د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

ننګرهار: د بهرنۍ مېرمنې د تښتونې په تور ۴ مشکوک کسان نیول شوي


د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، په دې ولایت کې یې د یوې اسټراليايي مېرمنې د تښتونې په تور څلور مشکوک کسان نیولې.

د کاټرين جېن ويلسن په نوم یو اسټرالیايي مېرمن د پنجشنبې په سهار وختي په جلال اباد کې د داسې ناڅرګندو وسله الو لخوا چې د افغان امنیتي ځواکونو یونیفورم یې په تن و وتښتول شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وویل ممکن دا پلان شوې پېښه ووسي او ځینې شواهد په لاس ورغلي چې ددې مېرمنې د تښتونې په پېښه کې د هماغې د سیمه ییز دفتر کارکوونکي ښکېل ووسي.

هغه زیاته کړه:

"موږ ځيني شواهد تر لاسه کړي چې د دې مېرمنې په تښتوونه کې د همدې دفتر کارکوونکي لاس ولري ځکه کله چې دا مېرمن په پوځي یونیفورم کې ناڅرګند وسله وال له ځانه سره بیايي په همدې وخت کې نورې مېرمنې هم دلته موجودې وې خو اوس د دې نیول شوېو کسانو نه پلټنې روانې دي او تمه ده چې ډېر ژر به دغه مېرمن پيدا او خپل هېواد ته وسپارل شي. "

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر لخوا په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې دغې بهرنۍ مېرمنې ننګرهار ته د سفر پر مهال هیڅ یوه امنيتي اداره نه وه خبره کړې .

که څه هم تر اوسه د دې مېرمنې اصلي اداره نه ده معلومه خو ویل کېږي چې د "زردوزي" په برخه کې یې د مېرمنو لپاره یو شمېر پروژې پلې کړې وې.

د اسټراليا چارواکي وايي، دوى په دې باور دي چې يو تبعه يې په افغانستان کې تښتول شوى دی.

د اسټراليا د بهرنيو چارو وزيرې جولي بيشپ نن خبريالانو ته وويل، حکومت يې له افغان چارواکو سره کار کوي چې معلومه کړي څه پېښ شوي دي.

خو د بيشپ په وينا، افغان چارواکي فکر کوي چې کاټرين جېن ويلسن به تښتول شوې وي.

نوموړي ویلي چې د ویلسن له کورنۍ سره په تماس کې ده اوهڅه کوي چې دم ګړۍ له تښتونکو سره د نوموړې خوندیتوب باوري کړي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، د اسټرالیا حکومت پالیسي داده چې هیڅ کله انسان تښتونکو ته باج نه ورکوي.

د ویلسن ۹۱ کلن پلار رسنیو ته ویلي چې لور یې له۲۰ کلونو راهیسې په سیمه کې د بشري مرستو په برخه کې کار کوه او له تښتونکو یې هیله کړې چې خوشې یې کړي.

نوموړې ویلي چې د خپلې لور د برخلیک په اړه سخت اندېښمن دی:

"تاسو ناسم کار کوئ، دا به له تاسو سره مرسته ونه کړي، که چېرې داسې ګومان کوئ چې "زما د لور په تښتونې" مو سم کار کړی نو تېروتنه کوئ."

تر اوسه پورې کوم ډلې د دې اسټرالیايي مېرمنې د تښتونې مسؤلیت نه دی منلی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د تښتونې پېښې زیاتې شوي دي.

تر دې وړاندې د ۲۰۱۵ میلادي کال په جون میاشت کې یوه هالنډۍ مېرمن په کابلکې د مخ پټو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوې وه چې بېرته د افغان ځواکونو په هڅو راخوشې شول.

عام افغانان وايي، په دې تښتونو تر ډېره لویېم او وړې جنایتکار ډلې لاس لري.

XS
SM
MD
LG