د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

قاسمیار: د سولې عالي شورا غړي د مسکو غونډې ته نه‌دي بلل شوي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په روسیه کې د افغانستان په اړه خبرو ته نه‌دي وربلل شوي.

د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار تېره شپه ازادي راډيو ته وویل چې د مسکو په غونډه کې د ګډون بلنه لا نه‌ده ورکړل شوې خو ټینګار یې وکړ چې دا شورا د سولې پر لور د هر اقدام هرکلی کوي.

ټاکل شوې چې د اپرېل په څوارلسمه په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي.

غونډې ته د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو، ایران او پاکستان په ګډون، د ۱۲ هېوادونو استازي وربلل شوي دي.

ښاغلي قاسمیار وویل، هر اقدام چې په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو سره مرسته وکړي، د ستاینې وړ دی.

محمد اسماعیل قاسمیار.
محمد اسماعیل قاسمیار.

محمد اسماعیل قاسمیار زیاته کړه:

"امید لرم چې د سولې عالي شورا غړي به هم وروبلل شي خو دا خبره تر اوسه د حکومتونو د استازو تر منځ ده، د سولې عالي شورا هغه وخت رامخکې کېږي چې مذاکرې پیل شي، یعنې کله چې له مقابل لوري سره رسمي مذاکرې پیل شي، د سولې عالي شورا وظیفه او صلاحیت دی چې ورمخکې شي او خپله دنده ترسره کړي."

د افغانستان حکومت ویلي چې په مسکو کې جوړېدونکې غونډه د حکومتونو د استازو تر منځ ده نو د وسله‌والو طالبانو د استازو ګډون نه‌دی مطرح شوی.

د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد حنیف اتمر څو ورځې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و، په مسکو کې کنفرانس ته د وسله‌والو طالبانو د استازو ورتګ مطرح نه‌دی.

محمد حنیف اتمر.
محمد حنیف اتمر.

حنیف اتمر وویل:

"موږ هېڅکله موافقه نه‌ده کړې چې طالبان هم دې کنفرانس ته چې روسانو رابللی، راوغوښتل شي، برعکس، موږ دې کنفرانس ته چې ۱۲ هېواده ورته راځي سخت استقبال وکړ چې دا کنفرانس باید د منطقې او زموږ د بین‌المللي همکارانو تر منځ وي او د افغانستان د سولې، بیاودانولو او امنیت د ټینګښت په اړه خبرې په‌کې وکړو، موږ د روسانو د دې اقدام حمایت وکړ."

دا په داسې حال کې ده چې په ناټو کې د روسیې سفیر د جمعې په ورځ هغه رپوټونه بیا رد کړل چې مسکو وسله‌والو طالبانو سره مرستې کوي او ویې‌ویل چې له طالبانو سره اړیکي یې یوازې، د سولې په بهیر کې ګډون ته د هغوی د هڅولو لپاره دي.

په ناټو کې د روسیې سفیر زیاته کړه چې ټول کارونه‌یې د افغانستان له حکومت سره په شراکت دي.

خو د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس تېره اوونۍ په افغانستان کې د روسیې د فعالیتونو او له وسله‌والو طالبانو سره د مسکو پر اړیکو اندېښنه څرګنده کړه.

جېمز متېس ونه‌ویل چې روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي خو ټینګار یې وکړ چې دې مسئلې ته اندېښمن دي.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې د مسکو په غونډه کې ګډون نه‌کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي تېره میاشت وویل چې روسیې په دې اړه مشوره نه‌ده ورسره کړې او واشنګټن د دې غونډې په هدف نه‌پوهېږي.

XS
SM
MD
LG