د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۷

ارګ: هېڅ وخت به طالبانو سره د زندانیانو په سر معامله ونه‌کړو


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، له ټولو امکاناتو نه په استفادې به هڅه وکړي چې د طالبانو له‎خوا برمته شوي زندانیان ازاد کړي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، افغان حکومت به له وسله‎والو طالبانو سره د زندانیانو په سره معامله ونه‎کړي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

نوموړی وايي:

"حکومت چمتو نه‌دی چې له وسله‎والو طالبانو سره د زندانیانو په سر معامله وکړي، خو له ټولو امکاناتو او ظرفیتونو نه په استفادې به هڅه وکړي چې د طالبانو له منګولو بندیان راخلاص کړي."

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې وسله‎والو طالبانو تېره ورځ یو ځل بیا د افغان امریکايي پوهنتون د برمته شویو استادانو وېډیو خپره کړه.

په دغې وېډیو کې دواړه استادان د امریکا له ولسمشر او د اسټرالیا له لومړي وزیر غواړي چې د دوی د ازادېدو په بدل کې د وسله‎والو طالبانو شرطونه ومني او له افغان حکومت سره طالب بندیان ازاد کړي.

امریکايي استادان
امریکايي استادان

د افغان امریکايي پوهنتون استادان نېږدې ۱۱میاشتې وړاندې د کابل ښار له دارالامان سړکه د وسله‎والو طالبانو له لوري برمته شوي و.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، افغان حکومت باید له ډېر احتیاط څخه کار واخلي او په هېڅ ډول له وسله‎والو مخالفینو سره د بندیانو تبادلې ته چمتو نه‌شي.

د ولسي جرګې غړی خالد پشتون
د ولسي جرګې غړی خالد پشتون

د ولسي جرګې غړي خالد پشتون ازادي راډیو ته وویل:

"حکومت باید له ډېر احتیاطه کار واخلي، حکومت باید داسې کار ونه‌کړي، چې وسله‎والو مخالفینو ته یو چانس په لاس ورشي، هر ځل مهم کسان او بهرنیان یرغمل ونیسي او بېرته‌یې د زندانیانو په بدل کې خوشې کوي."

وسله‎والو طالبانو په خپره شوې وېډیو کې ګواښ کړی، که افغان حکومت له دوی سره بندي طالبان اعدام کړي او د زندانیانو په بدل کې د دوی غوښتنې ونه‌مني، نو دوی به هم هغه بهرنيان چې برمته کړي یې دي، ووژني.

د ولسي جرګې غړی خالد پښتون وايي، حکومت باید د وسله‎والو غوښتنې ونه‌مني او په دې برخه کې په بدیلو لارو غور وکړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG