د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

د تخار د بنګي ولسوالۍ اوسېدونکي: خپل‌سري وسله‌وال مو ځوروي او شکنجه کوي


تخار کې د بنګي ولسوالۍ
تخار کې د بنګي ولسوالۍ

د تخار د بنګي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له نورو سیمو ورغلو خپل‌سرو وسله‌والو یې په کلیو او کورونو کې اړولي او دوی په بېلابېلو نومونو ځوروي او شکنجه کوي.

د تخار له بنګي ولسوالۍ کندز ته یو شمېر راکډه شويو کسانو پر خپل وجود له ټپونو پرته له ځان سره له خپلو کورونو بل څه نه‌دي راوړي.

امیر محمد چې ادعا کوي په بنګي ولسوالۍ کې د دوی کلي ته ورغلو خپل‌سرو وسله‌والو وهلی ډبولی دی، پر خپل وجود د شکنجې هغه نښې لري چې لا هم تازه دي.

ځپل شوی کس
ځپل شوی کس

له امیر محمد سره ملګری عبدالجلیل چې شااوخوا ۵۰ کاله عمر لري، یو لاس تړلی او وايي په بنګي کې خپل‌سرو وسله‌والو په مرمۍ ویشتی.

دا وايي: "د خلکو په کورونو یې حمله وکړه. زموږ سپين ږیري او ځوانان‌یې ووهل او خلکو نه د پيسو غوښتنې په بدل کې خلک برمته کوي. چا نه ۱۰ زره، چا نه ۲۰ زره، چا نه یو لک، چا نه یونیم لک او چانه دوه لک افغانۍ غواړي. دغسې ظلم‌یې شروع کړی، د خلکو په کورونو کې قرارګاوې او سنګرونه جوړ کړي دي."

د دوی په خبره دا وسله‌وال سیمې ته ظاهراً د طالبانو د ځپلو په پلمه ورغلي دي، خو نه په سیمه‌ییزو پولیسو او نه بلې کومې دولتي ادارې پورې تړلي دي.

دوی وايي، خپل‌سرو ټوپکیانو په هرې کورنۍ له ۱۰ زرو نیولې تر ۲۰ زره افغانۍ حواله کړي او که څوک ورڅخه سرغړونه وکړي، د وهلو ټکولو سربېره په شخصي بندي‌خانو کې اچول کېږي.

د بنګي د لوګریو د کلي یو اوسېدونکی محمد داوود وايي دا خپل‌سري وسله‌وال له ځايي خلکو هر څه اخلي.

هغه زیاته کړه: "خلک ټکوي او وهي، هر سړی چې ګېر کوي پیسې ورڅخه اخلي. درې څلور سوه کورونه چې د بنګي په چینې سیمې کې اوسېږې او له ضعیفې کورنۍ څخه ۱۰ زره افغانۍ اخیستې دي. ان مالداران چې له بدخشان راځي او کندز ته ځي له هغوی څخه هره ورځ دوه ماله او درې ماله اخلي."

د بنګي ولسوالۍ د منګلو د کلي اوسېدونکی امیر محمد وايي، خپل‌سرو وسله‌والو لسګونه کورنۍ اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي.

امیر محمد زیاتوي: "د دغو وسله‌والو د ظلم له وجې خلک له خپلو کورونو څخه اواره شوي دي. د تخار محلي ادارې تر اوسه پورې زموږ غږ نه‌دی اورېدلی. له مرکزي حکومت څخه غواړو چې زموږ د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي."

ارشیف
ارشیف

د تخار د ولایتي شورا منشي محمداعظم افضلي هم د خلکو ستونزې مني او وايي، سیمه‌ییزه اداره دومره وړتیا نه‌لري چې دا خپل‌سري وسله‌وال بې‌وسلې کړي.

دی وایي: "خپل‌سري ټوپکیان خپل اعاشه په خلکو کوي او پر خلکو ظلم او زیاتی کوي. دې مسئلې موږ هم اندېښمن کړي یوو. زیات شمېر خلک د خپل عزت او ابرو په خاطر له سیمې وتلي دي. که دې وضعیت ته پاملرنه ونه‌شي ښايي د سیمې ټول خلک کډه وکړي."

که څه هم د سیمې خلک وايي، ولایتي ادارې او ولایتي شورا ته‌یې په وار، وار خپل شکایتونه کړي، خو د تخار والی وايي، له هېڅ هم خبر نه‌دی.

مولوي عبدالله قرلق ازادي راډیو ته وویل بنګي کې د خپل‌سرو وسله‌والو څخه هېڅ شکایت نه‌دی ور رسېدلی.

هغه وویل: "تر اوسه پورې له بنګي ولسوالۍ څخه خلک ماته نه‌دي راغلي او په دې اړه‌یې شکایت نه‌دی کړی. که چېرې خلک موږ ته مراجعه وکړي، زه حتماً په دې اړه پوښتنه کوم چې دا غیر مسؤل وسله‌والو څوک دي. ځکه موږ په بنګي ولسوالۍ کې قوماندانۍ لرو، د امنیت مدیر لرو او هلته موږ ملي اردو لرو. موږ هلته غیر مسؤله وسله‌والو ته هېڅ ضرورت نه‌لرو."

د تخار والي مولوي عبدالله قرلق
د تخار والي مولوي عبدالله قرلق

خو کندز ته راکډه شوی د تخار د بنګي صبغت‌الله وايي، د خپل‌سرو وسله‌والو څخه‌یې ولایتي ادارې ته د شکایت رسولو ټولې لارې ازمویلي، هغوی په ستونزو خبر دي، خو دا چې ولې یې د ده په خبره غوږونه کاڼه کړي، دوی یې په علت نه‌پوهېږي.

صبغت‌الله د بنګي ولسوالۍ د اخونزاده کلي یو سپین ږیری دی. هغه وايي، له یوې میاشتې راهیسې یې کلي ته له نورو سیمو خپل‌سري وسله‌وال ورغلي او دوی په بېلابېلو نومونو ځوروي.

XS
SM
MD
LG