د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

وزیري: هلمند کې طالبانو سره د روسي سلاکارانو په اړه څېړنې کوو


سره له دې چې د افغانستان دفاع وزارت د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د روسي سلاکارانو موجودیت يا نه‌موجودیت نه‌تائيدوي، خو وايي چې دغه موضوع به په جدي توګه وڅېړي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هر کله چې په هلمند ولایت کې د روسي سلاکارانو د موجویت په اړه کره شواهد ترلاسه شي، افغان حکومت به دغه موضوع له مختلفو لارو تعقیب کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري وویل:

"په دې برخه کې دفاع وزارت په دقت سره کار کوي، کشفي او اطلاعاتي ارګانونو ته دنده سپارل شوې چې دغه موضوع په ښه توګه وڅېړي او که چېرې داسې څه وي، نو د ډیپلوماتیکو او نورو لارو به د افغانستان حکومت او دفاع وزارت پرې کار وکړي."

دا څرګندونې وروسته له هغه مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د هلمند ولایت د کجکي ولسوال عبدالرزاق اخندزاده د دې ولسوالۍ په زمین‌داور سیمه کې د طالبانو په کرښو کې د روسي سلاکارانو د موجودیت خبره کړې.

ښاغلي اخندزاده په دې اړه ازادي راډیو ته ویلي چې وروسته له پنجابي او ایراني سلاکارانو اته ښځينه او نارینه روسي سلاکارانو د ډاکترانو په جامه کې د طالبانو په ناستو کې ګډون کړی او هغوی ته‌يې پر دولتي تأسیساتو د حملو په اړه نقشې او معلومات ورکړي.

خو د کجکي ولسوال عبدالرزاق اخندزاده د خپلې دغې ادعا د اثبات لپاره لا کوم شواهد او زیات معلومات نه‌دي وړاندې کړي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د طالبانو سره د روسیې د همکاریو خبره کېږي، بلکې له دې وړاندې هم يو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو او په ولسي جرګه کې د خلکو استازو د دغه هېواد د مداخلو او طالبانو سره پر همکاریو اندېښنه ښودلې.

شاه محمد: د ارزګان دهراوود ته د طالبانو لپاره روسي روزونکي راغلي

جنرال سکاپاروتي: د طالبانو تر منځ د روسیې نفوذ زیات شوی

نذیر احمدزی: طالبانو سره د روسیې د پوځي همکارۍ په اړه کره شواهد لرو

سنګری: د ارزګان روانه جګړه کې روسي جنرالان ښکېل دي

روسي چارواکو له دې وړاندې له طالبانو سره اړیکې لرل رد کړي، خو ویلي یې دي چې د طالبانو سره‌يې د اړیکو هدف د سولې بهیر ته د دوی هڅول و.

مانتېتسکي: طالبانو سره د مسکو اړیکه د دې ډلې د ملاتړ په معنی نه‌ده

هڅه مو وکړه چې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د روسي سلاکارانو د موجودیت په اړه د افغانستان د امنیت شورا نظر هم واخلو، خو د افغانستان د امنیت شورا مسؤلینو په ادې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان وايي، افغان حکومت ته په کار ده چې د هلمند ولایت د کجکي ولسوال څرګندونې عادي وانه‌خلي او دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي.

د سیاسي چارو کارپوه حیی‎ګل سلیمانخېل وویل:

"د کجکي ولسوال چې څه ویلي، د افغانستان حکومت باید هغه تبلیغات ونه‌ګڼي، بلکې دغه موضوع باید په جدي توګه وڅېړي، ځکه چې د کجکي ولسوال په هغه سیمه کې امنیتي او سیاسي مسؤلیت لري او خبرې يې باید له نظره ونه‌غورځول شي."

ښاغلی سلیمانخېل د افغانستان په داخلي چارو کې د روسیې مداخله خطرناکه او د اندېښنې وړ ګڼي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر بیا له طالبانو سره د روسیې دا ډول همکارۍ بې‌اغېزه ګڼي او وايي چې روسیې په افغانستان کې يو ځل ماته خوړلې او روانې هڅې یې هم بې‌ګټې دي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG