د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

ټاکل شوې چې د کابل امریکايي پوهنتون نن بیا پرانیستل شي


له ۷ میاشتو انتظار وروسته نن د کابل د امریکايي پوهنتون زدهکوونکي بیا خپل درسونه پیلوي.

پرون یو شمېر محصلان د پوهنتون انګړ ته لاړل چېرته چې له څو میاشتو راهیسې د بیارغونې او امنیتي چارې روانې وې.

د کابل امریکايي پوهنتون شااوخوا ۷ میاشتې وړاندې وروسته تر هغې وتړل شو چې وسلهوالو پرې برید وکړ او ۱۶ کسان‌يې ووژل.

په کابل کې د امریکايي پوهنتون سرپرست ډېوېډ سېډني روېټرز اژانس ته وویل، د دوی زیات تمرکز د امنیتي تدابیرو پر زیاتوالي دی او دې برخه کې افغان حکومت او امریکايي ادارو د پام وړ همکاري کړې ده.

په کابل کې د امریکايي پوهنتون سرپرست ډېوېډ سېډني
په کابل کې د امریکايي پوهنتون سرپرست ډېوېډ سېډني

نوموړي وویل:

"موږ ټوله پاملرنه او تمرکز پر امنیت وکړ. په تېرو ۷ میاشتو کې مو په امنیتي برخه کې زیات پرمختګ او بدلونونه درلودل. له برید وروسته هڅه دا وه چې ډاډ ورکړو چې زدهکوونکي، کار کوونکي او پوهنتون مو مصونه دي. همدې ته په پام سره زیات ټینګار مو پر امنیت دی."

د امریکايي پوهنتون یو شمېر زدهکوونکي چې پرون خپلې دې تعلیمي ادارې ته تللي وو خوښ دي چې بیا يې درسونه پیلېږي خو په عین حال کې د تېر کال برید کې د خپلو دوستانو او عزیزانو په وژلو خواشیني دي.

رحمت‌الله امیري د کابل د امریکايي پوهنتون د سیاسي علومو څانګې محصل دی او پر دې پوهنتون په شوي برید کې ټپي شوی و.

نوموړی وايي، خپل هغه دوستان‌يې په یاد دي چې دغه حمله کې ووژل شول.

ده زیاته کړه:

"موږ به ځینې ستونزې ولرو. هغوی به مو په یاد وي چې رانه تللي دي، خو د دې لپاره چې هر څه په سمه توګه او کامیابۍ سره پر ځای شي یو څه خطر باید ومنو."

د کابل د امریکايي پوهنتون د سیاسي علومو یوه بله زدهکوونکې نرګس ده چې د خپلو درسونو بیا پیل ته خوښه ده خو نوموړې د بل برید د احتمال په اړه اندېښنه لري.

نرګس وايي:

"د درسونو بیا پیل ته خوښه یم. غواړم بیا پوهنتون ته راشم دوستان مې ووینم او زدهکړه وکړم. خو وېره لرم چې بیا پر موږ حمله ونهشي او که کېږي نو باید عکسالعمل مو څه ډول وي او څوک به له لاسه ورکړو."

د تېر میلادي کال د اګسټ په ۱۶مه نېټه د کابل پر امریکايي پوهنتون د برید پړه پر طالبانو واچول شوه.

د کابل امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۶ میلادي کال کې جوړ شوی او دا مهال ۱۱۵۰ محصلان لري.

XS
SM
MD
LG