د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۸

سرچینه: د وژل شوې جرمنۍ او تښتول شوې فنلنډۍ مېرمنو پېښه ترورېستي ده


د افغان امنیتي ارګانونو یوه باوري سرچینه وايي چې کابل کې د یوې جرمنۍ مېرمنې د وژنې او د یوې فنلنډۍ ښځې د تښتولو پېښه جنايي نه، بلکې یو ترورېستي عمل دی.

دغې سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغې پېښې د مجرمینو د نیولو او د فنلنډۍ مېرمنې د خلاصون لپاره د دوی عملیات روان دي.

سرچینه زیاتوي چې تر اوسه دوی په څو ځایونو کې عملیات کړي، خو لاسته راوړنه‌یې نه‌درلوده او لا هم د نوموړې بهرنۍ مېرمنې د پیدا کولو په هدف عملیات روان دي.

د تېرې شنبې په شپه ناپېژنده وسله‎والو د کابل ښار په لوېدیځ دارالامان سیمه کې پر یو مېلمستون حمله وکړه یوه جرمنۍ مېرمن‌یې ووژله او د یوه افغان ساتونکي سر یې غوڅ کړ.

د دې تر څنګ برید کوونکو یوه بله فنلنډۍ مېرمنه ژوندۍ له ځانه سره وړې ده.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه‌‌دی منلی.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون له امنیتي ځواکونو غواړي چې د تښتول شوې مېرمنې د خلاصون او د تښتوونکو د موندنې برخه کې خپلې هڅې تېزې کړي.

د دغه کمېسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده ازادي راډیو ته وايي چې امنیتي ځواکونه باید په بشپړ توان سره څومره چې ژر کېدای شي تښتول شوې بهرنۍ مېرمن د تښتوونکو له منګولو ژوندۍ راخوشې کړي.

نوموړی وايي:

"امنیتي ارګانونه باید د تښتول شوې ښځې خلاصون ته جدي توجه وکړي، دوی باید داسې اقدامات وکړي چې تښتول شوې بهرنۍ مېرمن ژوندۍ راخوشې کړي."

دا لومړی ځل نه‎دی چې په کابل کې بهرنیان تښتول کېږي بلکې د تېر لمریز کال په اسد میاشت کې د افغان امریکايي پوهنتون دوه تنه استادان د کابل د دارالامان په سیمه کې داسې مهال وتښتول شول چې له پوهنتونه د خپل استوګنځي پر لور روان وو.

په همدې کال کې یوه هندۍ مېرمن هم اختطاف شوې وه چې بالاخره د امنیتي ځواکونو په هلو ځلو راخوشې شوه.

د چارو کارپوهان په افغانستان په ځانګړي ډول په کابل ښار کې پر بهرنیانو حملې د افغانستان په زیان بولي.

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان دا مهال په بهرنیو مرستو ولاړ دی او د مرستندویه مؤسسو پر کارکوونکو حملې به د دوی مرستې او همکارۍ زیانمنې کړي.

عارض: افغانستان دا مهال په بهرنیو مرستو ولاړ دی.
عارض: افغانستان دا مهال په بهرنیو مرستو ولاړ دی.

ښاغلي عارض زیاته کړه:

"هېواد اوس په بهرنیو مرستو باندې ولاړ دی، که دغه مرستندویان هدف وګرځي په رښتیا چې دا به د افغانستان په اقتصادي، پوځي او سیاسي ساحه کې ښې پایلې ونه‌لري."

ښاغلي عارض په افغانستان کې بهرنیو کارکوونکو ته سپارښتنه کوي چې د خپل امنیت د خوندیتوب لپاره د خپل کار او اوسېدنې د ځای په اړه له افغان امنیتي ارګانونو سره معلومات شریک کړي.

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې د کابل ښار د امنیت، د اوسېدونکو او په ځانګړي ډول د بهرنیو مرستندویه مؤسسو د کارکوونکو خوندیتوب‌یې مسؤلیت دی او په دې برخه کې هڅې کوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG