د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

د کابل پر امریکايي پوهنتون برید پر غوره کسانو برید و


د کابل په امریکايي پوهنتون وروست برید بیاهم د یوشمېر لویدیځو ورځپانو په سرلیکو کې ځای لري.

فایننشیل تایمز خپلې وروستۍ ګڼې کې لیکلي طالبانو د افغانستان په هیلو او امیدونو برید وکړ.

ورځپاڼه وايي چې د کابل امريکايي پوهنتون چې لس کاله کېږي فعال دی، د افغانستان ځوانان او نجونې د حقوقو، سیاسي علومو، کمپیوټر ساینس، سوداګرۍ او نورو برخو کې ددې لپاره روزي چې د خپل جنګ ځپلي هېواد په رغونه کې برخه واخلي.

فایننشیل تایمز لیکي چې دغه پوهنتون دهغو رسېدلیو افغانانو لپاره چې په لویدیځ کې یې زده کړې کړي د یوه مقناطیس په څېر دی ترڅو خپل علم نورو سره شریک کړي، خو د ورځپاڼې په لیکنه په دریو اونیو کې په دغه پوهنتون باندې دوه بریدونو دافغانستان د حکومت کمزورتیا څرګنده کړه.

ورځپاڼه زیاتوي چې حتي په دغه پوهنتون تر برید مخکې هم د افغانستان د حکومت د مشرانو سیاسي سیالیو او د هېواد په بېلابېلو برخو کې بي امنیو د خلکو او په ځانګړې توګه ځوانانو ترمینځ ناهیلېتوب ته لمن وهلې او ګڼ شمېر ځوانان د خپلو شتمنیو په خرڅولو سره د اروپا په خطرناک سفر وتلي.

وال سټریټ ژونال:

وال سټریټ ژورنال هم خپلې وروستۍ ګڼې کې ددغه برید په هکله یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه خپل سرلیک کې وايي چې د کابل په امریکايي پوهنتون برید د افغانستان ترټولو منورواو غوره کسانو باندې برید وو.

وال سټریټ ژورنال لیکي چې په دغه برید کې دوه پرو فیسران ووژل شول چې یو يې نقیب خپلواک وو.

ښاغلي خپلواک مخکې دستنفورډ پوهنتون کې تدریس کاوه، په ۲۰۱۳ کال کې افغانستان ته ستون سو چې د هېواد نوی نسل د قانون د اهمیت او حاکمیت په برخو کې چې د افغانستان په ځینو سیمو کې کمزوري دي وروزي.

وال سټریټ ژورنال لیکي خپلواک د کابل په امریکايي پوهنتون د برید د ۱۶ قربانیانو څخه یو کس وو چې د شپې دتدریس یو ټولګي ته نوی داخل شوی وو او برید پیل شو.

ورځپاڼه د برید د نورو قربانیانو په هکله چې اکثر د بېلابېلو څانګو محصلین وو هم معلومات ورکوي.

وال سټریټ ژورنال لیکي چې دوی داسی کسان وو چې د هېواد او خپلو کورنیو د هیلو سترګې وراوښتې.

ورځپاڼه داهم وايي چې تراوسه کومې ډلې ددغه برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی خو په تېرو دغسې بریدونو به طالبانو او نورو یاغي ډلو سمدلاسه دخپل مالکیت مهر لګاوه.

خو څرګنده ده چې د افغانستان حکومت ددغه برید په هکله هم پاکستان ته ګوته ونیوله او جمهور رئیس اشرف غني وویل چې برید له پولې پورې غاړه تنظیم سوی وو.

افغان چارواکو په دې هکله پاکستاني چارواکو سره خبرې هم کړي دي او دخپلې ادعا دثبوت دلایل ورسپارلي دي.

XS
SM
MD
LG