د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

افغان حکومت: د مسکو راتلونکي غونډه کې طالبان نه رابلل کېږي


وروسته ترهغې چې په دې اړه راپورونه خپاره شول چې ګوندې پاکستان هڅه کوي چې طالبان د مسکو په ناسته کې د ګډون لپاره وهڅوي، افغان چارواکي وايي چې دغه ناسته د دولتونو په کچه ده او طالبانو ته په کې بلنه نه ورکول کېږي.

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ازادي راډیو ته وویل چې روسیه او افغانستان په دغه ناسته کې د یو شمېر نورو هېوادونو په حضور کې د افغانستان د سولې او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر موضوغ بحث کوي.

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر
د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر

ښاغلي اتمر زیاته کړه:

"په هغه ناسته کې چې اپریل میاشت کې په مسکو کې جوړېږي او په کې ۱۲ هېوادونو ته بلنه ورکړل شوې طالبانو ته په کې بلنه نه‎ده ورکړل شوې. دا مهمه ناسته د دولتونو ترمنځ ده او دولتونه د یادو شرایطو او د سولې په اړه د روسیې او افغانستان د ګډ دریځ په اړه بحث کوي."

دا په داسې حال کې ده چې اسوشیټېډ پریس خبري اژانس د یو شمېر طالبانو له قوله راپور ورکړی چې پاکستاني چارواکي هڅه کوي څو طالبان د مسکو ناسته کې د ګډون لپاره وهڅوي.

د یادې سرچینې په وینا اسلام‎اباد له دې امله تر نړیوال فشار لاندې دی چې هغه طالبان کوم چې په نوموړي هېواد کې مرکزونه لري سولې ته اړ باسي.

اسوشیټېډ پریس دغه شان د دوو طالب چارواکو په حواله چې نه یې دي غوښتي نومونه یې واخېستل شي ویلي، که د مسکو ناسته کې ګډون وکړي خپلې غوښتنې به مطرح کړي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې دا شان راپورونه ناسم وګڼل او رد یې کړل.

افغان چارواکو ویلي چې مسکو کې ناسته د افغانستان د سولې په اړه او دغه شان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په هدف د راتلونکې میلادي میاشتې په نیمايي کې جوړېږي.

په دغه ناسته کې به د روسیې، افغانستان، چین، پاکستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون ۱۲ هېوادونه ګډون وکړي.

روسي چارواکو ویلي چې په دغه غونډه کې یې امریکا ته هم بلنه ورکړې خو لا تر اوسه روښانه نه‎ده چې امریکايي چارواکي به په دغه ناسته کې ګډون وکړي او که نه؟

په تېرو دوو میاشتو کې روسیه د افغانستان په اړه د دوو نورو ناستو کوربنه هم وه چې په لومړۍ هغه کې یې افغانستان ته بلنه نه وه ورکړل شوې او د دغه هېواد له تُند غبرګون سره مخ شوه.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه حاجي محمد داوود وايي، پاکستان مخکې تردې چې د امریکا نوی حکومت د افغانستان په وړاندې خپله پالیسي اعلان کړي په دا شان کړنو سره غواړي وښيي چې په افغانستان کې د سولې پلوي دی.

سیاسي چارو کارپوه حاجي محمد داوود
سیاسي چارو کارپوه حاجي محمد داوود

نوموړی وايي:

"پاکستانیان غواړي نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول امریکا ته وښيي چې په ټوله کې د افغانستان د سولې پلویان دي او غواړي چې طالبان د سولې خبرو ته کښینوي، یعنې په یو ډول اعتبار تر لاسه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د تېرې اوونۍ په وروستیو ورځو کې د افغانستان، پاکستان او برېتانیا په درې اړخېزه غونډه کې ترګډون وروسته مسکو ته ولاړ.

ښاغلي اتمر د روسیې د بهرنیو چارو له وزیرسره تر کتنې وروسته وویل چې افغانستان مسکو خپل سیمه ییز ملاتړی ګڼي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې همکارۍ ارزښمنې ګڼي.

خو ولیدل شي چې روسیه د یو پیاوړي هېواد په توګه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان د سولې برخه کې څرنګه رول لوبوي او یا د خپلو اړیکو او نفوذ نه په ګټې اخېستنې سره به طالبان د افغان حکومت سره د خبرو میز ته کښینوي که څنګه؟

XS
SM
MD
LG