د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

سرنوشت: بهرني استخبارات د افغانستان شمال کې جنګیالي منسجموي


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ اسټرالیا ته د افغان ولسمشر د سفر په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

انیس دولتي ورځپاڼې لیکلي محمد اشرف غني د اسټرالیا له صدراعظم سره په کتنه کې ویلي د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د ترورېزم د خطر د دفعه کولو لپاره خپل امکانات سره شریک کړي.

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د اقتصادي او پانګونو په برخو کې د همکاریو تړونونه لاسلیک شول.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د اسټرالیا د بهرنیو چار وزیرې جولې بیشپ افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړې چې هېواد یې له افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي او د امنیت او ثبات برخه کې دوامدارو همکاریو ته ژمن دی.

په سرمقاله کې دا هم ویل شوي له افغانستان سره د اسټرالیا همکارۍ ډېرې مهمې او حیاتي ارزښت لري، ځکه د لیکوال په باور د اسټرالیا همکارۍ د افغانستان تاریخي دښمن ته ښکاره کوي چې افغانستان یوازې نه دی.

بل خوا سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د تاجک چارواکو له خولې لیکلي بهرني استخبارات د افغانستان شمال کې جنګیالي منسجموي.

ورځپاڼه د تاجکستان د سرحدي کمېټې مسؤل میرعلي رازق اف له قوله لیکي د تېر کال په نوومبر کې د یوه بهرني هېواد یوې ځانګړي امنیتي ډلې افغانستان ته په خپل غیر رسمي سفر کې بدخشان، تخار، کندز، بلخ، بغلان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د ترهګرو ډلو له مشرانو سره لیده کاته او خبرې اترې کړې دي.

بلې خپلواکې ورځپاڼې ویسا د تاجک چارواکو په حواله لیکلي بهرني استخبارات د افغانسان شمال کې داعش وسله وال او وسله وال طالبان یوځای کوي.

همدې ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانسان کې د امریکا د پخواني سفیر زلمی خلیلزاد له خولې لیکلي د امریکا او روسیې ترمنځ ناندرۍ د افغانستان په زیان دی.

وړاندې په مطلب کې راغلي بهتره ده چې روسیه د افغانستان د امن او ثبات لپاره له امریکا او لویدیځ سره ګډې هڅې او همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG