د کابل د پېښې د تلفاتو شمیر له ١٠٠ واوښت
د اسوشیتدپریس خبري اژانس د افغان او امریکایی چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د کابل هوایي ډګر ته نږدې د برید تلفات له سلو واوښتل. مخکې تر دې د ١٣ امریکایی سرتیرو په ګډون د ٨٥ تنو د مرګژوبلې راپور ورکول شوی وه. د دې برید مسوولیت داعش ډلې منلی. د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون په سپينه ماڼې کې یوه خبري ناسته کې وویل چې د دې برید د جوړونکي یې پېژندلي او ژر به ورته سزا ورکړي.