د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

استرالیا شپږ تنه افغان وسلوال روزلي دي


دا مهال تر یو نیم زرو زیات اسټرالیايي سرتیري په افغانستان کې میشت دي.
دا مهال تر یو نیم زرو زیات اسټرالیايي سرتیري په افغانستان کې میشت دي.

د استرالیايي ځواکونومشر دا منلې چې شپږو تنو وسلوالو چې د ارزګان ولایت د یوه جنګ سالار مطیع الله خان کسان دي تیره اونۍ ددغه هیواد په پوځی اډو کې روزنه ترلاسه کړه څو د طالبانو پر ضد جګړه کې داسترالیايي ځواکونو ترڅنګ وجنګیږي.

د اسوشیټیډ پریس اژانس په وینا دغه وسلوال په پټه استرالیا ته وړل شوي څو ددغه هیواد د خاصو ځواکونو سره یو ځای پوځی روزنه ترلاسه کړي.

د استرالیايي ځواکونو د مشر انګوس هوسټن په وینا ددغو وسله والو روزنه په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د محلي ملیشو د جوړولو د ستراتیژۍ په لړ کې ترسره شوې ده.

هوسټن ویلي دغه وسلوال به په افغانستان کې ددوي د خاصو ځواکونو د راتلونکې ماموریت سره په ګډه ځای پر ځای شي.

استرالیا دا مهال په افغانستان کې څه د پاسه یو نیم زر سرتیري لري چې اکثره يې په ارزګان ولایت ځای پرځای دي.

نوموړي ویلي کله چې مونږ له دغو وسله والو سره یو ځای په عملیاتو کې برخه اخلو نو دا ضروري ده چې هغوی لازمه پوځی روزنه ترسره کړي.

اسوشیټیډ پریس اژانس وايي امریکايي او ناټو ځواکونه اکثره محلي جنګ سالارانو ته پیسې ورکوي څو د هغوي له سیمو څخه ددوی کاروانونه بې له کوم خطره تیر شي.

د استرالیا په پوهنتون کې د اسیا پسیفیک د پوهنځي مشر پال مالې اسوشیټید پریس ته ویلي د وسله والو ددغه مشر مطیع الله خان کړه وړه تر پوښتنې لاندي دي، ځکه چې د نوموړي وسله وال له خلکو په زوره د پیسو په اخستو تورن دي.

خو جنرال جیم مولن چې په ۲۰۰۵کال کې په عراق کې د نړیوالو ځواکونو قومندان و ،اسوشیټید پریس ته ویلي دا لا نه ده څرګنده چې دغه وسله وال له طالبانو بد تره دي او که نه خو که که غواړې چې د بدو او ډیرو بدو تر منځ تفکیک وکړې نو باید دا خطر ومنې.

دغه راز د استرالیا د تینک تانګ څیړنیز مرکز مشر نیل جیمز وايي مطیع الله خان په ارزګان ولایت کې د حکومت له دایرې بهر تر ټولو ځواکمن سړی دی او د نوموړي په وینا دا جګړه ده او د جنګ په حالاتنو کې باید کله کله په زړه پورې مصلحتونه باید ترسره شي.
XS
SM
MD
LG