د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

استرلیا: په ارزګان کې زموږ عملیات خپلسري نه وو


استرالیا د افغان ولسمشر حامد کرزي هغه څرګندونې رد کړي، چې ګوندې په ارزګان کې د استرالیايي ځواکونو وروستي عملیات د سیمه ایزو افغان چارواکو سره له هم غږۍ او د هغوي له اجازې پرته شوي دي.

په دې عملیاتو کې دوه تنه وژل شوي وو او استرالیايي ځواکونو په هغې پېښې پسې ترسره کړل و، چې په ترڅ کې یې په دې ولایت کې د یو افغان سرتیري په ډزو درې استرالیايي سرتیري ووژل شول.

د ولسمشر کرزي له دفتر په یوې خپرې شوې خبر پاڼې کې دا عملیات خپل سري عملیات بلل شوي و او د افغان حکومت او ناټو ترمنځ د شوي توافق سرغړاوی یې بللی و.

خو د استرالیا د دفاع وزیر سټیفن سمیټ د دوشنبې په ورځ وویل، چې د ارزګان په ولایت کې یې دا پوځي عملیات د سیمه ایزو چارواکو په قانوني اجازه ترسره کړي او د ناټو او افغان حکومت ترمنځ په کې د شوي تړون سرغړاوی نه دی شوي.

نوموړي ویلي دي، په دې پوځي عملیاتو کې پر شپیتو استرالیايي سرتیرو سربیره اتیا افغان سرتیرو هم برخه اخیستې وه.

سټیفن سمیټ په دې اړه، چې د ولسمشر کرزي دا څرګندونې چې ګوندې دا عملیات د افغان چارواکو له اجازې پرته ترسره شوي ناسمې بللي دي او ویلي یې دي هېواد یې د ولسمشر کرزي په څرګندونو خپه شوی او دا یو سو تفاهم دی.

نوموړی ویلي، دا پوځي عملیات یې د ارزګان د والي او امنیې قومندان په اجازه د هغه افغان د نیولو لپاره ترسره کړي چې د درې استرالیايي سرتیرو په وژلو تورن و.

د دوي په وینا په دې عملیاتو کې دوه وسلوال وژل شوي او یو بل نیول شوی دی، خو د ولسمشر کرزي دفتر په خبر پاڼه کې راغلي وو، چې استرالیايي ځواکو د سیمې یو سپن ږیری او د هغه ځوان زوی وژلي او نهه کسان یې ځان سره بیولي وو چې وروسته د والي په هڅو راخوشې شول.

په کابل کې د ایساف یو ویاند ګونتر کټز هم ویلي، چې دا پوځي عملیات د ارزګان د والي په اجازه ترسره کړي:

"هغه کسان چې د ارزګان په عملیاتو کې وژل شوي دي، دوي وسلوال و، زموږ له نظره دا ډیر بریالي عملیات وو او دا عملیات د ولایتي چارواکو له خوا تصویب شوي وو."

سټیفن سمیت ویلي دي نیول شوی کس په توقیف کې دی او پر نوموړي شک دی چې د حکمت الله په نوم له هغه افغان سرتیري سره یې مرسته کړې چې درې استرالیايي سرتیري یې ووژل.

د افغان امینتي ځواکونو له منځه د ناټو پر سرتیرو بریدونه دا مهال د افغان چارواکو او ناټو لپاره په یوه جدي ستونزه بدل شوی او همدې بریدونو د امریکا ځانګړي ځواکونه اړ کړل، چې د زرو په شااوخوا کې د افغان سرتیرو د روزنې چارې وځنډوي.

سټیفن سمیت وویل، استرالیا او نړېوالو ځواکونه په حکمت الله پسې ګرځي او دوي تر اوسه په دې نه پوهیږي چې نوموړي د کومې انګیزې له مخې درې استرالیايي سرتیري ووژل.
XS
SM
MD
LG