د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

په افغانستان کې برمته شوې هالنډۍ مېرمن بېرته خوشې شوه


يوه هالنډۍ خيريه کارکوونکې چې نامعلومو وسله والو په افغانستان کې برمته کړې وه؛ خوشې کړاى شوه.

د هالنډ هېواد خيريه کارکوونکې "انيا دي بير" چې د جون مياشې پر ٢٢مه په کابل کې تښتول شوې وه؛ د پنج شنبې په ورځ خوشې شوه.

د هالنډ د بهرنيو چارو وزير "برت کوينډرس" په يوه بيان کې وويل چې دغه هالنډۍ خيريه کارکوونکې خوشې شوې او په کابل کې د هالنډ په سفارت کې ده او وضعيت يې هم ښه دى.

ده ويلي، خوشحاله دى چې دغه هالنډۍ ښځه تر ٨١ ورځنۍ برمتې وروسته روغه رمټه خوشې شوې ده.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه هالنډۍ ښځه د چا له خوا تښتول شوې وه؛ د هالنډ د بهرنيو چارو وزارت هم په دې اړه جزئيات نه دي ورکړي. کومې ډلې هم د دې تښتونې مسووليت نه دى منلى.

د فرانسې خبري اژانس ليکي چې انيا دي بير يوه تجربه کاره خيريه کارکوونکې ده چې تر ١٥ کلونو زياته موده يې د ملګرو ملتونو اړوندو سازمانونو سره کار کړى او له څو کلونو راهيسې په کابل کې په کار بوخته وه.

اژانس ليکي چې هغې دا مهال د سويس هېواد له يوې اړوندې غيردولتي موسسې سره کار کاوه چې په رڼا ورځ په کابل کې وتښتول شوه.

هغې د هالنډ رسنيو ته د پنج شنبې په ورځ د ټليفون له لارې وويل چې اختطاف کوونکو ښه چلند ورسره کاوه؛ خواړه او اوبه يې ورکولې.

د فرانسې خبري اژانس ليکي، په افغانستان کې د وروستيو کلونو په ناکراريو کې د مرستندويو ادارو کارکوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

اژانس د "سيف دي چلډرن" موسسې د پنځو کارکوونکو مسالې ته اشاره کړې، چې په ارزګان کې يې کار کاوه او په اپرېل مياشته کې تر تښتونې څو ورځې وروسته يې مړي وموندل شول.

تېره مياشت په کابل کې يوه جرمنۍ ښځينه خيريه کارکوونکې هم وتښتول شوه.

د فرانسې خبري اژانس په باور دغه پېښې په جګړه ځپلي افغانستان کې د بشري کارکوونکو پر وړاندې د پرتو خطرونو زياتوالى ښيي.

XS
SM
MD
LG