د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۱۱

واشنګټن پوسټ: د افغانستان استخباراتو هم طالبانو ته لویه ضربه ورکړه


  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو مطلب کې افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر رکس ټېلرسن سفر ته کتنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

ټېلرسن دې ګواښ ته چې ښايي د وسله‎والو له‎خوا برید پرې وشي له پام پرته افغانستان او عراق ته سفر وکړ.

ورځپاڼه زیاتوي، د ټېلرسن سفر که څه هم لنډ و، خو له هغه هېواد سره د امریکا ملاتړ یې په ډاګه کړ چې ۲۰۰ وګړي یې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د طالبانو په حملو کې ووژل شول.

واشنګټن پوسټ د مطلب په دوام د ټېلرسن د څرګندونو هغه برخه رااخیستې چې وايي، په طالبانو کې داسې کسان شته چې د جګړې ختمول غواړي او زیاته‌یې کړه چې د افغانستان په حکومت کې به د هغو طالبانو لپاره ځای وي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

خو ورځپاڼه لیکي:

طالبانو د امریکا د پوځي حضور د پیاوړي کېدو په ځواب کې او د خپل زور د ښودلو لپاره تېره اوونۍ ډله‎ییزې حملې وکړې او لسګونه پولیس او پوځي افسران او ملکي وګړي یې ووژل.

خو واشنګټن پوسټ دا یادونه هم کوي چې د افغانستان استخباراتو هم طالبانو ته یوه لویه ضربه ورکړه او د سورګل په نوم د دوی هغه مهم قوماندان‌یې ونیوه چې د انتحاري حملو په تنظیمولو تورن دی.

د افغانستان استخباراتو هم طالبانو ته یوه لویه ضربه ورکړه.
  • نیوزویک مجله

نیوزویک مجلې د هغې امریکایي مېرمنې څرګندونې رااخیستې دي چې له خپل کاناډایي مېړه سره یوځای د وسله‎والو طالبانو له‎خوا برمته شوې وه او په دې وروستیو کې له خپلو درېیو ماشومانو سره راخوشې شول.

کېټلن کولمن چې پنځه کاله‌یې د طالبانو په اسارت کې تېر کړل؛ ویلي، د دې یوازنۍ خوشحالي دا وه چې په دې موده کې یې خپلو ماشومانو ته درس وایه.

مېرمن کولمن او خاوند یې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې چې دا حامله وه، په افغانستان کې وتښتول شول او سږ کال د اکټوبر په ۱۲مه، د پاکستاني چارواکو د ادعاوو له مخې د دې هېواد د پوځ د عملیاتو په نتیجه کې راخوشې شول.

د کېټلن لومړی ماشوم او وروسته دوه نور زامن هم د طالبانو په اسارت کې وزېږېدل.

نیوزویک مجله له «NBC News» سره د مېرمن کولمن د څرګندونو په حواله لیکي چې د اسارت پر مهال‌یې د تدریس لپاره ډېر وخت درلود، دې هم کار ترې واخیست او خپلو ماشومانو ته‌یې د تاریخ او ریاضي درس ورکړ.

خپرونه د کېټلن له قوله لیکي:

مشر پنځه کلن زوی یې د ریاضي په درسونو کې ډېر ښه و، جمع، تفریق او ضرب‌یې د زندان د دېوالونو د مساحت د سنجولو په وسیله ډېر ښه زده کړي وو.

نیوزویک د مطلب په دوام لیکي:

کېټلن او مېړه‌یې غواړي خپلو ماشومانو ته پاتې زده‌کړې هم په کورني ښوونځي کې ورکړي.

XS
SM
MD
LG