د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

سرچینه: ولسمشر غني د حقاني شبکې او د طالبانو د ۱۱ غړو د اعدام حکم توشېح کړ


یوه سرچینه چې نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني د حقاني شبکې او طالبانو د ۱۱ تنو غړو د اعدام حکم توشېح کړ.

دغې سرچینې په دې اړه چې په دغو ۱۱ تنو کې څو تنه د حقاني شبکې او څو تنه د طالبانو غړي و او د هغوی د هویت په اړه لازیات جزئیات ورنه‌کړل.

وړاندې یوې بلې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې په دغو ۱۱ کسانو کې د انس حقاني نوم نه‌شته.

  • پخواني معلومات

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، هغه زندانیان او ترورېستان به چې د اعدام حکم ورباندې شوی دی، اعدام کړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب ازاد نن ازادي راډیو ته وویل چې باید ستره محکمه ډېر ژر پر دې موضوع کار وکړي او په اعدام د محکوم شویو زندانیانو لېست ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري.

نوموړی وايي:

"هغه زندانیان چې په اعدام محکوم شوي دي، ستره محکمه باید ژر تر ژره پر دې موضوع کار وکړي او د هغوی لېست د لاسلیک لپاره ولسمشر ته ولېږي."

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب ازاد
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب ازاد

​په کابل کې د چهارشنبې ورځې تر خونړي برید وروسته ډېری افغانانو پر ټولنیزو رسنیو او هم د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت‌الله نبیل ټینګار کړی چې د حقاني شبکې یو عمده غړی انس حقاني او د وسله‎والو مخالفینو هغه نور کسان چې اوس په زندان کې دي او په اعدام محکوم دي، باید دا حکم عملي شي.

که څه هم د پرونۍ پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‎دی منلی خو د افغانستان د ملي امنیت اداره باوري ده چې دا کار د حقاني شبکې د پاکستان په مرسته کړی دی.

په هغې پېښه کې شااوخوا نوي کسان وژل شوي او تر څلور سوه ډېر ټپیان دي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

  • پخواني معلومات

یوې حکومتي سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د حقاني شبکې او د طالبانو د ۱۳ تنو غړو نوملړ چې په اعدام محکوم شوي دي د توشېح لپاره ولسمشر ته رسېدلی دی.

دغه سرچینه زیاتوي چې تر اوسه ولسمشر د دغو کسانو د اعدام حکم نه‌دی توشېح کړی.

یو شمېر ناتائید شوي راپورونه وايي چې ولسمشر د حقاني شبکې او طالبانو د ۱۱ تنو غړو د اعدام حکم توشېح کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل ښار په وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د یوه ټانکر موټر د چاودنې له امله لسګونه ملکي وګړي ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.

د افغانستان د ملي امنیتي عمومي ریاست وویل چې یاد برید د وسله والو طالبانو یوې څانګې حقاني شبکې تر سره کړی دی.

تر یادې چاودنې وورسته ګڼو مدني بنسټونو او د افغان حکومت یو شمېر پخوانیو چارواکو د یادې چاودنې په عکس العمل کې له افغان حکومت نه د حقاني شبکې د زنداني غړو د اعدام غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې چې تېر کال هم افغان حکومت د کابل پل محمود خان سیمه کې د رجال برجسته د حفاظت پر ریاست تر انتحاري حملې وروسته د حقاني شکبې ۶غړي اعدام کړل.

  • پخواني معلومات:

د راپورونو پر اساس ولسمشر غني د حقاني شبکې د ۱۱ غړیو د اعدام حکم توشیح کړ.

نور جزئیات وروسته ...

XS
SM
MD
LG