د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

چریک: ملا هبت‌الله له روسیې سره نظامي پروتوکول ترسره کړی


په شمال زون کې د طالبانو یو شمېر قوماندانان روسیه په افغانستان کې له ترورېستي او د دولت ضد وسله‌والو ډلو څخه په ملاتړ تورنوي.

قوماندان خان محمد چریک او قوماندان سباوون په شمال زون کې د طالبانو دوه مشهورې څېرې دي چې د شنبې په ورځ بلخ ولایت کې د سولې له پروسې سره یوځای شول.

خان محمد چریک او قوماندان سباوون ادعا کوي چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله له روسیې سره یو نظامي تړون لاس لیک کړی چې پر اساس‌یې روسیه مکلف ده، تر څو په افغانستان کې د دولت ضد وسله‌والو جنګیالو ته نظامي امکانات برابر او دا ځواکونه اکمال کړي.

خان محمد چریک‌یې په اړه وویل:

"هبت‌الله اخندزاده چې دی، دا د افغانستان پخواني دښمن ته چې زموږ وطن‌یې وران کړی دی، وابسته دی، ده له هغوی سره یو پرتوکول هم کړی دی او په همدې دلیل‌یې موږ له لیکو جدا شولو، له روسانو سره‌یې پروتوکول کړی او تړون‌یې ترسره کړی چې غواړي د افغانستان د دولت ضد وسله‌وال چې هغه هر څوک وي، داعش، ازبکستاني ډلې یا هم د افغانستان اوسني طالبان، هغه به اکمال کوي او د افغانستان پر وړاندې به‌یې استعمال کوي."

د طالبانو دا مشران چې په تازه‌ګۍ له دولت سره یوځای شوي، وايي له روسیې سربېره د پاکستان استخباراتي شبکه یا «ای. اس. ای» هم په مستقیمه توګه په شمال کې له طالب وسله‌والو او د طاهر یولداش د زوی په مشرۍ د ازبکستاني ترورېستانو مالي او نظامي ملاتړ کوي.

پیوستن طالبان به پروسه صلح در بلخ
پیوستن طالبان به پروسه صلح در بلخ

خان چریک‌یې په اړه وايي:

"پاکستان هم اکمالات ترسره کوي او هر څه‌یې چې له لاسه پوره وي، هغه کوي تر څو نا امني رامنځته کړي، اوس هم په سرپل ولایت کې د طاهر یولداش زوی له خپلو ۶۰۰ سرتېرو سره د پاکستان تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي، دا واضح خبره ده او ټول افغانستان پرې پوه دی چې پاکستان له ترورېستانو ملاتړ کوي."

دعوا خان قوماندان چې په سباوون مشهور دی، په شمال زون کې د طالبانو ډلې یو بل مشر و چې د شنبې په ورځ له خپلو وسله‌والو سره‌یې یوځای دولت سره سوله وکړه.

سباوون ادعا وکړه چې له روسیې سره د طالب مشرانو تعامل او له هغوی د مرستې غوښتنې، د طالب وسله‌والو تر منځ اختلافات رامنځته کړي او په همدې دلیل یو شمېر زیات طالبان دې ته لېواله دي تر څو د سولې له پروسې سره یوځای شي.

سباوون وویل:

"چې د طالبانو په لیکو کې و او اوس دولت سره یوځای شوم، دلیل‌یې دا دی چې طالبانو له روس څخه همکاري وغوښته، زه اوس له دولت څخه غواړم ټول هغه وروڼه چې ناراضي دي، هغه راضي کړي او سولې ته دې راولي چې راځي هم."

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد وايي چې له دولت سره د دې دوه ډلو طالبانو یوځای کېدل د شمال زون خاصتاً بلخ ولایت امنیت ته ګټور تمامېږي.

منیر فرهاد.
منیر فرهاد.

فرهاد وویل:

"د البرز غره سیمې، غرنۍ او تپې دي چې بلخ ولایت، سرپل، جوزجان او سمنګان ته لارې لري او دوی له دې ځای څخه په اسانه کولای شوی، نا امني رامنځته کړي او ترورېستي فعالیتونه ترسره کړي چې له دولت سره‌یې په یوځای کېدو امنیت په دې ولایتونو کې تأمین کېږي."

په ورته وخت کې، په ناټو سازمان کې د روسیې سفیر الکساندر ګروشکو سره له دې چې له طالبانو څخه‌یې د خپل هېواد نظامي ملاتړ رد کړی، خو د جمعه په ورځ‌یې په بروکسل کې خبریالانو ته ویلي چې روسیه پر دې هدف له طالبانو سره په اړیکه کې دي تر څو دوی ملي مصالحې ته وهڅوي او د خپلو اتباعو امنیت خوندي وساتي.

تر دې دمه طالبانو د خپلو پخوانیو قوماندانانو د یادو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG