د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

د مسکو په غونډه کې د واشنګټن نه‌ګډون


مسکو کرملېن.
مسکو کرملېن.

ټاکل شوې چې روانه اوونۍ د جمعې په ورځ په مسکو کې د افغانستان په اړه په یوه غونډه کې په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګښت پرل ارو چارو خبرې وشي.

مسکو له واشنګټن پرته د سیمې له نورو لوبغاړو سره په افغانستان کې د امن پر مسئلې خبرې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د مسکو غونډه د سولې کومه نوې هڅه نه‌ده بلکې د افغانستان پر ملکیت د دې بهیر یوه بله لړۍ ده چې مسکو یې کوربه‌توب کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د مسکو په غونډه کې د امریکا د متحده ایالاتو نه‌ګډون دا معنی نه‌لري چې دا هېواد په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ نه‌کوي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد.

نوموړي زیات کړه:

"د امریکا متحده ایالاتو تل د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کړی دی، د مسکو په غونډه کې د هغوی نه‌ګډون دا معنی نه‌لري چې متحده ایالات د سولې د بهیر ملاتړ نه‌کوي، متحده ایالات په نړۍ کې د افغانستان یو مهم ملاتړی دی او د افغانستان له دولت او خلکو سره‌یې هم د ترورېزم په وړاندې جګړه کې او همدارنګه په ملکي برخه کې ملاتړ کړی دی او په راتلونکي کې به هم دغه ملاتړ له موږ سره وي."

که څه هم د امریکا متحده ایالاتو د مسکو په غونډه کې د نه‌ګډون په اړه کوم رسمي بیان نه‌دی خپور کړی، خو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی ښودل شوی په دې وروستیو کې اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې واشنګټن په دې غونډه کې د ګډون بلنه ځکه رد کړې چې له مخکې ورسره مشوره نه‌وه شوې او هم امریکا نه‌پوهېږي چې د دغې غونډې له جوړولو د مسکو هدف څه دی.

له دې مخکې د دې وزارت یوه بل چارواکي رسنیو ته ویلي چې واشنګټن له خپله اړخه ډېره هڅه کوي چې د افغانستان حکومت او وسله‌وال طالبان مخامخ خبرو ته سره کېني.

دغه چارواکي دا هم ویلي و چې د افغانستان له حکومت سره د هر سیمه‌ییز ملاتړ هرکلی کوي او د سیمې مهمو لوبغاړو ته په کار ده چې یوه ګډ دریځ ته ورسېږي او دا مسئله یقیني کړي چې د افغانستان کړکېچ یوازې او یوازې د افغانستان د حکومت او طالبانو او نورو ډلو تر منځ د مخامخ خبرو له لارې هوارېدای شي.

دا د افغانستان په اړه د مسکو درېیمه غونډه ده.

په لومړۍ هغې کې یې نه افغانستان او نه‌هم متحده ایالاتو ګډون کړی و.

په دوهمه غونډه کې پر افغانستان سربېره په سیمه کې یې بل مهم ملاتړي هند هم ګډون وکړ خو واشنګټن بیا هم په‌کې نه‌و.

د مسکو په دوهمه غونډه کې د افغانستان استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت د پالېسۍ جوړولو رئیس کاوه چې د یو شمېر افغان کتونکو په باور هغه د دې لپاره چې له طالبانو سره د روسیې له اړیکو د افغانستان حکومت ناراضه و او غوښتل چې د دې غونډې اهمیت کم کړي.

دا ځل د مسکو په غونډ کې چې پراخه شوې او پر افغانستان، پاکستان، ایران، چین، هند او روسیې سربېره د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه ګډون کوي، افغانستان په کومه کچه په‌کې ګډون کوي دا پوښتنه مو د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال ویاند ښاغلي ازاد څخه وکړه.

د ښاغلي ازاد په وینا دا ځل هم د بهرنیو چارو وزارت یو هیئت په دې غونډه کې ګډون کوي خو دا چې په کومه کچه تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه‌ده شوې.

پاکستان چې په سیمه کې د افغانستان د جګړې یو بل مهم لوبغاړی دی او د مسکو په مخکېنیو دواړو غونډو کې یې ګډون کړی و د مسکو په غونډه کې د واشنګتن پر نه‌ګډون اندېښنه څرګنده کړې ده.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم یوه سلاکار طارق فاطمي ویلي چې د مسکو په غونډه کې د امریکا ګډون ضروري ځکه دی چې دا هېواد د افغانستان د جګړې اساسي لوبغاړی دی.

د هغه په وینا په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې د واشنګټن ګټې نغښتي دي.

هغه په دې اړه چې د واشنګټن له ګډون پرته د دې غونډې نتیجه به د سولې د ټینګښت لپاره مؤثره وي څه ونه‌ویل خو افغان کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی وایي، متحده ایالات د افغانستان د روانې جګړې مهم اړخ دی او د مسکو په غونډه کې یې ګډون مهم دی.

نصرالله ستانکزی.
نصرالله ستانکزی.

نوموړي زیاته کړه:

"زه فکر کوم چې د افغانستان په قضیه کې یو جدي اړخ د امریکا متحده ایالات دی او په راتلونکي کې به هم وي، که چېرې د مسکو په غونډه کې متحده ایالات ګډون ونه‌کړي، دغه مذاکرات به په یقیني ډول نیمګړې وي او څه الزامات د امریکې خواته نه‌توجیه کېږي، بناً په ټوله کې د مسکو په غونډه کې د امریکا د متحده ایالاتو نه‌ګډون پروسه په یو ډول نه یو ډول متأثره کوي."

د راپورونو له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې غونډه کې د امریکا د متحده ایالاتو د نه‌ګډون په اړه خواشیني څرګنده کړې خو دایې هم منلې چې متحده ایالات د افغانستان د لانجې د هواري مهم لوبغاړی دی.

  • هرڅومره چې افغانان په خپل منځ کې سره نېږدې کېني، د نورو لوبغاړو ګټې او غوښتنې محدودوي.

د افغانستان حکومت ویلي د هرې سیمه‌ییزې هڅې چې له دې هېواد سره د سولې او امن په ټینګښت کې مرسته وکړي هرکلی کوي خو ښاغلي ستانکزی بیا په دې باور دی چې تر ټولو غوره لاره دا ده چې افغانان که هر څومره په خپلو کې سره نېږدې شي، د نورو لوبغاړو ګټې او غوښتنې محدودېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"له دې خبرې سره زه موافق یم چې د افغانستان د سولې خبرې باید بین‌الافغاني مذاکرات وي هر څومره چې افغانان په خپل منځ کې سره نېږدې کېني، د نورو لوبغاړو هغه ګټې او غوښتنې محدودوي، تر ټولو غوره لاره دا ده چې بین‌الافغاني مذاکرات باید افغانان سولې ته ورسوي."

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د مسکو زیاتو شویو هڅو ته د افغانستان پر حکومت سربېره یو شمېر افغان کتونکي په تېره بیا له طالبانو سره د دې هېواد اړیکو ته په پام سره د شک په سترګه ګوري.

افغان طالبان.
افغان طالبان.

یو شمېر افغان څېړونکي په دې باور دي چې له طالبانو سره روسیې په دې خاطر اړیکې ټینګې کړي چې منځنۍ اسیا او روسیې ته له افغانستانه د اسلامي دولت ډلې یا داعش په څېر د نورو سخت دریځو ډلو د فعالیت د غځېدو مخه ونیسي.

طالبانو په هغو سیمو کې چې د اسلامي دولت نومې ډلې فعالیتونه پیل کړي، د دغې ډلې له سخت دریځو سره په کراتو کراتو جګړې کړي دي.

افغان چارواکو بیا په وار وار دا مسئله راپورته کړې او ویلي یې دي چې که روسیه غواړي چې د ترهګرو او سخت دریځو ډلو د فعالیت مخه ونیسي، د افغانستان له حکومت سره دې چې د ترهګرۍ او افراطیت په وړاندې د نړیوالې جګړې په لومړۍ کرښه کې دی، مرستې زیاتې کړي.

کابل دغه‌راز پر دې خبرې ټینګار کړی چې هېوادونه دې د ښه او بد ترورېست تر منځ توپیر نه‌کوي.

  • هېوادونه دې د خپل ځان د خوندي کولو لپاره د یوه بل هېواد له دښمن سره له اړیکو ډډه وکړي

افغان ولسمشر اشرف غني هم د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د کېدونکې غونډې په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې یو ځل بیا پر همدې خبرې تأکید وکړ او خبرداری ورکړ چې هېوادونه دې د خپل ځان د خوندي کولو لپاره د یوه بل هېواد له دښمن سره له اړیکو ډډه وکړي ځکه هغه نتیجه نه‌ورکوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني.

نوموړي زیاته کړه:

"هر څوک که فکر کوي چې د یوه بل له دښمن سره که مرسته وکړي، له ځان سره مرسته کوي، اشتباه ده، هر څوک که دا فکر کوي چې دوی کولای شي د ښه او بد ترورېزم تر منځ توپیر وکړي، یوه اشتباه ده، موږ ته په کار ده چې دغه اساسي درک ولرو، روسیې ته ترورېستي ګواښ متوجه دی، د سانت پترزبورګ او دغه‌راز د استکهلم د پېښو له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګندو، هاغسې چې موږ تر اوسه کړېدلي یو او ځورېږو اوس دا واضح شوې چې دا یوه سیمه‌ییزه پدیده نه‌ده بلکې نړیواله پدیده ده، په دې اړه خبرې اترې کېږي او هدف‌یې هم همکاري ده او زه هیله‌مند یم چې سمه لاره ومومي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د مسکو په غونډه کې به افغانستان ډېر پر دې ټینګار وکړي چې د سیمې هېوادونه باید پر هغو سازمانونو چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي فشار راوړي چې نور د دغو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

  • په جنګ څوک دا میدان ګټلی نه‌شي او د جنګ پایلې یوازې د افغانستان ورانول دي

د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد که څه هم په دې اړه د کوم مشخص سازمان نوم وانه‌خیست خو د افغانستان حکومت تل د پاکستان د استخباراتو اداره «ای. اېس. ای» د طالبانو او نورو ډلو په ملاتړ تورنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"مسکو په تېره بیا پاکستان او نور کوم هېوادونه که له طالبانو سره داسې کومې اړیکې لري، یا د هغوی له دوستانو سره اړیکې لري، پر هغوی باندې باید دا فشار راوستل شي او هغوی په دې خبرې قانع شي چې که طالبان د افغانستان لپاره کومه اجنډا لري، کوم پروګرام لري هغوی په جنګ دا میدان ګټلی نه‌شي او د جنګ پایلې یوازې د افغانستان ورانول دي."

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد دغه‌راز وویل چې افغانستان به د مسکو په غونډه کې پر دې خبرې هم ټینګار وکړي چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه یوازې د افغانستان په دننه کې د ترهګرو پر ځپلو نه‌شي ګټل کېدای بلکې د افغانستان د خاورې بهر باید د ترهګرو اصلي ځالې، د هغوی پټن ځایونه، د روزنې او تجهیز کولو مرکزونه له‌منځه یووړل شي او مالي سرچینې یې وچې شي.

XS
SM
MD
LG