د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

پر امریکایي پوهنتون حمله کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۵ ټپیان دي


د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې پر امریکایي پوهنتون د تېرې شپې د حملې په نتیجه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۵ تنه ټپیان دي.

د دغه وزارت په بیان کې راغلي چې اووه محصلان، د پوهنتون یو ساتونکی یو هم د نابینایانو د لیسې ساتونکی او درې پولیس په دغه پېښه کې وژل شوي دي او په ټپيان کې نهه پولیس او پاته نور د پوهنتون محصلان او کارکوونکي دي.

ځینو رسنیو ویلي چې نقیب احمد خپلواک چې د دغه پوهنتون یو استاد و، هم په پېښه کې وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت بیان زیاتوي چې پولیسو دوه سوه تنه په پوهنتون کې د عملیاتو په نتیجه کې ژغورلي دي.

له دې مخکې د کابل امنیه قومندان د وژل شویو شمېر دیارلس تنه یاد کړی و.

چارواکي وایي، لومړی یوه انتحار کوونکي پوهنتون ته څېرمه په چاودېدونکو موادو بار موټر ته چاودنه ورکړه او د پوهنتون دننه‌یې لاره دوو حمله کوونکو ته خلاصه کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دا پېښه غندلې ده.

د حملې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه‎دی اخیستی.

پخواني:

د کابل امنیتي مسؤلان وایي، پر امریکایي پوهنتون د تېرې شپې برید په نتیجه کې دیارلس تنه ووژل شول او ۴۴ نور ټپيان دي.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې په وژل شویو کې د دوو نجونو په ګډون اووه محصلان دي.

د نوموړي په خبره د دغه پوهنتون دوه ساتونکي، د نابینایانو لېسې یو ساتونکی او درې پولیس هم په پېښه کې وژل شوي او په ټپيانو کې ۳۵ محصلان او ۹ پولیس شامل دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00
مستقیم لېنک

ښاغلی رحیمي وایي، لومړی یوه انتحار کوونکي پوهنتون ته څېرمه په چاودېدونکو موادو بار موټر ته چاودنه ورکړه او د پوهنتون دننه‌یې لاره دوو حمله کوونکو ته پرانیسته.

د کابل امنیتي مسؤلان وایي، د پېښې پر مهال په پوهنتون کې تر ۷۵۰ محصلان حاضر وو چې د ژغورلو لپاره‌یې امنیتي ځواکونو په احتیاط سره عملیات وکړل.

په دغه پوهنتون کې شاوخوا ۱۷۰۰ تنه محصلان زده‌کړې کوي.

په پېښه کې بهرنیو وګړو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي او د امریکا سفارت هم وایي چې په دې اړه څېړنې کوي.

د دغې حملې مسؤلیت تر اوسه کوم چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

پخواني:

د کابل امنیه قومنداني وايي چې د چهارشنبې ورځې د ماښام په هغه موټر بم حمله او وسله‌واله نښته کې چې په کابل کې پر امریکايي پوهنتون وشوه ۱۲ کسان وژل شوي او ۴۴ نور ټپیان دي.

د کابل امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې رئیس فریدون عبیدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې په وژل شویو کې اووه محصلان هم شامل دي.

ښاغلي عبیدي زیاته کړه:

"له بده مرغه موږ په وژل شویو کې اووه محصلان، د دغه پوهنتون دوه شخصي ساتونکي او درې پولیس لرو."

فریدون عبیدي وايي، حمله کوونکي چې دوه کسه وو دواړه د پولیسو له‌خوا وژل شوي، سیمه تصفیه او اوس وضعیت عادي دی.

د ښاغلي عبیدي په خبره په دغې پېښه کې ۳۶ محصلان او د دغه پوهنتون کار کوونکي او نهه پوليس چې د ځان ژغورنې هڅه‌یې کوله ټپیان شوي دي.

سرچینه وايي چې د پولیسو په همکارۍ سره له اوو سوو نه د زیاتو محصلانو او د نوموړي پوهنتون د کارکوونکو ژوند ژغورل شوی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا حمله غندلې او ویلي ېې دي چې په کابل کې د امریکا سفارت په‌ دې کار کوي چې د خپل ټول پرسونل درک معلوم کړي او وګوري چې ایا امریکایي اتباعو ته په دې حمله کې زیان رسېدلی؟

کابل کې د تېرې شپې حمله
کابل کې د تېرې شپې حمله

دا پر دې پوهنتون یا پر کارکوونکو یې په یوه میاشت کې دوهمه حمله ده.

څه باندې دوه اوونۍ مخکې د دې پوهنتون دوه استادان چې یو امریکایي او یو اسټرالیایي دی پوهنتون ته نېږدې وسله‌والو وتښتول چې تر اوسه‌یې برخلیک نه‌دی معلوم.

پخواني:

د کابل ښار شپږمه امنیتي حوزه کې پر افغان امریکايي پوهنتون وسله‌واله حمله شوې.

د راپورونو له مخې په یاده حمله کې یو محصل وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي.

له سیمې نه د ازادي راډیو خبریال وايي چې لومړی د یاد پوهنتون سره نېږدې چاودنه شوې وروسته په وسلو سمبالو وسله‌والو حمله کړې چې اوس هم روانه ده.

له یاد پوهنتون څخه څو تنو محصلینو رسنیو ته وویل چې د حملې پر مهال په یاد پوهنتون کې یو شمېر محصلین په زده‌کړه بوخت و.

ویل کېږي چې په یاده حمله کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

تر دا مهاله افغان امنیتي چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

تر اوسه د دې حملې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

افغان امریکايي پوهنتون په کابل کې یو له معتبرو خصوصي پوهنتونونو څخه دی چې ډېری استادان‌یې بهرنیان دي.

څو ورځې وړاندې د دغه پوهنتون دوه تنه استادان په کابل ښار کې د ناڅرګندو کسانو له‌خوا وتښتول شول.

لومړني معلومات

څو شېبې وړاندې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند دارالامان سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی.

عیني شاهدان وايي چې تر چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي.

تر اوسه امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG