د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

هندۍ برمته شوې مېرمن د برمته کوونکو له منګولو راخلاصه شوه


د کابل امنیه قوماندانۍ مسؤلین وايي چې د یوې خیریه مؤسسې هغه هندي کارکوونکې‎يې د اختطاف چیانو له منګولو ازاده کړې چې یوه نیم میاشت وړاندې په کابل کې برمته شوې وه.

څلوېښت کلنه جودیت دسوزا د بشري حقونو هغه هندۍ کارکوونکي ده چې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې په کابل کې د نا معلومو وسله‎والو له لوري و تښتول شوه.

د کابل د امنیه قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې رئیس فریدون عبیدي د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي دغه هندۍ مېرمن د جمعې په ورځ د افغان ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د اختطاف چیانو له منګولو راخلاصه شوه.

که څه هم ښاغلي عبیدي په دې اړه زیات جزئیات ورنه‎کړل چې دسوزا چا برمته کړې وه او څنګه راخوشې شوه خو دا یې وویل چې د مېرمن دسوزا روغتیايي وضعیت سم دی او لاهم د دغې قضیې په اړه څېړنې روانې دي.

عبیدي: په یوه اقدام کې هندۍ مېرمن چې اختطاف شوې وه خوشې شوې.
عبیدي: په یوه اقدام کې هندۍ مېرمن چې اختطاف شوې وه خوشې شوې.

ښاغلی عبیدي دې ته په اشارې سره چې مېرمن دسوزا یې په کابل کې د هند سفارت ته سپارلې وايي:

"بلې پرون له غرمې وروسته د امنیتي قواوو په یوه اقدام کې هندۍ مېرمن چې اختطاف شوې وه خوشې شوې ده، هند سفارت ته مو سپارلې صحت‎یې ښه دی قضیه د څېړنو لاندې ده انشاالله د یوه مطبوعاتي کنفراس له لارې به نور جزئیات دوستانو ته ورسول شي."

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج بیا په خپلې ټویټر پاڼه کې د مېرمن دسوزا له خوشې کېدو هرکلی کړی دی.

جودیت دسوزا په کابل کې د آغا خان له مؤسسې سره کار کاوه چې د جون د میاشتې په نهمه نېټه د کابل د قلعه فتح‎الله د تایمني واټ په سیمه کې د نا معلومو وسله‎والو له لورې وتښتول شوه.

تر دې وړاندې په ننګرهار کې د کاټرين جېن وېلسن په نوم یوه اسټرلیايي مېرمن د نامعلومو وسله‎والو له لوري چې پوځي یونیفورم‎یې په تن وو برمته شوې وه.

په ورته وخت کې د ۲۰۱۵ کال د جون په میاشت کې هم نا معلومو وسله‎والو په کابل کې هالنډۍ مېرمن برمته کړې وه خو بیا وروسته د افغان ځواکونو په هڅو راخوشې شوه.

په کابل کې د بهرنیو اتباعو د لاډېر مصونیت لپاره موده وړاندې د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د بهرنیو مرستندویه مؤسسو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې د ځان د حفاظت لپاره باید ځانګړي محافظتي ساتونکي وګماري او د هغوی له موجودیت پرته په ښار کې تګ راتګ و نه‎کړي.

له دې ټولو سره سره د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې په افغانستان کې د بهرنیو اتباعو برمته نیونې سیاسي اړخ هم لري.

هاتف: وسله‎والې ډلې شته چې د نورو دلایلو تر څنګ د سیاسي لاملونو له کبله هندي وګړي برمته کوي.
هاتف: وسله‎والې ډلې شته چې د نورو دلایلو تر څنګ د سیاسي لاملونو له کبله هندي وګړي برمته کوي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد بشیر هاتف وايي:

"دا د افغانستان د حکومت او همداراز د افغانستان د حکومت د ملګرو هېوادونو دنده ده چې په دې هېواد کې د خارجي اتباعو د ساتنې لپاره تدابیر ونیسي او دلته د سیاسي سیالیو په پایله کې پوځي رقابتونه او دغه راز داسې پېښې رامنځته نه‎شي چې په افغانستان کې د خلکو په روهیې باندې منفي اغېز ولري."

ښاغلی هاتف وايي که څه هم د امنیت تأمینول د حکومت مسؤلیت دی خو تر هرڅه وړاندې باید په کور دننه د بهرنیو هېوادونو تر منځ د نیابتي منفي سیالیو مخه ونیسي ځکه چې د ځینو بهرنیو اتباعو برمته نیونې پر یو بل د سیاسي فشار د راوړلو په هدف هم ترسره کېږي.

ښاغلی هاتف وايي چې په افغانستان کې ډېری داسې وسله‎والې ډلې شته چې د نورو دلایلو تر څنګ په ځینو مواردو کې د سیاسي لاملونو له کبله د نورو بهرنیانو په ګډون هندي وګړي برمته کوي چې له هغې ډلې یوه‎یې د لشکر طیبه وسله‎واله ډله ده چې اصلي مرکز یې په پاکستان کې دی.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG