د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

نذیر احمدزی: طالبانو سره د روسیې د پوځي همکارۍ په اړه کره شواهد لرو


په داسې حال کې چې له افغان طالبانو سره د روسیې د پوځي همکاریو په اړه افغان او امریکايي چارواکو څرګندونې کړي خو روسیه وايي چې دوی له طالبانو سره هېڅ ډول همکاري نه‌ده کړې او په دې اړه اسناد او شواهد هم نه‌دي موجود.

د افغانستان ولسي جرګه د روسیې له انکار سره سره وايي چې له طالبانو سره د دغه هېواد د پوځي همکاریو په اړه کره شواهد لري.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل له افغان طالبانو سره د روسیې د پوځي همکاريو په اړه کره شواهد لري او د اړتیا پر مهال به‌يې وړاندې کړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی.
د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی.

نوموړي زیاته کړه:

"که د ثبوت خبره شي نو دا ټول شواهد زموږ سره موجود دي، که د ثبوتونو وخت راغی نو ان‌شاءالله دا ټول به ښکاره کړو د پارلمان وکیل هېڅ‌کله بې‌اسنادو خبره نه‌کوي او نه موږ له روسیې سره شخصي دښمني لرو، روسیه زموږ ګاونډی هېواد دی او هر وخت مو ترې د دوستانه اړیکو غوښتنه کړې ده، اسناد له موږ سره هم شته او له افغان حکومت سره هم شته."

که څه هم ښاغلي احمدزي له ازادي راډیو سره د شواهدو له شریکولو څخه ډډه وکړه خو په ټینګار سره‌يې وویل چې په کابل کې د روسیې سفیر له خلکو سره ګوري او د طالبانو په پلوي او د افغان دولت پر ضد ورته څرګندونې کوي.

تېره ورځ په کابل کې د روسیې سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې یو شمېر لوړپوړي افغان چارواکي، له شواهدو پرته پر روسیې تور پورې کوي چې له وسله‌والو طالبانو سره اړیکې لري.

جنرال سکاپاروتي: د طالبانو تر منځ د روسیې نفوذ زیات شوی

د روسیې د سفارت په اعلامیه کې راغلي چې یو شمېر افغان رسنۍ او د ملي شورا غړي پر روسیې بې‌بنسټه تورونه لګوي.

څه موده وړاندې په کابل کې د روسیې سفیر له افغان طالبانو سره د خپل هېواد اړیکې منلې وې او ویلي وو چې له دې ډلې سره د دوی اړیکي د روسي اتبعاوو د خوندیتوب او سولې ته د طالبانو د هڅولو په هدف نیول کېږي.

دا په داسې حال ده چې د پکتیا یو شمېر وکیلان وایي، په شمالي او جنوبي وزیرستان کې روسي جنرالان له طالبانو سره لیدل شوي دي.

د پکتیا استازي: روسي افسران وزیرستان کې طالبانو سره لیدل شوي

روسیې وزیرستان کې طالبانو سره د لیدنې په اړه راپورونه رد کړه

د پکتیا د ولایتي شورا وکیل تاج محمد منګل څو ورځې مخکې ازادي راډیو ته ویلي و، داسې اسناد يې ترلاسه کړي چې روسي پوځي افسران په سیمه کې لیدل شوي دي.

په کابل کې د روسیې سفارت په تازه خپره شوې اعلامیه کې د کندز د پخواني والي هغه ادعاوې هم بې‌بنسټه بلل شوي چې ویلي یې و روسیه طالبانو سره د درنو او سپکو وسلو د مرستې تر څنګ د دې ډلې جنګي موټرې هم ترمیم کړې دي.

صافی: روسیه کندز کې ټول خوځښتونه پر څارګرو کمرو څاري

چارواکي: کندز کې وسله وال مخالفین له روسیې وسلې تر لاسه کوي

د کندز پخوانی والي عمر ساپی لا هم پر خپله خبره تینګار کوي وايي، شواهد ښيي چې شمالي ولایتونو کې روسیه له طالبانو سره پوځي مرستې کوي.

د کندز پخوانی والي عمر ساپی.
د کندز پخوانی والي عمر ساپی.

نوموړي زیاته کړه:

"د لیرې واټنه نېښان ویشتونکې وسله چې روسي سلاح ده او په ټول افغانستان کې نایابه ده اوس طالبان دا د کلاشنیکوف په شان لري، دا وسله درې کېلو متره ساحه کې ویشتل کوي، دا دوی له کومه کړل او بل د هغوی دغه پرېمانه مهمات دا هم یو سؤال دی چې دوی يې له کومه کوي، ورته پېریان راوړي دا ورته له کومه ځایه راځي."

د نړیوالو چارو کارپوه لطیف نظري بیا وايي، که څه هم له طالبانو سره د روسیې د همکارۍ په اړه اسناد نه‌شته خو په دې برخه کې د لوړپوړو امریکايي چارواکو څرګندونې دغه مسئله له شک څخه په یقین بدله کړې ده.

د ښاغلي نظري په خبره افغان حکومت باید نه‌یوازې د روسیې او طالبانو تر منځ د اړیکو په باب بلکې په سیمه کې د فعال سیاست په لوبولو سره خپله بې‌طرفي ثابته کړي.

هغه له افغان دولته غوښتنه وکړه چې باید له سفارتي اړیکو نه په ګټې اخیستنې دا مسئله له روسیې سره حل کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG