د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

چارواکي: د "مرسي" دفتر کارکوونکو د پولیسو له‌خوا خپله ساتنه منع کړې وه


د کابل پولیس د يوې جرمنۍ مېرمنې وژل کېدل او د يو بل بهرني وګړي اختطاف کېدل تائیدوي.

د کابل ښار د اوومې حوزې امر احمد ولي صبوري وايي، تېره شپه د دغې حوزې اړوند د دارالامان سیمه کې وسله‎والو يوه جرمنۍ مېرمنه او ساتونکی یې وژلي او يو بل بهرنی وګړی يې له ځانه سره بیولی دی.

ښاغلي صبوري د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د یادې پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل شوي او دوی هڅه کوي چې اختطاف شوی کس ژر تر ژره د تښوونکو له منګولو وژغوري.

نوموړی وايي:

"يوه جرمنۍ مېرمن د خپل يوه ساتونکي سره چې په دروازه کې وژل شوي او يو بل تن اختطاف شوی دی، دغو کسانو د عادي وګړو په شان ژوند کاوه او زموږ پولیس څو وارې د دوی خواته ورغلي وو او دوی ته‌یې ویلي وو چې موږ ستاسو امنیت نیسو، خو دغو بهرنیو وګړو ورته ویلي چې موږ بهرنیان یو او د اقتصاد وزارت له لارې راغلي یو او که تاسو کومه ستونزه لرئ نو د اقتصاد وزارت سره خبرې وکړئ."

که څه هم دغو امنیتي چارواکو د تښتول شوي کس د هویت په اړه زیات جزئیات ورنه‌کړل خو په ځینو خپرو شویو راپورونو کې راغلي چې دا یوه فنلنډۍ مېرمن وه.

د کابل پولیسو د اوومې حوزې امر ټینګار کوي چې ياد کسان د پولیسو تر څار لاندې وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغو کسانو د مرسي "mercy" په نوم بهرنۍ مؤسسې سره کار کاوه.

تر اوسه کوم شخص او یا ډلې د دې پېښې مسؤلیت په غاړه نه‎دی اخیستی.

دا لومړی ځل نه‎دی چې افغانستان کې غیر نظامي اتباع تر برید لاندې راځي او یا هم تښتول کېږي.

نېږدې يو کال کېږي چې د افغان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو له برخلیکه کوم خبر نه‌شته.

دغه استادان تېر کال خپل استوګنځي ته پر لار وو چې په دارالامان کې د نامعلومو کسانو له‎خوا اختطاف شول.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې امنیتي بنسټونه باید د بهرنیو اتباعو د امنیت د ټینګښت لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي.

د دغه کمېسیون رئیس زمرک پادخوابي د يکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په امنیتي ارګانونو کې د مصلحت له مخې ګمارنې په پلازمېنه کابل کې د امنیتي ګواښونو د ډېروالي لامل شوی.

نوموړی وايي:

"کوم بهرنیان چې افغانستان ته راغلي، دوی د افغانستان څخه د ملاتړ او د خلکو د مرستې لپاره راغلي نو دا د حکومت دنده ده چې د دوی لپاره امنیت ټینګ کړي."

ښاغلي پادخوابي له امنیتي مسؤلیو وغوښتل چې د اوومې حوزې د پېښې عاملین ژر تر ژره ونیسي او تښتول شوی وګړی د دوی له منګولو وژغوري.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG