د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

افغان کمانډو په هلمند کې د طالبانو له زندانونو ۱۰۳ تنه ازاد کړل


د طالبانو له زندانونو ازاد شوي خلک
د طالبانو له زندانونو ازاد شوي خلک

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ملي اردو کمانډو ځواکونو تېره شپه د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو په دوو زندانونو حملې کړې دي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د پنجشنبې په سهار «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۰» ازادي راډیو ته وویل، دغه عملیات د سور کاریز او ده بابا په کلیو کې شوي چې په پایله کې یې ۱۰۳ زندانیان چې پنځه ښځې او درې ماشومان هم په‎کې شامل دي، د طالبانو له منګولو خوشې کړي دي.

ښاغلی رادمنش وايي چې ازاد شوي زندانیان په هلمند کې د شوراب پوځي کمپ ته انتقال شوي دي.

د طالبانو په زندان کې ښځې او ماشومان
د طالبانو په زندان کې ښځې او ماشومان

رادمنش زیاتوي:

"زموږ اتلو کمانډو ځواکونو د ترورېستانو محبس له‎منځه وړی دی، څلور کسان‌یې وروژلي او یو کس‌یې نیولی، په دغو عملیاتو کې زموږ ۱۰۳ بې‌ګناه هېوادوال د ترهګرو له زندانه ازاد شوي، دغه‌شان ۱۰ بوشکې ماینونه او نور تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي."

بل‎خوا د کمانډو ځواکونو ویاند جاوید سلیم ازادي راډيو ته وویل، ازاد شوي کسان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دي چې له څو کلونو راهیسې طالبانو له دولت سره د همکارۍ په تور بندیان کړي وو.

ښاغلی سلیم وايي چې په ازاد شویو زندانیانو کې د سیمه‎ییزو پولیسو یو شمېر سرتېري هم شامل دي.

هغه زندانیان چې د طالب له زندانه ازاد شوي.
هغه زندانیان چې د طالب له زندانه ازاد شوي.

وسله‎وال طالبان له کلونو را په‎دې خوا د افغانستان د هلمند ولایت په ځینو سیمو کې فعال دي.

مخکې تر دې داسې راپورونه موجود وو چې دغې ډلې په یو لړ عملیاتو کې یو شمېر افغان سرتېري اسیر کړي او خپلو زندانونو ته‌یې انتقال کړي دي.

د کمانډو د اووم کنډک قوماندان منیب امیري چې د نوموړي په وینا خپله‌یې دغه عملیات رهبري کول وايي، طالبانو زندانیان شکنجه کول او اوبه او ډوډۍ یې نه‌ورکوله.

منیب امیري
منیب امیري

نوموړی وايي:

"په یوه زندان کې ۴۶ تنه وو چې په هغه کې پنځه ښځې او دوه ماشومان هم شامل وو، د یو بل کلي په بل زندان کې ۵۷ زندانیان ساتل کېدل، زندانیانو موږ ته ویل، هره ورځ‌یې شکنجه کول، تر اخرین ظلمه پورې چې له لاسه‌یې پوره و، په موږ یې تحمیلوو، اوبه او ډوډۍ نه ورته رسېدله، یوازې هغوی چې کورونه‌یې نږدې و، له کورونو ورته ډوډۍ رسېدله."

بل‌خوا وسله‌والو طالبانو په یوې اعلامیه کې ویلي چې په دغو دوو زندانونو کې ۹۳ جنايي زندانیان ساتل کېدل.

دوی زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې دوی ته زیان نه‌دی اوښتی.

دا لومړی ځل نه‎دی چې افغان ځواکونه په هلمند کې د وسله‎والو طالبانو په زندانونو حملې کوي.

بلکې له‎دې مخکې هم افغان ځواکونو د تېر لمریز کال په لړم میاشت کې د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې په ورته عملیاتو کې د طالبانو له زندانه ۲۰ کسان ازاد کړي وو.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG