د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

روسیې وزیرستان کې طالبانو سره د لیدنې په اړه راپورونه رد کړه


روسیې هغه راپورونه رد کړي چې ګوندې د دې هېواد یوه هیئت په شمالي وزیرستان کې د طالبانو د روزنیزو کمپونو څخه لیدنه کړې خو شمالي وزیرستان ته یې د خپل هیئت سفر تائید کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په رسنیو کې خپاره شوي هغه راپورونه رد کړي چې وايي په دې وروستیو کې یو روسي هیئت په شمالي وزیرستان کې د طالبانو د روزنې کمپونو لیدلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په حواله د روسیې ټاس خبري اژانس ویلي، «یو روسي هیئت چې د روسیې د پوځ د لوی درستیز مرستیال جنرال استراکوف یې مشري کوله په دې وروستیو کې د لوی درستیزانو تر منځ د سلامشور د یو بل پړاو لپاره د پاکستان راولپینډۍ ته تللی و.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د دې روسي هیئت لپاره پاکستاني لوري په پاکستان کې د امنیتي وضعیت په اړه یو پرزینټیشن ترتیب کړی چې په ترڅ کې یې روسي هیئت ته په وزیرستان کې ضرب عضب پوځي عملیاتو د نتایجو په اړه هم معلومات ورکړل شول او په دې هدف دا روسیې هیئت د شمالي وزیرستان مرکز میران شاه چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا له ترهګرو ازاد شوی وروستل شوي وو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبر پاڼه وايي، په میران شا کې یې پوځي هیئت د دې ښار هغه سیمې چې له ترهګرو پاکې شوي لیدلي دي.

روسیه له طالبانو سره اړیکې لرل نه ردوي، خو تر اوسه پورې دا نه مني چې ګوندې دا هېواد له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.

افغان طالبان.
افغان طالبان.

روسیه په داسې حال کې شمالي وزیرستان ته د خپل پوځي هیئت سفر تائیدوي او د طالبانو د روزنې د مرکزونه لیدنه ردوي چې افغان حکومت او امریکايي چارواکي باور لري د حقاني شبکې په شمول د افغان طالبانو د روزنې مرکزونه په شمالي وزیرستان کې پراته دي.

یو شمېر امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې د روسیې او طالبانو د پراخېدونکو اړیکو په اړه اندېښنه ښودلې.

جنرال سکاپاروتي: د طالبانو ترمنځ د روسیې نفوذ زیات شوی

دا په داسې حال ده چې د پکتیا یو شمېر وکیلان وایي په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې روسي جنرالان له طالبانو سره لیدل شوي دي.

د پکتیا استازي: روسي افسران وزیرستان کې طالبانو سره لیدل شوي

د پکتیا د ولایتي شورا وکیل تاج محمد منګل ازادي راډیو ته وویل چې کره شواهد یې ترلاسه کړي چې روسي پوځي افسران په سیمه کې لیدل شوي دي.

وزیرستان کې د وسله والو مخالفینو یو مرکز.
وزیرستان کې د وسله والو مخالفینو یو مرکز.

د ډیورند پورې غاړه په دغو قبایلي سیمو کې د مشکوکو ترورېستانو مرکزونه دي چې اسلام‌اباد وایي، د ترهګرو اکثر مرکزونه د ضرب عضب د عملیاتو په ترڅ کې چې په ۲۰۱۴ کال کې پیل شول له‌منځه تللي دي، خو کابل پر دې ادعا شک کوي او وايي په سیمه کې د هغو ترهګرو پر ضد چې افغانستان کې فعالیت کوي اقدامات نه دي شوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپلې تازه اعلامیې کې ویلي چې له پاکستان سره به د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG