د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو په اړه له واشنګټنه د کابل غوښتنه


افغان حکومت له متحده ایالاتو غواړي چې د طالبانو او داعش سره د جګړې لپاره نور سرتېري افغانستان ته واستوي.

دا غوښتنه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني چې له واشنګټن نه کتنه کوي، کړې ده.

د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان د دې غوښتنې ملاتړ کړی چې وايي، په افغانستان کې د جګړې د روان حالت د ماتولو لپاره څو زرو نورو سرتېرو ته اړتیا ده.

جنرال جان نېکلسن.
جنرال جان نېکلسن.

جنرال جان نېکلسن ویلي امریکا او د ائتلاف نور غړي باید له طالبانو او داعش سره د جګړې لپاره څو زره اضافي عسکر افغانستان ته واستوي.

صلاح‌الدین رباني په واشنګټن کې د اتلانتیک شورا په غونډه کې وویل هېواد يې باور لري چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره به په ستراتیژيکه توګه په افغانستان کې دخیله وي او خپل ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې تر اوسه پورې په دې اړه چې د جنرال نېکلسن غوښتنه به ومني او افغانستان ته به نور سرتېري واستوي ، څه نه‌دي ویلي.

په افغانستان کې د ایران او روسيې د رول په اړه صلاح الدین رباني وویل تهران او مسکو کابل ته ډاډ ورکړي چې له طالبانو سره په تماس کې دي او غواړي چې دا ډله له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوي.

صلاح الدین رباني.
صلاح الدین رباني.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي روسیه پلان لري چې د ۱۲ هېوادونو په ګډون د افغانستان د وضعیت د څېړلو په هدف یو کنفرانس کې جوړ کړي.

د صلاح‌الدین رباني په خبره امریکا ته په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه‌يې پرېکړه نه‌ده کړې چې په دې کنفرانس کې برخه اخلي او که نه؟

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جان نېکلسن روسیه تورنه کړې چې د هغه په خبره مسکو په ښکاره طالبانو ته مشروعیت ورکوي او په افغانستان کې د امریکا او ناټو رول اغېزمنوي.

XS
SM
MD
LG