د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

ملي امنیت: د کابل چاودنه حقاني شبکې د "ISI" په لارښوونه پلان کړې وه


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست نن ناوخته رسنیو ته په استول شوي اعلامیه کې ویلي دي چې دغه حمله د حقاني شبکې له خوا د پاکستان د استخباراتي سازمان یا ای اس ای په مستقیمه لارښونه او همکارۍ پلان شوې وه.

دغه ریاست زیاتوي چې د دښمن د دغه ډول شومو پلانونو په اړه هر اړخیزې څېړنې روانی دي.

پخواني معلومات:

په کابل کې نننۍ درنې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چاودنه د ټانکر موټر په وسیله رامنځته شوې.

په کابل کې د موټر بم دغه زوره وره چاودنه نن سهار د زنبق څلور لارې او د وزیر اکبر خان د ۱۷م سړک ترمنځ رامنځته شوه.

که څه هم تر دې دمه د دغه چاودنې له کبله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه بېلابېلې شمېرې له رسنیو سره شریکې شوي، خو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په برید ۸۰ تنه وژل شوي او شااوخو۳۵۰ تنه ژوبل شوي دي.

د کابل د نننۍ چاودنې قربانیان.
د کابل د نننۍ چاودنې قربانیان.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وویل:

"د اتیا کسانو په شااوخوا کې شهیدان شوي او تقریباً درې نیم سوه ټپيان بېلابېلو روغتونو ته انتقال شوي چې دا شمېر د تغییر په حال کې ده."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې چاودنه د فاضله موادو د انتقال د یوه ټانکر موټر په وسیله رامنځته شوې ده.

ښاغلي دانش که څه هم د برید د موخې په اړه څه ونه ویل، خو دا یي وویل د برید له کبله تر ډېره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دانش: د پېښې قربانیان ملکي وګړي دي.
دانش: د پېښې قربانیان ملکي وګړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د لومړینو څېړونو نتیجه دا ښي چې انتحار کوونکي له موټر بم څخه استفاده کوي په دې اړه مو څېړنې پیل کړي چې پېښه څنګه رامنځته شوې کله چې جزئیات روښانه هغه له تاسو سره شریک کړو."

په سیمه کې د پېښې عیني شاهدانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې حمله خورا زوره وره او مرګ ژوبله تر هغې هم لوړه ده چې چارواکي یې په اړه وايي.

دوی وايي، د روژې په مبارکې میاشت کې د بېګناه خلکو وژنه په هېڅ وجه د توجیه وړ نه شي کېدای.

جاوید:

"خدای شته چې په دې شهیدانو او ټپیانو ډېره خفه یو په روژه کې باید داسې پېښې ونه شي په روژه کې ددغه برید ترسره د انسانیت نه وتلی کار دی."

شبیر:

"د دغه برید له کبله ډېرو خلکو ته تاوان ورسېده د چا دوکان ویجاړ شوی د چا کور خو دا مشران خلک زموږ پوښتنه نه کوي."

طالبانو د یویې اعلامیې په خپرولو سره په ننني برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د طالبانو له لورې رسنیو ته په استول شوې اعلامیې کې راغلي چې طالبان هرهغه چاودنه غندي چې ولسي خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوړي او کوم مشروع هدف ونه لري.

اخوا داعش یا د اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې له الجزیرې ټلوېزیون سره په خبرو کې د کابل د نننۍ چاودنې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني نننۍ چاودنه په کلکه غندلې او پر ټولو اسلامي هېوادونو یې غږ کړی چې د ورته بریدونو په اړه خپل غږ پورته کړي.

همدا راز د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ازادي راډيو ته وویل چې جمهوري ریاست د کابل د نننۍ خونړۍ پېښې په اړه څېړنه کوي او هغه کسان به مجازات کړي چې په پېښه کې لاس ولري.

اجرائیه رئیس، پخواني ولسمشر حامدکرزي، د هند صدراعظم، اروپايي ټولنې او ګڼو نورو د کابل نننۍ حمله غندلې ده.

د کابل په وزیر اکبر خان کې د نننۍ چاودنې په اړه بېلابېل غبرګونونه

په کابل کې نننۍ چاودنه په داسې سیمه کې رامنځته شوې چې امنیتي تدابیر پکې خورا ټینګ دي، خو دا چې بریدګر څنګه دې مهمې سیمې ځان رسولی او په انفجاري توکو ډک د ټانکر موټر ته یې چاودنه ورکړې ده لاهم هغه پوښتنه چې امنیتي مسؤلین په اړه له څه ویلو ډډه کوي.

راپور:محمد حدیث پردېس

  • پخواني معلومات:

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د لومړنیو معلوماتو له مخې د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې ۸۰ کسان وژل شوي او له ۳۵۰ ډېر ټپيان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مجروح ازادي راډیو ته وویل، ښايي په ارقامو کې بدلون راشي.

نوموړی وايي:

"د هغو معلوماتو له مخې چې د کابل روغتونونو عامې روغتیا وزارت ته ورکړي په نننۍ پېښه کې ۸۰ کسان وژل شوي او له ۳۵۰ ډېر ټپيان شوي دي، ټپيان بېلابېلو روغتونونو ته انتقال شوي امکان ولري چې په ارقامو کې بدلون راشي."

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش په سیمه کې خبریالانو ته وویل چاودنه نن سهار شااوخوا ۸ نیمې بجې د لسمې امنیتي حوزې اړوند د زنبق څلور لارې ته څېرمه د موټر بم له امله رامنځته شوې ده.

بل خوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار نننۍ خونړۍ حمله وحشیانه بللې او په کلکو ټکو یې غندلې ده.

په ورته وخت کې روسیې، هندوستان، پاکستان او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د کابل ښار پېښه وغندله.

وسله والو طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

خو الجزیرې ټلوېزیون خبر ورکړی چې د کابل د نننۍ چاودنې مسؤلیت داعش اخیستی دی.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل ښار په نننۍ موټر بم چاودنه کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۳۴۶ نور ټپيان دي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مجروح ازادي راډیو ته وویل چې په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

نوموړی وايي:

"د پېښې له ځایه شااوخوا ۳۴۶ تنه ټپيان او ۵۴ شهیدان د کابل روغتونونو ته انتقال شوي دي."

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش په سیمه کې خبریالانو ته وویل، چاودنه نن سهار شااوخوا ۸ نیمې بجې د لسمې امنیتي حوزې اړوند د زنبق څلور لارې ته څېرمه د موټر بم له امله رامنځته شوې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.

مجروح: د کابل موټربم چاودنه کې ۸۰ تنه وژل شوي او له ۳۵۰ ډېر ټپيان شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00
  • پخواني معلومات

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د کابل زنبق څلور لارې ته څېرمه د نن سهار په چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي او ۹۰ ټپيان دي.

د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر رئیس محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته وویل، امکان لري په دغو ارقامو کې بدلون راشي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې چاودنه موټر بم وه دا چې هدف‌یې څوک و په اړه‌یې پلټنې روانې دي.

بل‌خوا د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رئیس محب‌الله ځير رسنیو ته ویلي چې له دغې پېښې ۳۱۹ ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

  • پخواني معلومات

د افغانستان روغتیا وزارت وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د کابل د نن سهار په درنه چاودنه کې له لسو ډېر ملکیان وژل شوي او تر سلو ټپیان دي.

د دغه وزارت د اېمرجنسي د همغږۍ مسؤل بازمحمد شیرزاد ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوي او ټپيان تر ډېره ملکي وګړي دي.

خو د کابل د معالجوي طب رئیس محب‌الله ځیر رسنیو ته ویلي چې په دغه پېښه ۳۱۹ کسان ټپیان شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي.

ویل کېږي چې دغه موټربم چاودنه نن سهار اته بجې او ۲۵ دقیقې د کابل ښار د وزیر اکبر خان د ۱۷ سړک او زنبق څلور لاري تر منځ رامنځته شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغه موټربم چاودنه کې لږ تر لږه ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې، خو د وژل شویو د دقیقې شمېرې په اړه‌یې څه ونه‌ویل.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې د چاودنې له امله په سیمه کې نېږدې ۳۰ نقلیه وسایط ویجاړ شوي دي.

ښاغلي دانش وویل چې د تلفاتو د ډېرېدو وېره موجوده ده.

تر دې دمه د دغې پېښې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

  • پخواني معلومات

لومړني معلومات ښيي چې دا چاودنه په مرکز کابل کې د زنبق څلور لارې ته نېږدې شوې.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې په ډېر احتمال دا چاودنه موټر بم وه چې ۵۰ تنه ټپیان شوي او نقلیه وسایط هم ویجاړ شوي دي.

دا سیمه د لسمې امنیتي حوزې پورې تړلې ده.

بل‌خوا د عامې روغتیا وزارت رسنیو ته ویلي چې د کابل د نننۍ چاودنې څخه ۶۰ ټپیان بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي دي.

سپېدار ماڼۍ، یوناما، د علومو اکاډمي او ګڼ شمېر سفارتونه د زنبق څلور لارې ته څېرمه پراته دي.

دا چاودنه ډېره زوروره وه چې غږ یې تر لیرې سیمو اورېدل شوی دی.

تر اوسه کومې ډلې ددې پېښې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

  • پخواني معلومات

کابل ښار کې زورورې چاودنې د دې ښار ځینې برخې ولړزاولې.

دا چې څومره تلفات به لري په اړه‌یې نور جزئیات وروسته ...

XS
SM
MD
LG