د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

د تښتول شوې هالنډۍ ښځې د خلاصون لپاره جدي هڅې پيل شوي


د کابل امنیه قومندانۍ وايي چې د تښتول شوې هالنډۍ ښځې د خلاصونه لپاره یې جدي هلې ځلې پيل کړي دي.

امنیه قوماندان عبدالرحمن رحیمي وايي، ازادي راډیو ته تاییده کړه چې انجا دي بیر د دوشنبې په ورځ په کابل کې د نامعلومو کسانوله خوا اختطاف شوې ده.

بلاخره د کابل امنیه قومندانۍ تاییده کړه چې د دوشنبې په ورځ کابل کې نامعلومو وسله والو کسانو یوه هالنډۍ ښځه اختطاف کړې ده .

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د اختطاف شوې میرمن د خلاصونه لپاره یې کشفي، استخباراتي او پراتیفي جدي هلې ځلې پیل کړې دي:

((موږته موټرچلونکو اطلاع راکړې ده چې هغه اختطاف شوې ده، د لټون لپاره یې جدي عملیات پیل شوي، کله چې یوې پایلې ته ورسیږو، له تاسې سره به معلومات شریک کړو، موږ خپل استخباراتي، کشفي او پراتیفي عملیات پیل کړي دي.))

د راپورونو له مخې انجا دی بیر له تیرو دیارلسو کالوراهیسې په افغانستان کې د مرستې رسولو په مختلفو برخو کې کارکاوه او له یوه کال راهیسې د یوې سویسې خیریه موسسې د عملیاتو مشره وه.

که څه هم امنیتي چارواکي په دې اړه زیات معلومات نه ورکوي، خو ویل کیږي چې نوموړې د کابل له هغې برخې تښتول شوې چې بهرنیان په کې ډیرتګ راتګ کوي.

تر اوسه چا د دې اختطاف مسوولیت نه دی منلی.

دا په افغانستان کې د اختطاف لومړۍ پېښه نه ده، له دې وړاندې هم د افغانانو په ګډون یو شمېر بهرنیان د اختطاف شوي دي.

د راپورونو له مخې په کابل کې له بېلابېلو وسله ډلو سربېره یو شمېرمافیايي بانډونه هم فعال دي چې ترډېره انسانان د پیسو لپاره اختطاف کوي.

د امنیتي چارو کارپوهان وايي، حکومت مسوولیت لري چې د افغانانو په ګډون د ټولو هغو بهرنیو اتباعو چې په افغانستان کې اوسیږي امنیت خوندي کړي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیرفقیرمحمد فقیر وايي، د اختطاف شوې میرمن د خلاصونه لپاره باید حکومت له احتیاطه کار واخلي، څو د هغې ژوند له خطر سره مخ نه شي:

((ترهغې چې یو پیاوړی حکومت رامنځته نه شي، نه به موږ د بهرنیو مرستندویه موسسو د کارکونکو امنیت خوند کړای شو او نه به هم د افغانانو، که حکومت کشفي ادارې پیاوړې نه کړي دا ډول واقعات نورهم رامنځ ته کېدای شي.))

د چاروکارپوهان سپارښتنه کوي حکومت دې هغه کسان پیدا او په نښه کړي چې انسانان تښتوي او د دې چارې لپاره دې باید خپل استخباراتي او کشفي ارګانونه پياوړی کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG