د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

عامې روغتیا وزارت: د دارالامان پېښه کې ۳۰ تنه وژل شوي ۷۸ تنه ټپيان دي


کابل ښار نن بیا د دوو پرله‌پسې چاودنو شاهد وو.

دا چاودنې نن سې شنبه مازيګر د لسو دقیقو په فاصله کې د دارالامان پر سړک وشوې.

د کابل امنیتي مسؤلین تائیدوي چې په دې چاودنو کې مرګ ژوبله رامنځته شوې.

د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې امر احمد ولي صبوري ازادي راډیو ته وویل چې دواړه حملې انتحاري وې چې د ده په خبره د دوو موټرو په واسطه ترسره شوي.

ښاغلي صبوري وویل چې لومړۍ حمله د ملي امنیت د پنځم ریاست په دروازه کې شوې او دوهمه‌یې د افغانستان امریکایي پوهنتون ته نېږدې سیمه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"​موټرونه له چاودېدونکو موادو ډک وو یوه‌یې له کاسټر موټر سره چاودنه وکړه چې ان‌شاءالله تلفات نه‌لري، او دوهمه‌یې تلفات لري."​

نوموړي په اړه نور جزئیات ورنه‌کړل.

ولسمشرۍ ماڼې هم یادې انتحاري حملې غندلې.

په همدې حال کې د استقلال روغتون رئیس صابر نصیب ازادي راډیو ته وویل چې شل جسدونه او شپېته ټپیان له دې پېښې دې روغتون ته انتقال شوي دي.

خو ده څرګنده نه‌کړه چې په وژل شویو او ټپیانو کې څوک شامل دي.

استقلال روغتون د پېښې ځای ته نېږدې موقعیت لري، خو ګمان کېږي چې له پېښې یو شمېر وژل شوي او ټپیان نورو روغتونونو ته هم لېږدول شوي وي.

په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې په دې پېښه کې ډېر ملکي کسان وژل شوي او ټپیان دي.

صدیقي: د پېښې ډېر قربانیان ملکیان دي.
صدیقي: د پېښې ډېر قربانیان ملکیان دي.

صدیقي زیاته کړه:

"دوه ترورېستي حملې د دارالامان پر سړک د ملي شورا الحاقیې ته نېږدې شوي، لومړۍ حمله د یوه انتحاري کوونکي له‌خوا پر کاسټر ډوله موټر شوې چې ملکي کسان په‌کې سپاره وو، دې حملې له بده مرغه تلفات هم راړولي دي او دوهمه حمله د یوه موټر په واسطه شوې."

په عین حال کې انډپنډېنت بریتانوۍ ورځپانې ویلي چې نېږدې پنځوس تنه په دې دوو حملو کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت سلاکار خواجه قمرالدین صدیقي ازادي راډیو ته وویل جې په دغې پېښه کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۷۸ تنه ټپيان دي چې د ۷ تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د دې حملو مسؤلیت وسله‌والو طالبانو منلی دی.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې د حملو هدف د ملي امنیت کارکوونکي وو او دی ادعا کوي چې لسګونه تنه امنیتي ځواکونه په‌کې وژل شوي او ټپیان دي.

پخواني معلومات:

په کابل کې د استقلال روغتون مشر په دغه روغتون کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د پېښې له ځایه دوی ته ۲۰ مړي او تر ۶۰ زیات ټپيان ور وړل شوي دي.

پخواني معلومات

یوې باوري سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د کابل ښار دارالامان سیمه کې په نننۍ انتحاري حملو کې د اوومې امنیتي حوزې د ملي امنیت امر هم وژل شوی دی.

نوموړی زیاته کړه چې یادې انتحاري مرګ ژوبله هم لري چې ډېره برخه کې ملیکان دي.

پخوانی معلومات

د کابل ښار پولیسو د دارالامان سیمې چاودنې تائید کړې او وايي چې دغه چاودنې تلفات هم لري زیاته برخه یې ملکیان دي.

د کابل د اوومې امنیتي حوزې امر احمدولي صبوري ازادي راډیو ته وویل چې نن سې شنبې ماځيګر څلور بجې لومړۍ انتحاري حمله د ملي امنیت د پنځم ریاست په دروازه کې رامنځته شوه او لس دقیقې وروسته دوهمه حمله د افغان امریکايي پوهنتون دروازې ته نږدې رامنځته شوه.

صبوري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"​موټرونه له چاودېدونکو موادو ډک وو یوه یې له کاسټر موټر سره چاودنه وکړه چې ان شاءالله تلفات نه لري، او دوهمه یې تلفات لري."​

خو نوموړي د تلفاتو د دقیقو ارقامو په اړه جزئیات ورنه کړل.

د یادې حملو مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی، ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي ویلي چې یادې حملې یې د دارالامان په سیمه کې د ملي امنیت د پنځم ریاست پر کاسټر موټر کړي.

پخوانی معلومات:

د کابل امنیې قوماندانۍ یوه امنیتي سرچنیه وايي چې نن سې شنبې څلور بجې د کابل ښار د دارالامان په سیمه کې چاودنه شوې.

د کابل د اوومې امنیتي حوزې امر احمدولي صبوري ازادي راډيو ته وویل چې دغه موټر بم حملې یوه د ملي شورا د الحاقیه ودانۍ په دروازه او بله یې د لسو دقیقو په توپیر سره د افغانستان امریکايي پوهنتون ته نږدې رامنځته شوي دي.

یادې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودنې د ملي شورا ودانۍ ته مخامخ شوې دي.

دغه سرچینه وايي چې یادې چاودنې مرګ ژوبله هم لري تر دامهاله د دغه چاودنو هدف معلوم نه دی.

نور جزئیات وروسته ...

XS
SM
MD
LG