د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

پر امریکا د القاعده د برید ۲۳ کاله پوره شول؛ ایا د ورته بل برید ویره شته؟


نن د سپټمبر ۱۱مه په امريکا کې دننه پر ځینو اهدافو د القاعده شبکې د تروریستي بریدونو ۲۳مه کالیزه ده. په دغو بریدونو کې دوه نړیوال سوداګریز مرکزونه او د امریکا دفاع وزارت ته څېرمه یوه ودانۍ په نښه شوې وې.
نن د سپټمبر ۱۱مه په امريکا کې دننه پر ځینو اهدافو د القاعده شبکې د تروریستي بریدونو ۲۳مه کالیزه ده. په دغو بریدونو کې دوه نړیوال سوداګریز مرکزونه او د امریکا دفاع وزارت ته څېرمه یوه ودانۍ په نښه شوې وې.

نن د سپټمبر ۱۱مه، پر امریکا د القاعده شبکې د خونړیو ترهګریزو بریدونو درویشت کاله پوره شول.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مه، هغه ورځ چې د القاعده شبکې غړو په امریکا کې څلور الوتکې یرغملې او د وسلې په توګه یې خونړي بریدونه پرې وکړل.

برید کوونکو دوه الوتکې په وقفه‌یې ډول په نیویارک کې د امریکا د نړیوالې سوداګرۍ له اسمان‌څکو برجونو سره وجنګولې.

حمله کوونکو درېیمه الوتکه په واشنګټن کې د دفاع وزارت له ودانۍ سره ټکر کړه او څلورمه یرغمل شوې الوتکه پنسلوانیا کې کوم هدف ته له رسېدو مخکې په یوه کرونده کې ولوېده.

"القاعده دا مهال په افغانستان کې د ستراتېژیکې خاموشۍ په حالت کې ده، نه‌غواړي چې طالبانو ته سرخوږی پیدا کړي.
علي احمد جلالي

د القاعده شبکې په دغو ترهګریزو بریدونو کې ۲۹۷۷ کسان ووژل شول، چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج بوش د بریدونو د څېړنو او له عاملانو سره یې د حساب کتاب ټټر وواهه.

پر امریکا له دغو خونړیو بریدونو نژدې میاشت وروسته متحده‌ایالتونو پر افغانستان بریدونه پيل کړل، د طالبانو رژیم یې نسکور کړ او د نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې یې خپل لسګونه زره سرتیري افغانستان ته ولېږل.

دا چې پر امریکا د القاعده شبکې له بریدونو وروسته اوس القاعده شبکه سیمه او افغانستان کې په څه وضعیت کې ده، د چارو کتوونکي یې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د واشنګټن د ملي دفاع په پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي وایي، القاعده دا مهال د ستراتېژیکې چوپتیا په حال کې ده، خو په وینا یې افغانستان کې د طالبانو حکومت ورته فضا ډاډمنه کړې ده.

نوموړی وايي: "القاعده دا مهال په افغانستان کې د ستراتېژیکې خاموشۍ په حالت کې ده، نه‌غواړي چې طالبانو ته سرخوږی پیدا کړي. فقط خپلو فعالیتونو او دې ته خوشاله دي چې طالبانو ځای ورکړی دی، هڅه کوي چې اینده کې خپل فعالیت راټول او تقویه کړي. په ملګروملتونو او نورو ځایونو کې استخباراتي ډلې وایي، چې القاعده فعلاً د ځان د سمبالولو لپاره له یوې مرحلې نه تېرېږي."

د دفاعي چارو شنونکی او د امریکا په ملي دفاع پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي
د دفاعي چارو شنونکی او د امریکا په ملي دفاع پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي

امریکا د القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو د ځپنې په هدف په افغانستان کې شل کاله جګړه وکړه، چې د خپل تاریخ اوږده جګړه یې وه، خو د القاعده بنسټ ایښودونکی چې د طالبانو لومړني حکومت پنا ورکړې وه، د ۲۰۱۱ کال د مې په دویمه اسلام‌اباد ته نژدې په ایبټ‌اباد کې وواژه.

"دا وخت القاعده یو ایډیولوژیکي یا نظریاتي وجود لري، ځینې کسان ممکن په پټه د دوی ملاتړ وکړي، عملیاتي قوت یې یا له‌منځه تللی دی
سميع يوسفزی

خبریال او د چارو شنونکی سمیع یوسفزی وایي، د اسامه وژل کېدو او بیا د ۲۰۲۲ کال د جولای په دېرشمه په کابل کې د القاعده د بل مشر ایمن‌ الظواهري وژلو دغه شبکه د ده په ټکو په ظاهره له پښو او عملیاتي قوته وغورځوله.

ښاغلي یوسفزي ازادي راډیو ته وویل، دا مهال د فلسطین ځینې خواخوږي هېوادونه له القاعده شبکې سره مرسته کوي او په وینا یې په غزه کې د اسراییل جګړې او زورزیاتي القاعده ته د نورو جنګیالیو د جذب فرصت برابر کړی دی.

هغه وايي: "دا وخت القاعده یو ایډیولوژیکي یا نظریاتي وجود لري، ځینې کسان ممکن په پټه د دوی ملاتړ وکړي، عملیاتي قوت یې یا له‌منځه تللی دی، یا د دوی پالیسي داسې ده چې دا مهال یې ځانونه خاموش نیولي دي، خو زه فکر کوم دا اوس چې څه په فلسطین کې پېښېږي د اسراییلو له‌خوا او کوم ظلمونه چې کېږي او امریکا یې ملاتړ کوي، دا به یوځل بیا القاعده ته فرصت ورکړي چې ډېر هغه خلک ورته جذب شي چې غواړي په امریکا یا غرب خپل ایډیولوژیکي بړاس وباسي یا غچ واخلي."

د امریکا د کانګرس د یوې څېړنې له‌مخې القاعده شبکه په ۱۹۸۸کال کې د اسامه بن لادن له‌خوا جوړه شوه، چې غړي یې عربان او هغه جنګیالي و چې افغانستان کې يې د پخواني شوروي له سرو لښکرو سره مبارزه کوله.

د القاعده شبکې د جوړېدو هدف هغه مهال د نړۍ په شخړو او جګړو کې د اسلامپالو ډلو او اسلامي نظریو پلوی بلل شوی و.

د القاعده شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن
د القاعده شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن

د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني وویل، له افغانستانه بیا د سپټمبر د ۱۱مې پېښې ته ورته برید ګواښ موجود دی.

هغه مهال د طالبانو د بهرنیو چارور وزارت د ښاغلي دراني دغه ادعا رد کړه او وې ویل، برعکس له پاکستانه د بریدونو خطر موجود دی.

د منځني ختیځ د چارو کتونکی ډاکټر عبیدالله برهاني وایي، د سیمې یوشمېر هېوادونو په لوی لاس هڅه کوي افغانستان نارامه وښيي او په خبره یې، امریکا خپله پر افغانستان او سیمه څارنه لري او د ځان په وړاندې هر ډول احتمالي ګواښ دفع کولای شي.

نوموړی وايي: "ځینې طرفونه د خپلو سیاسي اهدافو لپاره وایي، چې افغانستان کې القاعده ځای پر ځای شوې ده او نورې ډلې ټپلې دي، اما د امریکا متحده‌ایالتونو په یوه شکل غواړي ووایي، چې داسې کوم څه نه‌شته، البته په هغه شکل چې خلک ورته اندېښنې لري. دوی( امریکا) له اوسني حاکم نظام سره په امنیتي مسئلو کې خبرې کوي او خپله د افغانستان او سیمې پر فضا څارنه کوي، کشفي الوتکې يې ځي راځي او منطقه څاري."

تر دې وړاندې خپله امریکایي چارواکو هم ویلي، چې په افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګریزو ډلو فعالیت له لرې څاري او اجازه نه ورکوي چې دغه شبکه یوځل بیا نړۍ وګواښي.

که څه هم القاعده شبکې د الظواهري د مرګ تر اعلان وروسته په رسمي ډول نه‌دي ویلي چې دغه ډله څوک رهبري کوي، خو ملګروملتونو د ۲۰۲۳م کال په فبرورۍ کې وویل چې سیف العدل د دغې شبکې داسې مشر دی چې کوم سیال نه‌لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، مصری تبعه سیف العدل دا مهال په ایران کې پټ دی او دوی یې پر سر لس میلیونه ډالره جایزه هم ایښې ده.

د طالبانو یوه لوړپوړي غړي څه موده وړاندې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل، چې دا مهال په افغانستان کې د القاعده حضور ته اړتیا نه‌شته او په خبره یې د القاعده هغه غړي چې پخوا افغانستان کې و، اوس متواري او خپلو هېوادونو ته تللي دي.

خو د ملګروملتونو امنیت شورا د تېرې فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې وویل، القاعده شبکې په افغانستان د روزنې اته مرکزونه جوړي کړي او د دې شبکې جګپوړي چارواکي لا هم په‌دې هېواد کې شته.

د ملګروملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د طالبانو حکومت له القاعده شبکې سره په نژدې اړیکو تورن کړی او په یو راپور کې یې ادعا کړې چې دغې شبکې د افغانستان په څو ولایتونو کې روزنیز مرکزونه او تاسیسات جوړ کړي دي.

غزني، لغمان، پروان، ارزګان هغه ولایتونه یاد شوي چې د راپور په ټکو القاعده شبکې په‌کې څلور روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.

امنیت شورا ویلي، چې القاعده شبکه په پنجشېر کې د وسلو زېرمې او دغه شان په کابل، هلمند، هرات او فراه کې تاسیسات جوړ کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG