د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

احمدزی: مسکو غونډه کې طالبانو ته بلنه ورکول دې ډلې ته مشروعیت ورکول دي


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، که د روسیې لخوا مسکو غونډه کې طالبانو ته بلنه ورکړل شي دا يو ډول مداخله او دغې ډلې ته مشروعیت ورکول دي.

د یاد پلاوي يو غړی وايي، د روسیې په ناسته کې د وسله والو طالبانو د استازو ګډون ته هېڅ اړتیا نه لېدل کېږي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزي د چهارشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

نذیر احمدزی.
نذیر احمدزی.

"دا د افغانستان په چارو کې مداخله ده، دا خو د مقابل لورې نه د قوت جوړول او هغه ته مشروعیت ورکول دي چې زموږ سره خبرو ته کېنې دا زه د ولسي جرګې له لورې ردوم او هېڅ کله به اجازه ورنه کړو چې افغان حکومت په داشان غونډو کې ګډون وکړي."

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د قطر په دفتر کې د طالبانو د ډلې يوه غړي ازادي راډیو ته ویلي چې روسيې له دوی څخه په دغه ناسته کې چې دولس هېوادونه به پکې برخه اخلي د ګډون غوښته کړې او د دغه ډلې د ګډون يا نه ګډون په اړه په قطر او کوټه کې خبرې روانې دي.

په دې اړه لا د افغانستان او روسیې حکومتونو تازهه څه نه دي ویلي.

خو نېږدې یوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ازادي راډیو ته ویلي و چې، د مسکو ناسته د دولتونو ترمنځ ده او طالبانو ته په کې بلنه نه ده ورکړل شوې.

افغان حکومت: د مسکو راتلونکي غونډه کې طالبان نه رابلل کېږي

همدارنګه د روسیې انټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړی چې امریکا په دغه ناسته کې د ګډون لپاره د روسیې بلنه رد کړې ده.

په داسې حال کې چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند تواب غورځنګ ازادي راډیو ته ویلي چې افغانستان په دغه ناسته کې ګډون کوي، خو له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني څرګنده کړې چې په دغه غونډه کې د ګډون او یا نه ګډون په اړې خبرې روانې دي.

د مسکو په ناسته کې چې ټاکل شوې د اپرېل د میاشتې په ۱۴ نېټه جوړه شي، د افغانستان په ګډون، روسیه، چین، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه ګډون کوي.

له دې درې میاشتې وړاندې روسیې د افغانستان په ګډون د سیمې د هېوادونو ترمنځ يوه شپږ اړخیزه او يوه درې اړخیزه ناسته د پاکستان او چین سره ترسره کړي چې یوې ته یې افغان حکومت نه وو بلل شوی.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو يو شمېر کارپوهان وايي، که چېرې په دا شان ناستو کې طالبانو ته د افغانستان سره په همغږۍ او مشورې بلنه ورکړل شي نو د ستونزو په هواري کې مرستندویه ثابېتدای شي.

له دې ډلې داود راوش ازادي راډیو ته وویل چې دا باید لومړی روښانه شي چې په دغه ناسته کې دې ډلې ته په کوم نوم بلنه ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا يوه اوږدمهاله لانجه ده، ښه ده چې د خبرو اترو له لارې حل شي، دا خبرې اترې کېدای شي د سیمې او یا هم د نړۍ په کچه وي، ښه خبره ده چې د افغانستان حکومت په کې ګډون وکړي او که طالبان په دغو مذاکراتو کې ګډون کوي باید د افغانستان مشروع حکومت مشورې سره سم وي."

خو دا چې د طالبانو په حضور کې په دغه ناسته کې به افغان حکومت ګډون وکړي او کنه دا لا نه ده معلومه.

خو د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر وايي چې افغانستان باید د يوې فعالې ډيپلوماسۍ په لرلو سره په ټولو هغو ناستو کې چې د افغانستان په اړه وي ګډون وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG