د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د ژر څېړنو غوښتنه وشوه


د جرمونو نړیواله محکمه
د جرمونو نړیواله محکمه

د بشري حقونو څار سازمان د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې په افغانستان کې د شویو جنګي جرمونو په اړه خپلې څېړنې ژر پیل کړي.

علي اصغر هغه څوک، چې د روان لمریز کال د ثور میاشتې په لومړی نېټه د مزار شریف د شیعه ګانو په یوه جومات په انتحاري حمله کې يې ورور ووژل شو.

دی د طالبانو له حکومته دا تمه نه لري چې د ده د ورور وژونکي دې محکمې ته راکاږي، ځکه د علي اصغر په خبره طالبان په خپله د انتحاري بريد کوونکو کنډک لري او له داسې یوه حکومته د عدالت غوښتنه بې ځایه ده.

خو دی د نړیوالې محکمی په څېر له نورو بې پرې عدلي او قضایي سازمانونو تمه لري چې د ده د ورور له وژونکو سره حساب وکړي.

هغه زیاتوي: "له ورور پرته، د کورنۍ اوه – اته غړي مو ووژل شـول. د ځینو د بدن غړي پرې شوي. که یوه بې پرې محکمه جوړه شي، یوه داسې محکمه چې په واقعي توګه قانون پلی کړی، نو طبعاً موږ د دا راز جنایتونو د عاملانو د مجازاتو غوښتونکي یو. دوی ته باید سزا ورکړل شي."

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هم د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د څېړنو پر ځنډ نیوکه کوي.

یاد سازمان په خپله تازه راپور کې لیکلي چې شپاړس کاله کېږي افغانستان د نړیوالې محکمې غړیتوب ترلاسه کړی او یادې محکمې هم په دغه هېواد کې د جنګي جرمونو د څېړلو ژمنه کړې، خو تر اوسه په دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی.

د بشری حقونو د څار سازمان وایي، که څه هم د جرمونو نړیوالې محکمې یوه غړي د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې له دغې محکمې وغوښتل چې ده ته اجازه ورکړي څو په افغانستان کې د طالبانو او داعش خراسان څانګې د جنګي جرمونو په اړه څېړنه وکړي، خو دا څېړنې تر اوسه نه دي پیل شوي.

د بشري حقونو څار سازمان غړې هیدر بار ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له حکومته دا تمه نه شي کېدای چې جنګې جرمونو ته دې رسېدنه وکړي، له همدې امله دوی د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړي چې پر خپلو ژمنو او مسوولیتونو عمل وکړي.

د بشري حقونو څار سازمان غړې هیدر بار
د بشري حقونو څار سازمان غړې هیدر بار

بار زیاته کړه: "شپاړس کاله شول چې د جرمونو نړیوالې محکمې د افغانستان د وضعیت څېړل پیل کړل، خو تر اوسه یې په کار کې پرمختګ نه دی شوی. نو موږ له نړیوالې محکمې غواړو چې ژر تر ژره دې یوه پرېکړه وکړي، څو تر یوې اندازې د محکمې کار مخته لاړ شي، ځکه افغانانو ډېر انتظار وکړ."

د بشري حقونو څار سازمان په خپل راپور کې لیکلي، چې په وروستیو میاشتو کې دوی د طالبانو په لاس یو لړ هدفی وژنې، شکنجې، د انسانانو تري تم کېدل، او د ښځو او نجونو پر حقونو د تېریو ځینې پېښې ثبت کړي.

په راپور کې دغه شان د داعش خراسان څانګې له لوري پر شیعه ګانو او هزاره ګانو بریدونو ته هم اشاره شوې او ټینګار شوی چې عدالت ته د رسېدو لپاره د افغانانو انتظار ډېر اوږد شوی او د جرمونو نړیواله محکمه یې باید د څېړلو لپاره اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG