د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

ګروشکو: روسیه افغان طالبان د سولې بهیر کې شاملېدو ته هڅوي


په ناټو کې د روسیې سفیر وايي، دوی له افغان طالبانو سره اړیکې یوازې ددې لپاره لري چې دا ډله په افغانستان کې د سولې په بهیر کې شاملېدو ته وهڅوي.

الکساندر ګروشکو هغه اندېښنې رد کړې چې ګوندې روسیه له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي او دې ډلې ته اکمالات برابروي.

نوموړي وویل له افغان طالبانو سره یې اړیکې د سولې او همدارنګه د روسي اتباعو د امنیت په هدف دي.

په ناټو کې د روسیې سفیر ښاغلي ګروشکو وویل:

«هغه سلامشورې چې موږ یې ترسره کوو او کوم کار چې کوو په کې د افغانستان مرکزي حکومت شریک دی.»

تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزیر جیمز متېس په افغانستان کې د روسیې د فعالیتونو او د وسله والو طالبانو سره د دې هېواد په راشه درشه اندېښنه ښودلې وه.

جیمز متېس د جمعې په ورځ په لندن کې یوې خبرې غونډې ته وویل:

جیمز متېس.
جیمز متېس.

"موږ په افغانستان کې د طالبانو په اړه د روسیې د فعالیت شاهدان یوو، زه په دې وخت کې دا ویل نه غواړم چې ایا د دوی ترمنځ خبره د وسلو ورکولو ته رسېدلې یا داسې نورې شیان، خو یقیناً د دوی د نورو فعالیتونو په رڼا کې په افغانستان کې د دوی فعالیتونه زموږ د اندېښنې سبب دي."

د امریکا د دفاع وزیر تر دې څرګندونو مخکې د مارچ پر ۲۳ مه نېټه په اروپا کې د ناټو قوماندان جنرال کورتیز سکاپاروټي د امریکا سنا د وسله والو خدمتونو کمېټې ته ویلي وو پر طالبانو د اغیز لپاره یې په افغانستان کې د روسیې د زیاتېدونکو هڅو شواهد لیدلي دي او امکان لري چې دا هېواد به طالبانو ته اکمالات هم ورکړي وي.

پر امریکايي چارواکو سربېره د افغان دولت ځینې چارواکو هم د روسیې او طالبانو ترمنځ په اړیکو اندېښنه ښودلې.

تېره اوونۍ د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمد احمدزي ازادي راډیو ته وویل، دوی د مخالفو وسله والو سره د روسیې د وسلو د موجودیت په اړه شواهد ترلاسه کړي او د افغان حکومت چارواکي یې له دې مسئلې خبر کړي دي.

خو په ناټو کې د روسیې سفیر وايي، هېواد یې طالبانو ته هېڅ ډول مرستې نه برابروي.

تر ده مخکې د دوشنبې په ورځ د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف هم دا خبره چې ګونده روسیه وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي رد کړې وه.

نوموړي ویلي وو روسیه هېڅ کله هغو ډلو ته وسلې نه ورکوي چې ملګرو ملتونو د ترهګرو ډلو په توګه پېژندلي دي.

نوموړي ویلي د روسیې حکومت پالیسي داده چې د طالبانو په شمول له هېڅ ترهګرې ډلې سره مرسته نه کوي.

XS
SM
MD
LG