د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

د کابل د چاودنې په اړه د کندهار د اوسیدونکو او عالمانو غبرګون


د کندهار اوسیدونکي او د دغه ولایت د عالمانو د اصلاحي شورا مشر وايي، روژه د خېر او برکت مياشت ده او باید په دې میاشت کې له هر راز تاوتریخوالي ډډه وشي.

دوی دغه راز په کابل د نن ورځې حمله وغندله او د وسله والو مخالفینو او نورو وسله والو ډلو غواړي چې له جګړې او وسله وال مخالفت څخه لاس واخلي.

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، د حکومت وسله وال مخالفین باید د روژې په میاشت کې د جنګ پرځای سولې ته غاړه کېږدي.

کندهار ښاریان وايي، نور له جنګه ستړي دي او د حکومت له ټولو وسله والو مخالفینو يې دا غوښتنه ده چې د روژې په مبارکه میاشت کې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې او پخلاینې لار غوره کړي.

دوی په کابل کې د نن ورځې حمله غندي او وايي، چې روژه د برکتونو او رحمتونو میاشت ده او په دغه میاشت کې ټول مسلمانان باید په خپلو زړونو کې د کرکې او بدبینۍ پرځای مینې او ورورولۍ ته ځای ورکړي:

"موږ دا پېښه غندو او د حکومت د مشرانو څخه غواړو چي ولس ته يې په اړه سم جواب ورکړي دا ډېره ستره پېښه وه ډېر بې ګناه خلک يې شهیدان کړل."

په ورته وخت کې د کندهار د عالمانو د اصلاحي شورا مشر مولوي عبيدالله فېضاني هم د روژې په میاشت کې تاوتريخوالي يو ناخوښه عمل بولي او له وسله والو غواړي چې په دې مياشت کې له هر راز مخالفت څخه لاس واخلي.

نوموړی وايي:

"قتل حرام دی په روژه کې خو بیخي حرام دي موږ نه پوهېږو چې دا ولې او څوک کوي خو غوښتنه مو دا ده چې مخالفت باید ختم شي او سوله وشي."

د یادونې ده چې هر اختر، روژه او د نوي کال په پیل کې افغانان په جنګ کې له ښکېلو غاړو د جګړې د بندېدو غوښتنه کوي خو کله هم د دوی غږ نه دی اورېدل سوی او نه هم د ټوپکو خولې ستړې شوې دي.

راپور : محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG