان بېلابېلې خواوې ځوروي


ارشیف، د پلچرخي زندان, 07Mar2010
ارشیف، د پلچرخي زندان, 07Mar2010

د افغانستان د بشري حقونو سازمان وایي، په‌دغه هېواد کې د بېلابېلو لاملونو له امله د اسیر شويو او بندیانو ځورونه د اندېښنې وړ ده.

په افغانستان کې د اسیر شوېو او بندیانو سره ناوړه چلند او د هغوی شکنجه او ځورونه لا هم یوه لویه ستونزه او جدي اندېښنه ده.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل د شکنجه شویو نه د ملاتړ د نړیوالې ورځې په مناسبت دا مطلب بیان کړ.

هغه د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې لا هم په بېلابېلو پلمو اسیران او بندیان په افغانستان کې د بېلابېلو خواوو په واسطه ځورول کېږي: "کوم ډول چې لازم او قانوني دی، هغه ډول له بندیانو او اسیرانو سره چلند نه کېږي او د دوی حقونه تر پښو لاندې کېږي او دوی په بدني او روحي ډول ځورول کېږي."

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل
د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل

ښاغلي لعل په افغانستان کې د شکنجه کېدو د پېښو د شمېر په اړه څه ونه ویل، خو وایي چې د بېلابېلو اړخونو له لوري د اسیرانو او بندیانو شکنجه روانه ده.

ده د بندیانو د شکنجه کېدو ستر لامل د عامه پوهاوي نشتون وباله او ویې ویل چې ان د ځورولو له لارې اطلاعات تر لاسه کېږي چې دا له بشري حقونو سره په ټکر کې ده.

تر دې وړاندې هم د طالبانو او افغان حکومت له لوري په زندانونو کې له بندیانو او اسیرانو سره ناوړه چلند او د هغوی پر وړاندې د زور زیاتیو راپورونه خپاره شوي.

ازادي راډیو هڅه وکړه څو په‌دې اړه د طالبانو او افغان امنیتي بنسټونو نظر هم ولري، خو دواړو لورو اړیکو ته ځواب ونه وایه.

مخکې تر دې دواړو خواوو له بندیانو سره بد چلند او د هغوی شکنجه کول رد کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر شکنجه شوي کسان بیا شکایت کوي چې د بند یا اسیر کېدو پر مهال ورسره ناوړه چلند شوی چې اوس ورته ګڼې ستونزې جوړې شوي دي.

زمان ګل د کابل ښار د هوا شناسۍ د سیمې اوسېدونکی دی، وایي، تېر کال د انتحاریانو د ساتلو په تور په ناحقه امنیتي ځواکونو نیولی او درې میاشتې چې ورسره و، هغه یې شکنجه کړی دی: "دوه ورځې یې سخت وډبولم، ماته یې وویل چې په‌دې انتحاري حمله کې ستا لاس و، زه یې یوې خونې ته بوتلم او هلته یې ډېر ووهلم، زه ورته په ژړا شوم، ما ویل ما دا کار نه‌دی کړی، اوس مې پښې سوځي، زه به یې د اوبو په پایپ وهلم."

ندا محمد وایي سیمه‌ییز پولیس و او په ارزګان ولایت کې د طالبانو له‌خوا ونیول شو او د دوی په زندان کې یې نږدې دوه میاشتې تېرې کړي.

دی وایي، د طالبانو له‌خوا شکنجه شوی او لا یې هم په مخ ژور ټپونه ښکاري: "زه ۵۱ ورځې د طالبانو په بند کې وم، پر ما زښته زیات ظلمونه وشول او شکنجه شوم او وهل یې هم راکړل."

د بشري حقونو او مدني فعاله ویدا احمد ازادي راډيو ته وویل چې په هرحال کې باید دواړه لوري د خلکو په تېره د بندیانو او اسیرانو حقونو ته پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG