د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

ګارډین د افغانستان د جګړو یوه خاطره خپره کړې ده


فارین افیرز خپرونه لیکي چې افغان ځواکونو چې شاوخوا اته زره څلور سوه امریکایي پوځیان یې ملاتړ کوي د اوړي د یوه بل فصل جګړه پیل کړې، خو دا ځل افغان ځواکونه له خپلو امریکایي ملاتړیو سره یوځای له دوو نورو ځواکونو سره مخامخ دي، له روسیې او ایران سره.

د فارین افیرز په وینا دغو دواړو هېوادونو په ژمي کې د طالبانو ملاتړ وکړ او دا ویره شته چې د جګړې په دې موسم کې ښایي طالبان د کوم ولایت مرکز ونیسي چې له دې سره به د افغان حکومت مشروعیت یو ډول تر سوال لاندې راشي.

خپرونه وړاندې لیکي چې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره پکار ده چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره له ایران او روسیې سره یوه اجماع رامنځته کړي، همدا راز له چین، هند، پاکستان او د فارس خلیج له عربي هېوادو سره یو اجماع رامنځته کړي څو په افغانستان کې د نیابتي جګړو مخه ونیول شي او دغه هېواد باثباته شي.

روسیه ادعا کوي چې د دې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي چې هغوی د ازبکستان د اسلامي تحریک په څېرګوندونه نه پریږدي چې په منځنۍ اسیا کې بې ثباتي راولي، همدا راز منځنۍ اسیا ته د مخدر موادو د قاچاق په مخنیوي کې له دوی سره مرسته کوي، خو د فارین افیرز په وینا د دې حمایت اصلي علت دا دی چې مسکو غواړي د امریکا متحد ایالتونو ته مشکلات پیدا کړي.

فارین افیرز د خپلې مقالې په وروستیو کې لیکي چې له طالبانو سره د روسیې مرستې عجیبه دي، ځکه چې له روسانو سره په اتیایمې میلادي لسیزې کې مجاهدینو خونړۍ نښتې کړې وې.

ګارډین ورځپاڼې بیا د افغانستان د همدې لسیزې د جګړو یوه خاطره خپره کړې ده.

فوټو ژورنالست جان ډاونینګ وایي چې د نولس سوه اتیایمو کلونو په لومړیو کې دی پیښور ته ولاړ او له هغه ځایه بیا له مجاهدینو سره افغانستان ته روان شو.

دا خبریال لیکي چې موږ به په افغانستان کې په یوه کور کې تر دوو شپو ډېر نه پاتېدو ځکه چې د شوروي ځواکونو د برید ویره وه.

ګارډین بیا د دې خبریال اخیستی عکس خپور کړی دی، په دې عکس کې د یوه دوه منزله ودانۍ څلور لویې کړکۍ ښکاري چې په هره کړکۍ کې وسله وال ولاړ دي.

په عکس کې دوې وړې ورسۍ او دوې دروازې هم معلومېږي چې په تکه توره شپه کې وسله وال په کې معلومیږي.

دا عکس په شپه کې اخیستل شوی دی، فوټو ژورنالست جان ډاوننینګ وایي چې هغه وخت بریښنا نه وه او د دې ودانۍ په هره کوټه کې مې د تصویر لپاره بیل فلش ولګاوه او بیا مې عکس واخېست.

XS
SM
MD
LG