د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

افغان حکومت د روسیې له دې هڅې چې طالبان سولې ته رابولي هرکلی وکړ


افغان حکومت وايي چې د مسکو د موقف هرکلی کوي چې هڅې کوي وسله‌وال طالبان له جګړې لاس واخلي.

روسي چارواکو یو ځل بیا هڅې کړي چې وښيي مسکو په افغانستان کې له طالبانو سره د وسلو مرستې نه‌دي کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزير سرګي لاوروف امريکا ته د سفر پر مهال وويل چې د روسیې او طالبانو د تماسونو هدف دا دی چې دغه ډله له جګړې لاس واخلي او د افغانستان د سياسي پروسې برخه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وياند شکيب مستغني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وويل چې د مسکو د دې دريځ هرکلی کوي.

شکیب مستغني.
شکیب مستغني.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان جمهوري اسلامي دولت د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د روسي فدراسیون د هغه دريځ هرکلی کوي چې هدف‌يې په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات ټينګول دی او له طالبانو يې غوښتي چې د تلپاتې سولې او ثبات او په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکي ايښودلو لپاره خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، له ترورېستي ډلو سره خپل روابط قطع کړي او د سولې خبرو ته حاضر شي."

يو شمېر امریکايي چارواکو پر روسيې تور پورې کړی چې په افغانستان کې طالبانو ته وسلې ورکوي.

جنرال سکاپاروتي: د طالبانو تر منځ د روسیې نفوذ زیات شوی

نذیر احمدزی: طالبانو سره د روسیې د پوځي همکارۍ په اړه کره شواهد لرو

سنګری: د ارزګان روانه جګړه کې روسي جنرالان ښکېل دي

د امریکا دفاع وزير جېمز مټېس ويلي چې له دې کبله اندېښمن دی.

په هلمند او ارزګان ولایتونو کې یو شمېر ځايي چارواکي د امریکايي چارواکو اندېښنه تائيدوي او وايي چې د روسيې له‌خوا طالبانو د وسلو ورکولو شاهد دي.

د هلمند ولایت د کجکي ولسوال عبدالرازق اخندزاده په دې وروستیو کې ويلي چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو په ليکو کې روسي سلاکاران لیدل شوي دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د دې ادعا په اړه به څېړنې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزير سرګي لاوروف د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته وويل، له طالبانو سره د ده د هېواد له‌خوا د وسلو د مرستې خبره بې‌بنسټه ده.

سرګي لاوروف.
سرګي لاوروف.

لاوروف زياته کړه:

"موږ له طالبانو سره کار کوو چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د افغانستان د حکومت له‌خوا وړانديز شوې پرېکړه عملي کړو، هغه وړانديز چې په‌کې راغلي، طالبان دې د سیاسي پروسې برخه شي، د افغانستان اساسي قانون دې ومني، له تاوتریخوالي دې لاس واخلي او له ترورېزم سره دې تړاو نه‌لري."

د کابل پوهنتون استاد نجيب محمود وايي چې روسیه هغه مهال کولای شي د افغانستان په اړه اغېزمن رول ولوبوي چې نړيواله اجماع موجوده وي.

ښاغلي محمود په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

"زه په دې باور یم چې روسيه په هغه صورت کې کولای شي د افغانستان په مسايلو کې بريالۍ شي چې نړیواله اجماع په ځانګړې توګه ناټو او په ټوله کې هغه هېوادونه لکه امريکا، چين، هند او پاکستان یوې موافقې ته رسېدلي وي، له هغه پرته ډېری هېوادونو د افغانستان د سولې په اړه هڅې کړي دي خو تر اوسه دغو غونډو هېڅ مثبته نتيجه نه‌ده ورکړې."

مسکو شااوخوا يوه مياشت مخکې د افغانستان په اړه د درېيمې غونډې کوربه وو.

افغان حکومت په دې غونډه کې د ګډون لپاره د ټيټې کچې يو هيئت روسیې ته لېږلی وو.

روسیې په دغې غونډه کې د ګډون لپاره امريکا ته هم بلنه ورکړې وه خو امریکا ګډون ونه‌کړ.

XS
SM
MD
LG