د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۴

د کابل امنیه قوماندان: د کابل پرونۍ چاودنې هدف د جرمني سفارت و


د کابل وزیر محمد اکبرخان سیمه کې دپرونۍ چاودنې ځای.
د کابل وزیر محمد اکبرخان سیمه کې دپرونۍ چاودنې ځای.

د کابل امنیه قوماندان وايي د دوی څېړنې ښیې چې په وزیر اکبرخان سیمه کې د تېرې چهارشنبې ورځې د موټر بم چاودنې هدف د جرمني سفارت و.

حسن شاه فروغ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل ګمان کېږي چې په دغه حمله کې به له ۱۵۰۰ کېلوګرامه چاودېدونکو موادو څخه چې د فاضله موادو په یوه ټانکر کې ځای پرځای شوي و، کار اخیستل شوی وي.

دی زیاتوي، له هغه تکتیک نه چې په دغه حمله کې ورنه استفاده شوې په خپل ذات کې بېساری دی.

د کابل امنیه قوماندان حسن شاه فروغ.
د کابل امنیه قوماندان حسن شاه فروغ.

نوموړي زیاته کړه:

"د دغې حملې هدف روښانه دی د حملې هدف د جرمني سفارت و، حمله کوونکی چې کله د سفارت دروازې ته رسېدلی، پولیسو درولی او اسناد یې ورنه غوښتي، انتحاري چې متوجه شوی نور وړاندې نه شي تلای، په هغه ځای کې یې موټر ته چاودنه ورکړې."

په ورته وخت کې د کابل د ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي په کابل کې خبریالانو ته وویل دا چاودنه دومره زوره وره وه چې د شپږ متره په ژور والي او پنځلسو مترو په اوږدالي یې کنده کېندلې ده.

که څه هم وسله والو طالبانو په دغه پېښه کې لاس درلودل رد کړي، خو د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې دا چاودنه حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتي ادارې په مرسته او هدایت پلان کړې وه.

د حکومت د رسنیو مرکز ویلي چې د کابل په وزیر اکبرخان سیمه کې د سې شنبې د ورځې په خونړۍ پېښه کې شااو خوا ۹۰ تنه وژل شوي او له څلورسوه زیات ټپيان شوي دي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې اوس هم یوشمېر جسدونه ورک دي.

د دغه وزارت د تخصصي روغتونونو رئیس ډاکټر سلیم رسولي د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، له پېښې یوه ورځ ورسته یو جسد روغتون ته انتقال شوی دی.

خو هغه په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۴ تنه او ټپيانو شمېر ۴۶۱ تنه یاد کړ.

نوموړي زیاته کړه:

"یو تعداد هغه چې لادرکه دي، موږ نه شو کولای د هغه شمېر تخمین او معلوم کړو، خو تراوسه د ۷۴ تنه وژل شوی او ۴۶۱ تنه ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي، همدا اوس یو جسد روغتون ته انتقال شو."

له دې وړاندې د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د پېښې له قرباینانو سره همدردي څرګنده کړې وه او ویلي و چې ترورېزم سرحد نه پېژني.

اغلې مېرکل ویلي چې جرمني له نورو هېوادنو سره په همکاري له ترورېزم سره مبارزه رهبري کوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG