د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

"د یوه وسلوال د لاسونو د پریکولو په اړه به څیړنې وشي"


د استرالیا صدراعظم وايي، هغه مطمین دی، د هغو عسکرو په اړ به څيړنه وشي چې؛ په افغانستان کې د یوه وژل شوي وسله وال د جسد د لاسونو د پریکولو ادعا ورباندې شوې ده.

کیفن راد دا مساله تر هغې وروسته یاده کړه چې؛ په افغانستان کې استرالیايي ځواکونه د یوه او یا هم څو وسله والو د لاسونو په پرې کولو تورن شول.

د اسټرالیا کورني مطبوعات د دې هېواد د وسله والو ځواکونو د قوماندانۍ په حواله وايي، د افغان او اسټرالیايي ځواکونو له خوا په زابل کې د هغو ګډو عملیاتو پرمهال چې؛ د اپریل په میاشت کې ترسره شوي وو، د داسې ناوړه چلند پر امکان څيړنې کوي.

د استرالیا صدراعظم وايي، هغه مطمین دی چې د دې هېواد د دفاعي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال دیوید هیورلي په افغانستان کې د څو تنو وسله والو د جسدونو د لاسونو د پرې کولو په اړه هر اړخیز تحقیقات کوي.

کیفنن رد وویل، د تورنو عسکرو په اړه به تحقیقات وشي او نتیجه به یې اعلان شي.تر دې دمخه ویل شوي وو چې یو شمېر استرالیایي ځواکونه په افغانستان کې د حکومت د مخالفو وسله والو د بدن د غړو په پرې کولو تورن دي، خو بیا وروسته د استرالیا رسینو د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې؛ د اپریل د میاشتې په پیښه کې استرالیایي عسکرو د څو تنو وسله والو لاسونه پرې کړي وو.

ویل کیږي چې، دا پیښه د افغان او استرالیايي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې چې د زابل په ولایت کې تر شوي وو، شوي وه چې؛ څلور تنه مخالف وسله وال په کې وژل وژل شوي وو.

وروسته بیا د وژل شویو وسله والو لاسونه په ارزګان ولایت کې د استرالیا پوځي هډي ته یوړل شول څو هلته ورباندې څیړنه وشي.

د اسټرالیا د وسله والو ځواکونو قوماندانۍ ویلي، د دې عملیاتو هدف د هغه قوماندان وژل وو چې؛ د ارزګان شاوخوا یې د وسله والو یوه شبکه اداره کوله.

ادعا کیږي چې؛ دې عسکرو لږ تر لږه د یوه وژل شوي وسله وال لاسونه پریکړې وو او بیا یې د هغه د ګوتو د نښان د اخیستلو په خاطر په ترینکوټ کې خپل مرکز ته وړي وو.

استرالیا په افغانستان کې یو نیم زر عسکر لري چې؛ ډیره برخه یې په ارزګان کې دیره دي.

یو استرالیايي سیاسي کارپوه الان بییم وايي، په دې اړه پکار دي په لوړه سطح څیړنه وشي او نتیجه یي ټولو ته څرګنده شي.

هغوي له خپل ځان سره د څیړنې لپاره وسایل هم وړي دي خو استرالیایي رسنیو نه دي ویلي، چې ولې د وژل شویو وسله والو څخه د ګوتو د نښان د اخیستلو په هدف لاسونه پرې شوي دي.

سره له دې چې؛ دا وسله وال له استرالیايي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي خو ویل کیږي چې د بدن د غړو پري کول په استرالیا او د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې د جګړي د قانون خلاف خبره ده.
XS
SM
MD
LG