د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

عامې روغتیا وزارت: د کابل مظاهره کې ۴ تنه وژل شوي اته ټپیان دي


د کابل ښار نننۍ مظاهره په تاوتریخوالي واوښته او د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ په ډزو او د ډبرو په وارونو کې ۴ کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین مراد علي مراد په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې د مظاهره چیانو په منځ کې وسله وال کسان و چې یوشمېریې نیول شوي دي.

مظاهره لومړی سولیزه پيل شوه او هغه وخت په تاوتریخوالي بدله شوه چې مظاهره چیان له ټاکلي ځای مخکې ولاړ او کله چې پولیسو مخه ونیوله نو د ډبرو ګزارونه پرې وکړل.

مظاهره چیانو چې شمېر یې سلګونو کسانو ته رسېده سهار شا او خوا نهه بجې په کابل کې له څو خواو د چهارشنبې د ورځې د خونړۍ پېښې په غبرګون کې مظاهره پيل کړه او د پاکستان، وسله والو طالبانو او داعش پرضد یې شعارونه ورکول او افغانستان زنده اباد نارې یې وهلې.

مظاهره چیانو همدارنګه له افغان حکومت غوښتل چې د انس حقاني په ګډونه په اعدام محکوم شوي طالب زندانیان دې ژر اعدام کړي.

د دغې مظاهرې ګډونوال احمد سعیدي په سیمه کې ازادي راډیو ته وویل د دوی حرکت مدني دي او موږ دې تاوتریخوالي طرفداره نه یو.

احمد سعیدي.
احمد سعیدي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا یو ملي حرکت دی موږ عدالت غواړو، د تاوتریخوالي طرفدار نه یو، زموږ مسؤلین بې کفایته دي، نه شي کولای د افغانستان د خلکو له ملي ګتو دفاع وکړي، دا خلک باید استعفا وکړي، د ملي وحدت حکومت موږ ته د منلو وړ نه دی، باید لېرې شي."

خو مظاهره هغه مهال په تاوتریخوالي واوښته چې مظاهره چیان د پولیسو له ټاکلي کمربند چې د زنبق څلور لارې ته څېرمه اچول شوی واوښتل او پر پولیسو یې د ډبرو ګزارونه وکړل چې په غبرګون کې یې پولیسو اوښکی بهوونکی ګاز استعمال کړ، پر هغوی یې اوبه وشېندلې او هوايي ډزې یې وکړې.

د کابل نننۍ مظاهره.
د کابل نننۍ مظاهره.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د مظاهره چیانو په منځ کې وسله وال کسان و او د ډزو له امله یوشمېر مظاهره چیان او پولیس ټپيان شوي دي، خو په اړه یې کره معلومات ورنه کړل.

د دغه وزارت امنیتي مرستیال مرادعلي مراد د مظاهرې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې یوشمېر هغه کسان یې نیولي چې هڅه یې کوله مظاهره په تاوریخوالي واړوي.

مراد علي مراد.
مراد علي مراد.

نوموړي زیاته کړه:

"د دغو کسانو په منځ کې چې پاک احساسات لري، یو شمېر اشوبګر وسله وال کسان یې په منځ کې ننوتي، غوښتل یې نظم اخلال کړي، هغه کسان چې دمظاهره چیانو او پولیسو ټپیان شوي شمېر یې موږ ته نه دی معلوم او په دې اړه به وروسته معلومات در کړو."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډيو ته وویل چې د کابل د مظاهرې چې په تاوتریخوالي بدله شوه څلور مړي او اته ټپيان روغتونونو ته راوړل شوي دي.

مظاهره د تېرې چهارشنبې د پېښې په تړاو شوې چې د حکومت د رسنیو مرکز د معلوماتو له مخې له ۹۰ زیات کسان وژل شوي او شااوخوا ۴۵۰ نور ټپيان شوي و.

د افغانستان جمهوري ریاست له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي مدني او سوله ییزې مظاهرې د هر افغان قانوني حق دی، خو له مدني فعالانو غوښتنه کوي چې خپلې مظاهرې له قانون سره سم ترسره کړي.

اعلامیه زیاتوي مظاهره چیان دې هغه کسانو ته اجازه نه ورکوي چې د مدني حرکت مختل کړي او له دې فرصت نه په استفادې تاوتریخوالي رامنځ ته کړي او بیاد ځان په ګټه ورنه کار وخلي.

داچې مظاهره چا په تاوتریخوالي واړوله د مظاهرې تنظیموونکي جاوید کوهستاني ازادي راډيو ته وویل چې لومړی دوی مظاهره مدني پيل کړې، خو هغه وخت په تاوتریخوالي بدله شوه په مظاهره کې یوشمېر هغه کسان چې هویت یې نه و معلوم پر پولیسو د ډبرو ګزارونه وکړل.

مظاهره چې د مازدیګر تر څلور بجو روانه وه، مظاهره چیانو ویل تر هغې به خپلو مظاهرو ته ادامه ورکړي، څو چې حکومت د دوی غوښتنو ته رسیده ګي نه وي کړې.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي چې د ملت روا غوښتنو ته به رسیده ګي وشي.

د عامې روغتیا وزارت: د کابل مظاهره کې ۴ تنه وژل شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00

پخواني معلومات

کابل ښار کې نننۍ مظاهره په تاوتریخوالي اوښتې ده.

د مظاهرې په ځای کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال مراد علي مراد رسنیو ته وویل چې په مظاهره کې یو شمېر پولیس او مظاهره چیان ټپیان شوي دي.

  • پخواني معلومات

کابل ښار کې نننۍ مظاهره تر تیت پرک کېدو وروسته یو ځل بیا سره راټوله شوې او هڅه کوي چې ارګ ته نېږدې ځان ورسوي.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وايي چې پولیسو د مظاهره چیانو د مخنیوي لپاره پر مظاهره چیانو اوبه شیندلي دي.

مظاهره چیان دامهال د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې کې زنبق څلورلاري کې سره راټول شوي دي.

  • پخواني معلومات:

په کابل ښار کې د چهارشنبې ورځې موټر بم چاودنې په غبرګون کې نننۍ مظاهره په تاوتریخوالي اوښتې ده.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې مظاهره چیانو غوښتل د موټر بم چاودنې ځای او تر هغه وورسته ولسمشرۍ ماڼۍ ته ځان ورسوي چې د لومړۍ کمربند په ماتولو سره یې د پولیسو لخوا په هوايي ډزو مخه نیول شوې.

وروسته مظاهره چیانو پر پولیسو د تېږو وارونه کړي.

د ازادي راډيو خبریال وايي چې په دغه اخ وډب کې یو تن مظاهره کوونکی ټپی شوی دی او مظاهره چیان هم تیت او پرک شوي دي.

تر دامهاله کوم امنیتي چارواکي په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG