د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

راپور: د کابل په زندانونو کې د یو شمېر زندانیانو حقونه نقض شوي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو تازه راپور ښيي چې په هېواد کې د یو شمېر زندانیانو له حقونو سرغړونه شوې ده.

دغه کمېسیون د کابل په زندانونو کې له بندیانو سره له ناوړه چلند او د دوی له ځورونو پرده پورته کوي.

دغه راپور چې له ۹۲۱ نارینه، ښځینه او ماشومانو بندیانو سره د مرکو پر مټ جوړ شوی، ۵۱۰ کسانو یې د ځانونو پر وړاندې د بشري حقونو له سرغړونو شکایت کړی دی.

سیما سمر
سیما سمر

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئيسې سیما سمر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۱۸» په یوې خبري ناسته کې د دغه راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل:

"له ۹۲۱ کسانو سره مرکې شوي او د دوی د وضعیت او له دوی سره د چلند په اړه ترې پوښتنې شوي، ۶۵۰یې نارینه، ۱۳۵یې ښځې او ۱۳۶یې ماشومان دي، د دوی شکایتونه په مختلفو برخو کې دي، په دوی کې ۳۹۲ تنو یې موږ ته شکایت کړی چې له حقونو یې سرغړونه شوې ده."

د ناوړه چلند او ځورونې ۱۴، له بشري حقونو د سرغړونې ۳۲۹ او دا چې د ځینو د حبس موده پای ته رسېدلې او بیا هم بند تېروي، د دغه راپور عمده برخې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، دغه راپور په ۱۳۹۶ لمریز کال کې له ښځینه، نارینه او ماشومانو بندیانو د پوښتنو او مرکو پر مټ او همدارنګه د کابل له زندانونو د څارنې له لارې چې اوس هم ادامه لري، بشپړ شوی دی.

دغه کمېسیون وايي، د ډېرو بندیانو دوسیې لا نه‌دي څېړل شوي او د څارنې پر مهال‌یې دا هم موندلي چې یو شمېر بندیان پرته له کوم جرم نه بند تېروي.

کمېسیون دا هم وايي، د کابل زندانونه چې د ۵۰۰۰ بندیانو د اوسېدو ظرفیت هم نه‌لري، ۱۰۰۰۰ بندیان په‌کې پراته دي چې دا د بندیانو له حقونو د سرغړونې یو بل مورد دی.

د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر په ګډون، ځینو نړیوالو بنسټونو، د بندیانو د ځورونې او د تحقیقاتو پر مهال، له دوی سره پر ناوړه چلند انتقاد کړی او له افغان حکومته‌یې غوښتي چې د بندیانو د حقونو د سرغړونو ستونزه دې ختمه کړي.

بل‌خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د زندانونو او توقیف‌خانو رئیس عبدالحلیم کوهستاني د بندیانو ځورول او له دوی سره د ناوړه چلند موضوع ردوي، خو دا مني چې د بندیانو د ساتلو لپاره ودانۍ لږې دي.

نوموړی وایي:

"زموږ په محابسو کې ځورونه جرم دی، هېڅ‌څوک حق نه‌لري چې بندي شکنجه کړي، د محابسو د ځای کموالی منو، ستونزې اوس هم شته، ګڼه ګوڼه ډېره ده، معیاري محابس نه‌لرو، خو د دغې ستونزې هوارول زموږ په پراختیايي پروګرامونو کې شامل دي."

دغه راپور په داسې حال کې د بندیانو د حقونو د نقضولو موارد په ګوته کوي چې د یو شمېر سناتورانو په خبره، اوس د کابل د څرخي پله په زندان کې، د بندیانو اعتصاب روان دی.

د مشرانو جرګې رئيس فضل‌هادي مسلمیار ټینګار کوي چې د بندیانو وضعیت ته دې جدي رسیده‌ګي وشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG