د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

د پکتیا استازي: روسي افسران وزیرستان کې طالبانو سره لیدل شوي


د پکتیا یو شمېر وکیلان وایي چې په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې روسي جنرالان له طالبانو سره لیدل شوي دي.

دوی وایي چې روسي افسران د پولې پورې غاړه لیدل شوي دي چې له طالبانو سره ګرځي.

د ډیورند پورې غاړه په دغو قبایلي سیمو کې د مشکوکو ترورېستانو مرکزونه دي چې اسلام‌اباد وایي، د ترهګرو اکثر مرکزونه د ضرب عضب د عملیاتو په ترڅ کې چې په ۲۰۱۴ کال کې پیل شول له‌منځه تللي دي، خو کابل پر دې ادعا شک کوي.

د پکتیا د ولایتي شورا وکیل تاج محمد منګل ازادي راډیو ته وویل چې کره شواهد یې ترلاسه کړي چې روسي پوځي افسران په سیمه کې لیدل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د شمالي وزيرستان او د مېرانشاه په سيمو کې روسي جنرالان د پاکستان د پوځيانو سره يوځای دوی غواړي دلته تأسيسات جوړ کړي او د خپل جنګ لمنه له دې ځای څخه پيل کړي او هغه اوږد مهالي هدفونه چې دوی يې لري هغوی ته ځان ورسوي."

د پاکستان پوځ تېره پنجشنبه د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته د روسیې د وسله‌والو ځواکونو د مرستیال لوی درستیز ازراکوف سرګي یوري یوویچ په مشرۍ د روسيې د پوځي پلاوي د تګ خبر ورکړ.

خو یوه ورځ وروسته تر دې په بروکسل کې د ناټو لپاره د روسیې استازي الکساندر ګروشکو هغه اندېښنې رد کړې چې روسیه له طالبانو سره مرستې کوي.

ګروشکو وویل چې له طالبانو سره‌یې اړیکې د سولې او د روسیې د اتباعو د امنیت په خاطر دي، نوموړي دا خبره هم وکړه چې د کابل حکومت په خپلې هرې هڅې کې شریکوو.

ګروشکو: روسیه افغان طالبان د سولې بهیر کې شاملېدو ته هڅوي

د ګروشکو تر خبرو څو ساعته مخکې په لندن کې د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس په افغانستان کې د روسیې هڅو او له طالبانو سره د روسانو اړیکو ته اندېښنه څرګنده کړه.

جیمز متېس.
جیمز متېس.

ښاغلي متېس زیاته کړه:

"موږ په افغانستان کې د طالبانو په ارتباط د روسانو د هڅو شاهدان یو، زه په دې وخت کې نه‌غواړم چې دا ووایم چې د دوی تر منځ خبره د وسلو ورکړې او داسې نورو شیانو ته رسېدلې ده که نه‌ده؟ خو یقیناً د دوی د نورو فعالیتونو په رڼا کې په افغانستان کې زموږ د اندېښنې سبب شوې دي."

د پکتیا د ولایتي شورا یو شمېر غړي په دې باور دي چې روسان غواړي په افغانستان کې له امریکایانو خپل غچ واخلي، د پکتیا د ولایتي شورا غړي محمد ایوب غروال قبایلي سیمو ته د روسي افسرانو د سفرونو په اړه وویل:

"اوس چې روسانو د خپل دېرش پنځه دېرش کلن تاريخ کومې ماتې له لويې پکتيا يا افغانستان او لوی افغانستان څخه خوړلې هغوی غواړي چې خپل غچ همدلته واخلي."

د نوموړي په خبره، پاکستان غواړي خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره همدغه جغرافيه وکاروي، يو ځل بيا ايوب غروال وویل:

"نن بيا هم پاکستان د خپلو شومو اهدافو لپاره غواړي چې همدغه جغرافيه د لويې پکتيا له لارې څخه چې په تېر کې يې د امريکا په ګټه استعمال کړه نن د روسانو لپاره په ګټه استعمالوي."

غروال زياتوي د ډیورند له کرښې سره نېږدې د ليدل شويو روسي جنرالانو د معلوماتو په پلټنه اخته دي.

خو په سوېل ختيځ زون کې د ۵۰۳ سپين‌غر زون قوماندان اسدالله شېرزاد وایي چې دی د خپلو امنيتي او کشفي ارګانونو د معلوماتو پر بنسټ دومره وايي چې سره رنګه انسانان د ډیورند کرښې پورې غاړه ليدل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د روسي قوتونو تهديدات، اقتصادي کمکونه او د وسلو کمکونه له طالبانو سره زه نه‌ردوم ممکن وي ولې د پاکستاني جنرالانو، کرنلانو راتګ او رهنمايي د افغانستان مخالفو وسله‌والو ته دا تائيدوم چې شته، خو دا په اطمینان وايم چې موږ يې په مقابل کې ولاړ يو او بله خبره دا چې د دوی په جبهو او روزنيزو کمپونو کې ځيني سره پوستي انسانان ليدل شوي خو دا معلومه نه‌ده چې دا د روسيې دي که د کوم بل هېواد."

د سیاسي چارو ځیني کتونکي هم په افغانستان کې د روسانو هلو ځلو ته اندېښنه څرګندوي.

نصرالله ستانکزی.
نصرالله ستانکزی.

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصر الله ستانکزی وایي:

"په دې کې شک نه‌شته چې په تېرو دوو کلونو کې د روسیې ارتباطات او هلې ځلې د افغانستان په اړه زیات شوي، زما باور دا دی چې امریکایي پوځیان په ستراتیژیک لحاظ دا خطر احساسوي او دا خطر د دې لپاره دی چې امریکایان وېرېږي چې دا جګړه لاپسې سریع نه‌شي او اوږده نه‌شي او لا وسیع نه‌شي."

روسیې په تېرو نېږدې درېیو میاشتو کې د افغانستان لپاره په مسکو کې دوه غونډې جوړې کړي چې په لومړي یوه کې یې افغان پلاوي ګډون ونه‌کړ او په دوهمې کې یې د بهرنیو چارو د وزارت یوه ټیټ رتبه مسؤل برخه واخیسته.

ټاکل شوې ده چې د اپرېل په څوارلسمه په مسکو کې د افغانستان لپاره درېیمه غونډه جوړه شي، په دې غونډه کې د کوربه هېواد په ګډون دولس هېوادونو ته بلنه ورکړل شوې ده چې امریکا په‌کې له ګډونه ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG