د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

فعالان: افغانستان کې د شته نسل وژنې موارد دې وڅېړل شي


ملګرو ملتونو سازمان د نسل وژنې د مخنیوي او عاملینو ته یې د سزا ورکونې کنوانسیون د ۱۹۴۸ میلادي کال د دسمبر میاشتې په ۹ مه نېټه تصویب کړ. ‎
ملګرو ملتونو سازمان د نسل وژنې د مخنیوي او عاملینو ته یې د سزا ورکونې کنوانسیون د ۱۹۴۸ میلادي کال د دسمبر میاشتې په ۹ مه نېټه تصویب کړ. ‎

‎د دسمبر نهمه د نسل وژنې له قربانیانو د نمانځنې نړیواله ورځ ده، نسل وژنه یا جنوسایډ یو له څلورو نړیوالو جنایتونو څخه دی.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي اسامبلۍ د ۱۹۴۶ زېږدیز کال د دسمبر په ۱۱نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه جنایت نړیوال جرم وګاڼه.

‎په دغه اعلامیه کې دا هم راغلي، نسل وژنه د ملګرو ملتونو د روح او هدف خلاف جنایت دی چې متمدنه نړۍ دغه کړنه غندي.

‎ملګرو ملتونو سازمان د نسل وژنې د مخنیوي او عاملینو ته یې د سزا ورکونې کنوانسیون د ۱۹۴۸ میلادي کال د دسمبر میاشتې په ۹مه نېټه تصویب کړ. ‎

هغه جرمونه چې په افغانستان کې شوي لکه د ملکي مرګ ژوبلې، ‌‌‌‌‌‌ډله ییزې وژنې او برمته کولو، دا بشري جرمونه دي او نسل وژنه یې نه شو بللی.

په دوهمه ماده کې یې د نسل وژنې تعریف داسې شوی: ''‎په ‌‌‌‌‌‌ډله ییزه توګه د یوې ‌‌‌‌‌‌ډلې وژلو ته چې د ملي، قومي، نژادي یا مذهبي ‌‌‌‌‌‌ډلې د ټولې یا یوې برخې د له منځه وړلو په هدف وشي."

‎د یوې ډلې د غړو وژل، د یوې ‌‌‌‌‌‌ډلې غړو ته جسمي یا روحي زیان رسول، له نامناسبې فضا سره د یوې ‌‌‌‌‌‌ډلې مخ کول چې هغه یې د ټولې جسمي قوې یا یوې برخې د له منځه تلو لامل یې شي، د یوې ‌‌‌‌‌‌ډلې له تولید او تناسل نه د مخنیوي په هدف د تحمیلي اقداماتو ترسره کول او دغه ‌شان په اجباري ‌‌‌‌‌‌ډول د یوې ‌‌‌‌‌‌ډلې ماشوم بلې‌ ‌‌‌‌‌ډلې ‌‌‌‌‌‌ته انتقالول دي.

‎دغه ‌شان د دغه کنوانسیون په لومړۍ ماده کې راغلي چې غړي دولتونه دا مني چې په سوله یا هم جنګ کې عام وژنه یو نړیوال جرم دی او ژمنه کوي چې له دغه جرم به مخنیوي کوي او عاملینو ته به یې سزا ورکول کېږي.

‎دغه کنوانسیون په ۱۹۵۱ میلادي کال کې د جنورۍ په ۱۲مه نېټه د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري د اجرا وړ وبلل شو او تر ۱۹۹۵ میلادي کال پورې ۱۰۲ هېوادونو یې غړیتوب خپل کړ.

‎د دغه کنوانسیون د پنځمې مادې له مخې، غړي دولتونه به په خپلو قانون جوړونکو بنسټونو کې د اوسني کنوانسیون مقررې تصویبوي چې د دغه کنوانسیون پلي کېدو ته زمینه برابره شي، ‎خو په افغانستان کې چې کومې عامه او ‌‌‌‌‌‌ډله ییزې وژنې شوي، ایا هغه هم نسل وژنه بلل کېږي؟

‎د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې دغه کمېسیون د نسل وژنې په اړه هېڅ کومه داسې مشخصه پېښه نه ده ثبت کړې او د نسل وژنې د پېژندنې لپاره پېچلو څېړنو ته اړتیا ده.

‎بل خوا د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیرې سیما سمر ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، هغه جرمونه چې په افغانستان کې شوي لکه د ملکي مرګ ژوبلې، ‌‌‌‌‌‌ډله ییزې وژنې او برمته کولو، دا بشري جرمونه دي او نسل وژنه یې نه شو بللی.

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیرې سیما سمر
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیرې سیما سمر

‎د مېرمن سمر په خبره، په افغانستان کې د نسل وژنې په ځانګړي ډول په وروستیو څلورو لسیزو کې د دغه ‌‌‌‌‌‌ډول پېښو پېژندل، پراخو او مسلکي څېړنو ته اړتیا لري: "د نسل وژنې په اړه زما په نظر افغانستان کې جدي څېړنو ته اړتیا ده، هر څوک نه شي کولی چې د نسل وژنې او اړخونو په اړه یې پرېکړه وکړي، خو په افغانستان کې چې کوم جرمونه او جنایات شوي کولای شو، ورته بشري او جنګي جرمونه ووایو، په ځانګړي ډول ملکي مرګ ژوبلې، ګروګان نیول او اسیرانو او ټپیانو ته سپکاوی کول."

‎مېرمن سمر وایي، نسل وژنه هغه څه ته ویل کېږي چې یوه ‌‌‌‌‌‌ډله یا یو ځانګړی کس د هغه د قبیلې، ‌‌‌‌‌‌ډلې د ژبني، قومي، نژادي یا مذهبي ځانګړتیا له امله یې ووژل شي.

‎خو د افغانستان د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل د کورنیو جګړو پر مهال په ځانګړي ډول، په کابل کې وروستیو پېښو ته په اشارې ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دا ټول د نسل وژنې له مواردو څخه دي.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل
د افغانستان د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل

‎د ښاغلي لعل په خبره، ان له ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د نسل وژنې په هدف پېښې شوي دي: "زما په نظر تېرو ۴۰ کلونو کې په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول په وروستیو کورنیو جګړو کې نسل وژنه شوې ده، هغه وضعیت چې په کابل کې تېر شوی، څوک دي چې ورته نسل وژنه نه وایي؟ چې هزارګان به د پښتنو سیمو ته نه شوای تللی چې تلل به وژل کېدل او پښتانه به د هزارګانو سیمو ته نه شو تللی، همدارنګه تاجکان به د هزارګانو سیمو ته نشو تللی، دا ټول نسل وژل وه."

‎ښاغلی لعل وایي چې هغه نړیوالو بنسټونو چې د نسل وژنې د مواردو د ثبتولو په برخه کار کوي دلته یې فعالیت نه دی کړی، نو په خبره یې، له همدې امله د نسل وژنې پېښې نه دي ثبت شوي.

‎د یونان د خلکو وژل، د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د عثماني امپراطورۍ له لوري د ارمني او اشوریانو وژل، د یو میلیونو کسانو ‌‌‌‌‌‌ډله ییزه وژنه په ځانګړي توګه د شپږ میلیونو اروپایي یهودیانو وژنه چې په درېیمه نړیواله جګړه کې د المان نازي له لوري ترسره شوه، په ۱۹۹۴ میلادي کال کې د رواندا وژنه، په ۱۹۹۵ میلادي کال کې د بوسنیا وژنه په ۲۰۱۴ کال کې د داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې له لوري په عراق او سوریه کې د ایزديانو وژل چې له دوه پېړیو زیات وخت بورې اړه لري، په نړۍ کې د نسل وژنې لاملونه بلل کېږي.

د بوسنیا د نسل وژنې قربانیان
د بوسنیا د نسل وژنې قربانیان

‎د ملګرو ملتونو سازمان هم ځېنې دا نسل وژنې بللې دي.

‎د نسل وژنې اصطلاح په ۱۹۳۳ میلادي کال کې د پروفیسور رافایل لم کین له لوري مطرح شوې او د طرحې هدف یې د هغو کړه وړو بیانول وو چې د یوې نژادي، مذهبي‌‌‌‌‌‌ یا ټولنیزې ډلې د وژلو لامل شي، هغه ټینګار کاوه چې دغه اعمال په نړیوالو حقوقو کې د یو جنایت په توګه وپېژندل شي.

‎خو ملګرو ملتونو له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۸ میلادي کال کې د دسمبر په ۹مه نېټه د (نسل وژنې جنایت له منځه وړولو او مخنیوي) کنوانسیون تصویب کړ.

‎د دسمبر په نهمه د نسل وژنې د قربانیانو یاد په داسې حال کې نمانځل کېږي چې ملګري ملتونو د دغه سازمان د ۷۵ مې کالیزې په مناسبت او د کرونا ویروس د سراسري خپرېدو له امله په نړۍ کې د جګړو له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي چې اوربند وکړي او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

XS
SM
MD
LG