د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه


ډېرو نړیوالو خپرونو د کابل په پرونۍ خونړۍ چاودنې لیکنې خپرې کړي او هغې ته ېې له بیلابیلو اړخونو کتنه کړې ده.

لانګ وار ژورنال خپرونه هم یوه له دغو خپرونو ده چې په ویب پاڼه کې ایښودل شوی د پیښې له ځایه اخیستل شوی تصویر یې د دغې درنې چاودنې ابعاد په ډاګه کوي.

په تصویر کې ښکاري چې چاودنې په سړک کې د څو مترو په شعاع څومتره لاندې کنده کیندلې ده.

د آزادي راډیو خبریالانو هم چې د چاودنې ځای لیدلی وایي، دغې چاودنې ځمکه تر درې څلورو مترو لاندې کیندلې او څو کیلو متره لېرې سیمې یې لړزولې دي.

د کابل په زنبق څلور لاره کې د دغې چاودنې چې ویل کېږي د چټلو اوبو په ټانکر کې ایښودل شوي چاودیدونکي مواد چول شوي، د وژل شویو او ټپیانو شمېر له څلور سوه تنو ډېر ښودل شوی دی.

طالبانو په کې خپل لاس لرل رد کړي خو لانګ وار ژورنال لیکي، که څه هم د دا ډول مخکینیو ډیرو چاودنو مسؤلیت طالبانو په غاړه اخیستی او دا ډله په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د ډېرې برخې مسؤل دي خو د داعش سخت دریځې ډلې خلاف بیا هم په خپل تاوتریخوالي کې یو څه د ولس اندیښنو ته پام کوي.

د لانګ وار ژورنال په وینا د داعش مشر ابوبکر البغدادي ته وفادار سخت دریځې بیا په دې برخه کې د ولس اندیښنو ته هېڅ اهمیت نه ورکوي.

که د کابل د سې شنبې د ورځې خونړۍ حمله د داعش کاروي، دا څومه خونړۍ حمله ده چې دغه ډله یې په وروستیو څو میاشتو کې یوازې په کابل کې ترسره کوي.

هغه ډله چې افغان او امریکایي چارواکي وایي، د ځپونکو عملیاتو په نتیجه کې ډېره کمزورې شوې او د دوی په وینا اوس یې د غړیو شمېر محدود څو سوه تنو ته راکم شوی دی.

د کابل د پرونۍ ورځې خونړۍ چاودنه په دې هېواد کې د روانې جګړې د تیزیدو یوه بله نښه ده چې بیایې هم اکثره قربانیان ملکي وګړي و. هغه جګړه چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف شاوخوا شپاړس کاله مخکې پیل کړې او د امریکا په تاریخ کې ترټولو اوږده جګړه بلل کیږي.

نیشنل انټرسټ خپرونې بیا د دغې جګړې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې پرنوې ستراتیژۍ چې تراوسه یې جزئیات نه دي په ډاګه شوي، تمرکز کړی او لیکي:

تر اوسه نه ده روښانه چې له ستراتیژیک پلوه به دا یوه عملي پالیسي وي او کنه، خو داسې ښکاري چې د ولسمشر ټرمپ اداره به پنټاګون ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته له درې زرو تر پنځو زرو پورې نور سرتیري ولیږي.

د خپرونې په وینا دغه نوي ځواکونه هم ظاهرا افغانستان ته د دې لپاره استول کېږي چې وسله وال طالبان پرینه ږدي چې نورې سیمې لاندې کړي.

خپرونه وړاندې لیکي:

په داسې حال کې چې د افغانستان وضعیت ورځ تربلې خرابیږي، شرمونکې خبره داده چې په متحده ایالاتو کې په دې اړه چې ایا دا مناسبه ده چې نور امریکایی یا د ناتو سرتیري افغانستان ته واستول شي، په عام محضرکې بحثونه نه کیږي چې دا یوه غیر امریکایي پدیده ځکه ده چې له دې سترګې نشي پټیدی چې امریکا دې په دغه جګړه کې ښکیله نه وي.

د نشنل انترست خپرونې په لیکنه هغوی چې د امریکا موسیسن دي دانه غوښتل چې دا هیواد د جګړې په وختونو کې دا ډول چلند وکړي.

XS
SM
MD
LG