د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

امریکا افغانستان کې د تښتول شویو استادانو د ژغورنې عملیات کړي


د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وايي، د هغو دوو استادانو د خوشې کولو لپاره یې چې تېره میاشت وتښتول شول، په یوه سیمه کې عملیات ترسره کړي خو تښتول شوي کسان یې نه دي موندلي.

دا عملیات په کابل کې د امریکايي پوهنتون د هغو دوو استادانو د خوشې کولو لپاره ترسره شوي چې د اګست په میاشت کې دې پوهنتون ته نږدې د وسله والو له خوا وتښتول شول.

دې استادانو کې یو امریکايي او بل استرالیايي وو او دواړو په دې پوهنتون کې د انګلیسي ژبې تدریس کاوه.

د پینټاګون ویاند پیټر کوک وايي، د ژغورنې دا عملیات دفاع وزیر اشټون کارټر تایید کړې وو او ولسمشر بارک اوباما یې اجازه ورکړې وه.

پیټر کوک ویلي په دې عملیاتو کې امریکايي سرتېرو یا ولسي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي، خو نوموړي د برمته شویو کسانو د خوندیتوب لپاره په دې اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي.

اسوشییټید پریس خبري اژانس د دفاعي چارواکو له خولې ویلي، د ژغورنې دا ماموریت یوه ورځ له دې کبله وځنډول شو چې د برمته شویو کسانو د ځای په اړه د ورکړل شویو استخباراتي معلوماتو په باره کې پوښتنې وې.

دې چارواکو زیاته کړې، په کومه ورځ چې ولسمشر بارک اوباما د ژغورنې د دې عملیاتو اجازه ورکړه په ورپسې شپه یې امریکايي کمانډو ځواکونه د عملیاتو لپاره ولاړل.

دې دفاعي چارواکو چې د نومونو د نه ښودلو په شرط یې خبرې کړي، د عملیاتو د دقیق وخت او ځای په اړه معلومات نه دي ورکړي.

چارواکي وايي، امریکايي ځانګړو کمانډو سرتېرو په سیمه کې اووه وسله وال وژلي.

دوی وايي د عملیاتو په سیمه کې له خلکو سره د مرکو وروسته تر اوسه هم دا روښانه نه ده چې دا تښتول شوي کسان په دې ځای کې ساتل شوي وو او کنه؟

په کابل کې د افغان امریکايي پوهنتون دواړه استادان تېره میاشت هغه مهال ناڅرګندو وسله والو وتښتول چې له پوهنتون څخه په موټر کې خپل استوګنځي ته روان وو.

د دوی له تښتولو سمدستي وروسته د دوی د ژغورنې لپاره هڅې پیل شوې خو تر اوسه پورې کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

څو اوونۍ مخکې پر هغه پوهنتون چې دې دوو استادانو په کې تدریس کاوه هم وسله والو برید وکړ او ۱۶ کسان چې ښوونکي او استادان په کې شامل وو وژل شول او ۳۹ نور ټپیان شول.

څو ورځې مخکې د هغې امریکايۍ مېرمن او د کاناډايي خاوند ویډیو یې هم خپره شوې چې د ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې له وسله والو طالبانو سره یرغمل دي او د بند پر مهال یې دوه ماشومان هم زېږولي دي.

XS
SM
MD
LG