د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

"د استرالیايي ځواکونو له لوري بنديان شوي افغانان اوس رواني ناروغي لري"


په افغانستان کې استرالیايي ځواکونه د عملیاتو پر مهال-ارشيف
په افغانستان کې استرالیايي ځواکونه د عملیاتو پر مهال-ارشيف

یو شمېر هغه کسان چې ارزګان کې یې د استرالیايي ځواکونو زندانونو کې وخت تېر کړی وايي په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

عبدالخالق د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند دیجوز حسن زوي سیمې اوسېدنکی دی چې اته کاله مخکې د استرالیا ځانګړو ځواکونو له خوا له خپلې کلي څخه د یوې چاپې پر مهال ونیول شو.

هغه ازادي راډیو سره خبرو کې د نیول کیدو او بندي کیدو په اړه وویل: "لومړی یې ماته سپي راخوشې کړل، په لاسونو باندې یې وخوړلم، ما هغه سپي په لغتو وواهه او راڅخه لرې شول، بیایې راباندې را وښکاره، هغه ټپ ویني وکړي بیانو سپې نه راڅخه ګرځېدل او پر سر يي هم وداړلم، په دغه وخت کې زه دوځله بي هوښه سوم اوزړه مي ضعف وکړ."

عبدالخالق ادعا کوي چې ولسي وګړی و خو د استرالیانو له خوا ونیول شو او بیا یې کلونه بې ګناه په باګرام زندان کې تېر کړي دي.

نوموړی همدارنګه ادعا کوي، چې استرالیايي ځواکونو شل ورځې په ترینکوټ کې زندان کې ساتلی او پرلپسې یې شکنجه کړی چې اوس یې رواني حالت سم نه دی.

هغه زیاته کړه: "پر چا وژاړم او چاته ووایم چې دومره ظلم راسره شوى دی، په قسم باور وکړه چې زه ټول شپه تر سهاره په ویښه ناست یم، زه تل تنها اوسېږم او وېره لرم چې له چاسره جنګ ونه کړم، عصاب مې زیات ضعیف شوي دي، څه وکړو د دي حساب څوک راکولی شي، د سر درد او د پښو دردونه تر نن پورې لرم او ټول عمر مې په درمل خوړلو تېر شو، او هلته ۱۳ تنه ماشومان راپسې دی ډوډۍ راڅخه غواړي."

خو یوازې عبدالخالق نه دی چې په ارزګان کې له مېشتو استرالیايي ځواکونو ترخې خاطرې لري.

۲۱ کلن نعمت الله هم ورته کیسه لري.

هغه ادعا کوي چې اته کاله مخکې چې ۱۴ کلن ماشوم و له ښوونځي څخه د کور پر لاره استرالیايي ځواکونو ونیوه او د څو ورځو لپاره یې زنداني کړ.

هغه وايي، استرالیايي ځواکونو لکه د یو لوی سړي په توګه چلند ورسره کړی او څو شپې یې بې خوبه ساتلی دی.

هغه زیاته کړه: "پر ما يې زیات ناوړه تاثیر وکړ د شپې به مې خوب لیدلي چې استرالیايي ځواکونه مې وهي اوس په زده کړو کې هم ستونزه لرم او حافظه مې له لاسه ورکړې."

تازه د استرالیا د لوړ پوړو پوځیانو د یوې ډلې ابتدايي څېړنو موندلې، چې په افغانستان کې یې سرتېرو په ځینو داسې کړنو کې لاس درلود چې په کې لږ تر لږه 39 افغانان چې بندیان او ولسي وګړي په کې شامل وو، وژل شوي.

د دې معلومول ستونزمن دي چې ایا د استرالیا د نظامي ډلې له خوا په څېړل شویو قضیو کې د عبدالخالق او نعمت الله پر قضیو هم غور شوی کنه، خو د استرالیا د دفاعي ځواکونو لوی درستیز په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ناسمې کړنې چې په کې د بندیانو او ولسي خلکو د وژلو او ربړولو پېښې شاملې دي، د شرم وړ بللي او له افغانانو یې بخښنه غوښتې ده.

په ارزګان کې هغه کورنۍ چې، ادعا کوي د استرالیايي ځواکونو د چاپو پر مهال یې د کورنۍ غړي وژل شوي او یا زندانونو کې شکنجه شوي وايي، د استرالیا د پوځ وروستۍ څېړنې یو ښه اقدام دی خو وايي شوې څېړنې نیمګړي دي او په دې ولایت کې د استرالیايي ځواکونو له خوا شوي بشري جنایات تر دې ډېر زیات دي او باید په اړه یې سمې او پراخې څیړنې وشي او هغو سرتېرو، چې جنایات کړي سزا ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG